More Related Content
More from AsiaBibles (20)
Pashto bible injil new testament philippians
- 1. د فيليپيانو په ُنوم د پولوس ر سول خط
ُ َ َ
فيليپيانو باب ۱
سلام
١ پولوس َاؤ تيموتيوس له طرفه څوک چه د مسيح عيسىٰ خادمان دى،د فيليپى د ټولو هغه پاکانو په ُنوم
َ َ َ
چه د عيسىٰ مسيح سره يووالے لرى،سره د دوئ د مشرانو َاؤ خادمانو.
َ َ َ
ِ ُ َ
٢ په تاسو د زمونږ د پلار خدائے َاؤ عيسىٰ مسيح له طرفه فضل َاؤ سلامتى نازله وى.
ُ
د فيليپيانو د پاره د پولوس دعا
ُ َ َ َ
٣ ما ته چه هر کله تاسو راياد شئ نو د خپل خدائے شکر وباسم. ٤ َاؤ په هره يوه دعا کښے چه زۀ ئے
َ ُ ُ ُ َ
ستاسو د پاره غواړم تل ډير په خوشحالئ تاسو ټولو د پاره خواست کوم، ٥ ځکه چه تاسو د اولنئ ورځے
َ َ َ
نه تر ننه پورے د زيرى په خورولو کښے له ما سره شريک پاتے شوى يئ. ٦ َاؤ زما د دے خبرے په باب
َ َ
کښے باور دے چه چا چه په تاسو کښے نيک کار شروع کړے دے،هغه به ئے د عيسىٰ مسيح تر
َ
ورځے پورے ُپوره کړى. ٧ ځکه خو واجب دى چه َزۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغسے خيال وکړم د پاره
َ
د دے چه تاسو زما په زړۀ کښے يئ،َاؤ زما د قيد َاؤ د زيرى د جواب َاؤ په ثُبوت کښے تاسو ټول ما سره
َ َ َ َ
د خدائے په فضل کښے شريک يئ. ٨ خدائے زما ګواه دے چه زۀ د عيسىٰ مسيح په شان په مينه کښے
َ َ ُ َ ُ
ستاسو ټولو د ملاقات آارزومند يم.
َ ُ
َ ِ
٩ َاؤ دا دعا کوم چه ستاسو مينه َاؤ علم به هر شان د پوهے سره نوره هم په زياتيدو شى،٠١ چه تاسو ښه
ُ
نه ښه فيصله کولے شئ َاؤ د مسيح تر ورځے پورے په صفا زړۀ پاتے شئ َاؤ تيندک ونۀ خورئ. ١١ َاؤ
َ
َ ُ ُ َ ِ َ
ستاسو ژوند د د صداقت په ميوه چه د عيسىٰ مسيح په وسيله ده، معمور وى،چه د خدائے جلال ښکاره
شى َاؤ د هغۀ ستائينه کيږى.
َ
ما ته ژوند تيرول مسيح دے
٣١ ٢١ َائے وروڼو! َزۀ غواړم چه تاسو خبر شئ،په ما چه څۀ تير شول،هغه د زيرى د ترقئ په وجه وشول،
َ َ ُ
تر دے چه د قيصر د عسکرو په ټوله پلټنه کښے َاؤ باقى په ټولو خلقو کښے دا خبره خوره شوه چه زۀ د
َ َ َ َ
مسيح د پاره قيد يم. ٤١ َاؤ څوک چه په ماِلک کښے زمونږ ملګرى دى اکثر زما د قيديدو په وجه زړۀ ور
َ ُ َ
شول َاؤ بے ويرے د خدائے کلام په آاؤرولو کښے زړۀ ورتيا ښکاره کوى.
َ ُ
٥١ ځنے خو په حسد َاؤ د جګړے په وجه د مسيح پيغام آاؤروى َاؤ ځنے به نيک نيتئ سره. ٦١ دوئ د
َ َ َ
مينے په وجه داسے کوى َاؤ په دے خبر دى چه زۀ د زيرى د جواب ورکولو د پاره ټاکلے شوے يم. ٧١
َ َ َ َ
خو نور د بے ِاتفاقئ په وجه،نۀ چه په صفا زړۀ سره،بلکه په دے خيال چه زما په قيد کښے ما ته
َ
مصيبُتونه پيدا کړى.
- 2. ٨١ خو خير دے،په هر شان د مسيح پيغام آاؤرولے شى،هغه که په بهانه وى يا په صفا زړۀ،َاؤ په دے زۀ
َ َ
خوشحاله يم. هو! َاؤ خوشحاله به شم، ٩١ ځکه چه زۀ پوهيږم چه ستاسو په دعا َاؤ د عيسىٰ مسيح د
َ َ ُ َ
روح په مدد به آازاد شم. ٠٢ ځکه خو زما د زړۀ آارزو َاؤ ُاميد دغه دے چه زۀ په څۀ خبره کښے شرمنده
َ َ ُ
نۀ شم،بلکه زما د زياتے زړۀ ورتيا په وجه لکه څرنګ چه زما په وسيله هميشه د مسيح جلال ښکاره
َ َ
شوے دے، هغه شان به اوس هم کيږى،که زۀ ژوندے يم يا مړ شم. ١٢ ځکه چه ژوندے پاتے کيدل
َ
زما د پاره مسيح دے َاؤ مړ کيدل ګټه. ٢٢ خو که زما ژوندے پاتے کيدل زما د کار د پاره فائده لرى نو
َ َ َ
ُ َ ُ
زۀ نۀ پوهيږم چه کوم يو خوښ کړم. ٣٢ زۀ په دواړه طرفه نښتے يم. زړۀ خو مے دا غواړى چه رخصت َ
شم َاؤ مسيح ته لاړ شم ځکه چه دا ډير زيات غوره دے، ٤٢ خو زما په بدن کښے پاتے کيدل ستاسو د
َ
پاره ډير ضرورۍ دى. ٥٢ زما په دے يقين دے َاؤ د دے د پاره زۀ پوهيږم چه ژوندے به پاتے شم،بلکه
َ َ َ
تاسو ټولو سره به اوسم چه تاسو په ايمان کښے ترقى وکړئ َاؤ په کښے خوشحاله اوسئ، ٦٢ َاؤ تاسو په
ِ
ما فخر کوئ هغه د تاسو ته زما په بيا راتلو په مسيح عيسىٰ کښے زيات شى.
َ َ ِ َ
٧٢ صرف دومره کوئ چه ستاسو چال چلن د د مسيح د زيرى په شان وى. که زۀ راشم َاؤ تاسو وګورم
يا رانۀ شم،ستاسو حال واؤرم چه تاسو په يو روح کښے قائم يئ َاؤ د ِانجيل د ايمان د پاره په يو زړۀ ښه
َ َ َ ُ
خوارى کوئ. ٨٢ َاؤ په هيڅ خبره کښے هم د مخالفانو نه ويريدونکى نۀ يئ،نو له دے نه به دا صفا
ُ َ ُ
ښکارى چه هغوئ به هلاک شى خو دا ستاسو د پاره خلاصون َاؤ دا د خدائے له طرفه ده. ٩٢ ځکه چه
َ ُ ُ َ
د مسيح د خاطره په تاسو دا فضل وشو چه نۀ يواځے په هغۀ ايمان راؤړئ بلکه د هغۀ د خاطره تکليفونه
ُ َ َ َ َ
هم وزغمئ. ٠٣ َاؤ تاسو هم هغه شان ښه خوارى کوئ څنګه چه مو زۀ په کولو ليدلے وم َاؤ اوس هم
َ
آاؤرئ چه زۀ هم هغه شان کوم.
َ
فيليپيانو باب ۲
د مسيح عاجزى َاؤ لوئے والے َ
١ نو بيا چه مسيح تاسو ته دا تسلى درکولے شى چه د هغۀ د مينے نه تاسو زړۀ ور شئ َاؤ په تاسو کښے
َ َ
د روح القدس شراکت،زړۀ سواندے َاؤ همدردى وى، ٢ نو تاسو زما خوشحالى ُپوره کړئ چه په يو زړۀ
َ ُ ُ ُ
،په يو شان مينه َاؤ يو خيال ولرئ. ٣ د خود غرضئ َاؤ بے ځايه فخر په وجه څۀ مه کوئ،بلکه په عاجزئ
َ
َ ِ
يو بل د ځان نه غوره ګڼئ. ٤ هر يو د تش په خپل حال نه بلکه د يو بل په حال هم نظر ساتى. ٥ هم
َ
هغه شان خوئ لرئ لکه څنګه چه د مسيح عيسىٰ ُوو.
َ ُ
٧٦ هغه اګر که د خدائے په صورت ُوو د خدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے د ساتلو څيز ونۀ ګڼلو.
َ َ ُ ُ َ ُ
بلکه خپل ځان ئے د هغه ټولو ِاختيارونو نه خالى کړو َاؤ د غلام شکل ئے ِاختيار کړو،َاؤ د ِانسان په شان
َ َ ُ ُ َ
شو. ٨ َاؤ په ِانسانى جسه کښے ښکاره شو،خپل ځان ئے عاجز کړو َاؤ دومره تابعدار شو چه مرګ،بلکه
ُ
د سولئ مرګ ئے وزغملو. ٩ په دغه وجه خو خدائے هم هغه ډير سربلند کړو َاؤ هغۀ ته ئے هغه ُنوم
ُ َ
َ َ ُ َ ُ
وبخښلو کوم چه د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے، ٠١ د پاره د دے چه د عيسى ٰ په ُنوم هر يو موجودات په
َ
- 3. سجده شى،خوا که په آاسماُنونو کښے،يا په مزکه کښے،يا هغه چه د مزکے د لاندے وى، ١١ َاؤ د
َ َ َ
خدائے پلار د جلال د پاره هره يوه ژبه ِاقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح ماِلک دے.
َ َ ُ
په دنيا کښے د ُنور په شان وځليږئ
َ ُ
٢١ زما ملګرو! لکه څنګه چه تاسو د هميشه نه تابعدارى کړے ده هغه شان اوس هم،نه يواځے زما په
َ
موجودګئ کښے بلکه د هغے نه ډير زيات زما په غير موجودګئ کښے؛په ويره َاؤ په رپيدو د خپل
َ
خلاصون کار کوئ. ٣١ ځکه چه خدائے په تاسو کښے نيت َاؤ عمل دواړه د خپلے نيکے ِارادے ُپوره
َ ُ ُ
کولو د پاره پيدا کوى.
َ
٤١ هر کار بغير د شکايت َاؤ تکرار نه ُپوره کوئ، ٥١ چه تاسو بے عيبه َاؤ پاک شئ. په بد َاؤ بے لارے
َ
خلقو کښے د خدائے د کاملو بچو په شان ژوندون کوئ َاؤ د هغوئ په مينځ کښے د آاسمان د ستورو په
َ َ َ ُ َ َ ُ
شان وځليږئ، ٦١ َاؤ د ژوندون کلام پيش کوئ چه د مسيح په ورځ زۀ فخر کوم چه نۀ خو زما منډه بے
َ َ َ
فائدے شوه َاؤ نۀ زما خوارى بے ځايه لاړه.
٧١ تاسو د خپل ايمان په سبب په ُقربانئ کولو زما خدمت کوئ َاؤ کيدے شى چه زۀ د دے قربانئ سره
ُ َ َ َ
شهيد هم شم. که چرے داسے وى نو زۀ به خوشحاله يم َاؤ ستاسو په خوشحالئ کښے شريک. ٨١ تاسو
َ
ټول دغه شان خوشحاله اوسئ َاؤ ما سره خوشحالئ کوئ.
تيموتيوس َاؤ ِاپفروديتوس
٩١ که د ماِلک عيسىٰ مرضى وى نو َزۀ به تاسو ته ډير زر تيموتيوس دروليږم چه ستاسو حال په آاؤريدو به
َ
زۀ خوشحاله شم.٠٢ ځکه چه دلته د هغۀ نه علاوه بل څوک داسے ِنشته چه په صفا زړۀ ستاسو د پاره
َ َ َ
َ ُ ِ
فکر من وى. ١٢ ټول په خپلو فکُرونو کښے ډوب دى،نۀ چه د عيسىٰ مسيح. ٢٢ خو تاسو ته په خپله
معُلومه ده چه تيموتيوس څنګه لايق ښکاره شو،َاؤ هغه َاؤ زۀ د پلار َاؤ زوئے په شان په خدمت کولو
َ َ
کښے لګيا ُوو چه زيرے خور کُړو. ٣٢ نو زۀ ُاميد کوم چه هر کله چه ما ته خپل َانجام معُلوم شى نو
َ
تيموتيوس به تاسو ته سمدستى دروليږم. ٤٢ زما په ماِلک پوخ يقين دے چه زۀ به په خپله هم زر درشم.
َ
٥٢ خو ِاپفروديتوس تاسو ته واپس درليږل ځکه ضرورى ګڼم،چه هغه زما ورور َاؤ د خدمت ملګرے َاؤ د
َ َ
يو سنګر فوجى َاؤ ستاسو َاستازے دے چه زما حاجُتونه ُپوره کړى. ٦٢ خو هغه د ستاسو ټولو ليواله دے
َ
َاؤ ناقلاره اوسيږى ځکه چه تاسو د هغۀ د ناروغتيا آاؤريدلى ُوو. ٧٢ بے شکه چه هغه د ناروغتيا نه مرګى
َ َ َ
حال ُوو،خو خدائے په هغۀ فضل وکړو،َاؤ صرف په هغۀ نه،بلکه په ما هم چه په ما د غم د پاسه غم نۀ
َ َ ُ
وى. ٨٢ ځکه خو د هغۀ د درليږلو خيال نور هم زيات شو چه تاسو هم د هغۀ په ملاقات خوشحاله شئ
ُ َ َ َ
َاؤ زما غم هم کم شى. ٩٢ نو بيا تاسو د هغۀ سره په ماِلک کښے لکه د ورور په زياته خوشحالئ سره هر
َ َ
کلے ووايئ. َاؤ د داسے کسانو عزت کوئ، ٠٣ ځکه چه هغه د مسيح د کار د خاطره مرګ ته نزدے
َ َ َ َ
شوے ُوو،َاؤ هغۀ ځان په خطره کښے اچولے ُوو چه ستاسو له خوا زما په خدمت کښے کومه کمى چه
ُ
وه،هغه ُپوره کړى.
- 4. فيليپيانو باب ۳
د رښتينئ صداقت َ
١ نو اوس َائے وروڼو! د ماِلک په يووالى کښے خوشحاله اوسئ! ما چه تاسو ته اول څۀ ليکلى دى،د هغے
َ َ ُ
بيا بيا ليکل څۀ تکليف نۀ ګڼم،َاؤ په دے کښے ستاسو بهترى ده. ٢ د سپو غوندے سړو نه خبردار اوسئ
َ
چه بد کوى،َاؤ د جسم غوڅوُوونکو نه خبردار اوسئ. ٣ ځکه چه د خدائے سنت شوى خو مونږ ُيو چه د
َ ُ ُ َ ُ َ ِ
خدائے د روح په هدايت عبادت کوو َاؤ په عيسىٰ مسيح فخر کوو َاؤ په جسم توکل نۀ لُرو، ٤ اګر چه زۀ
َ ُ َ ُ ُ
خو په جسم توکل کولے شم.که څوک په خپل ځان د توکل کولو خيال لرى نو زۀ د هغۀ نه هم زيات
َ َ َ ِ
کولے شم. ٥ په اتمه ورځ سنت شوم،د ِاسرائيل د قوم َاؤ د بنيامين د قبيلے نه يم،د عبرانيانو نه عبرانى،َاؤ
َ َ َ َ َ ُ
د شريعت له رويه فريسى يم، ٦ د جوش په نسبت د جماعت عذابوونکے،َاؤ د شريعت د صداقت په
َ َ ُ َ َ ُ َ
ِنسبت بے عيبه يم. ٧ خو چه څومره خبرے زما د ګټے وے،هم هغه ما د مسيح د خاطره نقصان
َ َ َ
وګڼلے. ٨ بلکه ما د مسيح عيسى ٰ د خاطره هر څۀ ُنقصان وګڼلو،د دے د پاره چه هغه زما ماِلک دے،َاؤ
َ َ َ َ
زۀ د هغۀ پيژندل د هر څۀ نه زيات قيمتى ګڼم. د هغۀ د خاطره ما هر څۀ پريښودل َاؤ هغه ګندګى ګڼم
َ َ َ َ َ
چه مسيح ُومومم، ٩ َاؤ په هغۀ کښے وموندلے شم،نه چه د خپل صداقت سره چه د شريعت په وسيله ده
َ َ ُ
بلکه د هغه صداقت په وسيله کومه چه په مسيح د ايمان د راؤړلو په وسيله دے. َاؤ دا صداقت د خدائے
َ ُ َ َ ُ َ
د طرفه دے چه په ايمان حاصليږى، ٠١ چه زۀ د مسيح َاؤ د هغۀ د ژوندى کيدلو قدرت وپيژنم َاؤ د هغۀ
َ ُ َ َ َ َ َ
سره په زعمونو کښے شريک شم َاؤ د هغۀ په مرګ کښے د هغۀ په شان شم، ١١ چه زۀ په څۀ طريقه
َ َ َ ُ
سره د مړو نه د پاڅيدلو درجے ته ورسيږم.
َ َ
د منډے مقصد
َ
َ ُ َ
٢١ زۀ دا نۀ وايم چا ما ُوموندل يا کامل شوم،بلکه د هغه څيز د رانيولو د پاره په منډه يم د کوم د پاره چه
َ َ َ َ
زۀ مسيح عيسىٰ نيولے يم. ٣١ زما وُروڼو! زما دا خيال نۀ دے چه نيولے مے دے،بلکه صرف دا کوم چه َ
کوم څيُزونه وروستو پاتے شول هغه هيروم،َاؤ د وړاندے څيُزونو د پاره په مخه ٤١ د مقصد په طرف په
َ َ َ ُ
منډه يم چه هغه ِانعام حاصل کړم چه د کوم د پاره چه مونږ خدائے د عيسىٰ مسيح په وسيله آاسمانى
َ ُ ُ َ ُ َ
ِ
ژوند ته بللى ُيو. ٥١ نو بيا چه په مونږ کښے څومره په روحانى طور بالغان دى هغوئ د دا خيال ساتى،َاؤ
ُ ُ
که په څۀ خبره کښے ستاسو څۀ بل شان خيال وى نو خدائے به هغه خبره هم په تاسو ښکاره کړى. ٦٢
ُ
ُ َ ُ ُ
بهر حال تر کومے چه مونږ رسيدلى ُيو،د هغے په مطابق وچليدو.
ُ
٧١ َائے وروڼو! څنګه چه زۀ کوم هسے تاسو هم کوئ. مونږ تاسو د پاره نمونه ُيو َاؤ څوک چه د دے
َ ُ َ ُ َ ُ
نمونے په مطابق ژوند تيروى،هغوئ په نظر کښے ساتئ. ٨١ ځکه چه ډير داسے دى چه د هغوئ ذکر ما
َ ُ ُ
تاسو ته څو څو ځله کړے دے َاؤ اوس هم په ژړا ژړا درته وايم چه هغوئ په خپل چال چلن د مسيح د
َ َ
سولئ دښمنان دى. ٩١ د هغوئ َانجام هلاکت دے،د هغوئ خدائے خيټه دے،هغوئ د خپل شرم په
َ ُ َ َ ُ
خبرو فخر کوى َاؤ د دنيا د څيُزونو په خيال کښے بوخت دى. ٠٢ خو مونږ د آاسمان اوسيدونکى ُيو َاؤ د
َ ُ ُ َ َ ُ َ
آاسمان نه مونږ د خلاصوونکى ماِلک عيسىٰ مسيح په ډير ِانتظار کښے ُيو،چه راشى. ١٢ هغه به د خپل
َ ُ ُ َ
- 5. ُ
هغه قوت په وسيله په کوم چه هغه ټول څيُزونه خپل تابع کولے شى،زمونږ د بدن فانى شکل به بدل کړى
ُ َ
َاؤ د خپل جلال د صورت په شان به ئے جوړ کړى.
َ ُ َ
فيليپيانو باب ۴
نصيح ُتونه
١ نو د دے د پاره َائے زما خوږو وروڼو! د چا چه زۀ مشتاق يم،چه زما خوشحالى َاؤ فخر يئ،په ماِلک
َ ُ َ ُ َ َ
کښے دغه شان قائم پاتے شئ.
٢ زۀ ُيووديه َاؤ سنتخے ته خواست کوم چه هغوئ د د ماِلک په يووالى کښے په يو زړۀ پاتے شى. ٣ خو
ِ َ ُ َ
َائے رښتينى د خدمت ملګريه! تا ته هم خواست کوم چه تۀ د هغه ميرمنو هم مدد کوه ځکه چه هغوئ
َ َ
ما سره په زيرى خورولو کښے کليمينتوس َاؤ زما د نورو د خدمت ملګرو سره خوارى وکړله د چا نومونه
ُ َ َ َ
چه د ژوندون په کتاب کښے ليکلى دى.
َ ُ
٤ تاسو هميشه د ماِلک په يووالى کښے خوشحاله اوسئ،زۀ بيا دا وايم چه خوشحاله اوسئ!
َ َ
٥ ستاسو نرم مزاجى د په ټولو خلقو ښکاره شى. ماِلک راتُلونکے دے. ٦ د هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ
َ ِ
بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواسُتونه د دعا َاؤ زارئ په وسيلے د شکر ګزارئ سره د خدائے په
َ ُ َ ُ َ ُ
حضور کښے پيش کړئ. ٧ نو د خدائے سلامتى چه د پوهے نه بيخى بهر ده،ستاسو زړونه َاؤ خياُلونه به د
َ ُ َ َ ُ ُ
مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفوظ وساتى.
ُ
٨ نو اوس َائے وروڼو! څومره خبرے چه رښتيا دى َاؤ څومره خبرے چه د شرافت دى،څومره خبرے چه
َ ُ
واجبے دى َاؤ څومره خبرے چه پاکے دى،َاؤ څومره خبرے چه مينه ناکے دى َاؤ څومره خبرے چه
ښايسته دى،غرض دا چه کومے د نيکئ َاؤ ستائينے خبرے دى،په هغو غور کوئ. ٩ کومے خبرے چه
ُ َ ُ
تاسو له ما نه زده کړے َاؤ حاصلے کړے َاؤ واؤريدلے َاؤ په ما کښے مو وليدلے،په هغو عمل کوئ،نو
هغه خدائے چه د سلامتئ سرچينه دے،به تاسو سره وى.
َ ُ
د فيليپيانو مننه
َ
٠١ زۀ د ماِلک په يووالى کښے ډير خوشحاله يم چه َاوس د دومره مودے نه پس ستاسو خيال زما طرف
ُ َ َ َ
ته بيا وشو،بے شکه چه ستاسو اول هم دا خيال ُوو خو موقعه په لاس نۀ وه درغلے. ١١ دا نه چه زۀ د
َ َ
ُ
محتاجئ په وجه وايم،ځکه چه ما دا زده کړى دى چه په کوم حالت کښے يم په هغے کښے راضى يم. ُ
٢١ زۀ په غريبئ هم پوهيږم َاؤ د مال په زياتوالى هم پوهيږم. که زۀ وږے يم َاؤ که موړ،که زۀ غريب يم َاؤ
َ َ َ َ
که مالدار،په ټولو حاُلونو کښے د قناعت راز مے زده کړے دے. ٣١ مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ
کښے زۀ هر څۀ کولے شم.
َ
٤١ بيا هم تاسو ښۀ وکړل چه زما په مصيبت کښے شريک شوئ. ٥١ َائے فيليپيانو! تاسو په خپله خبر يئ
ُ
- 6. چه د زيرى په شروع کښے چه زۀ د مکدونيه نه روان شوم نو ستاسو نه سيوا يو جماعت هم د ورکړے
َ َ َ َ
راکړے په معامله کښے زما مدد ونۀ کړو. ٦١ لکه چه ِتسلونيکيه کښے هم زما د حاجت ُپوره کولو د
َ َ ُ
پاره تاسو يو وار نه،بلکه دوه ځله څۀ راليږلى ُوو. ٧١ دا نۀ چه زۀ ِانعام غواړم بلکه داسے غواړم چه ستاسو
َ
په حساب کښے زياتے راشى. ٨١ زما سره هر څۀ شته بلکه زيات دى،خو چه ستاسو راليږلى څيُزونه مے
د اپفروديتوس د لاسه واخستل نو موړ شوم. هغه خوشبوئ َاؤ قبوله قربانى ده چه خدائے ئے خوښوى. ٩١
ُ ُ ُ ُ َ َ ِ
زما خدائے به ستاسو هر حاجت د خپل بے پايانه دولت په مطابق د مسيح عيسى ٰ په وسيله پوره کړى. ٠٢
ُ َ ُ َ ُ
ِ
زمونږ د خدائے َاؤ پلار جلال د تل تر تله وى! آامين.
ُ َ ُ
آاخرى سلام
١٢ ټولو پاکانو ته چه په مسيح عيسىٰ ايمان لرى سلام وايئ،َاؤ کوم وروڼه چه اوس ما سره دى تاسو ته
ُ ُ
سلام وائى. ٢٢ ټول پاکان حصوصا د قيصرد کورنئ خلق تاسو ته سلام وائى.
ً َ
٣٢ زمونږ د ماِلک عيسىٰ مسيح فضل د ستاسو د روح سره وى.
َ ُ ِ ُ َ
This book from the Pashto Bible was downloaded from www.pashtozeray.org. Copyright Pashto Zeray, All Rights Reserved