SlideShare a Scribd company logo
1 of 7
Download to read offline
‫با ثباته کرهنه او د خواړیزه امنیت ‪Sustainable Agriculture and food security‬‬

                                                            ‫مؤلف او ژباړن : سید محمد نعیم خالد - ۹ جوالی ۲۰۱۲‬

                                                                                                       ‫۱ - معرفی‬
  ‫کرهنه د پرمختګ یو اساسی وسیله ده چی د هغه په مرسته د زرنۍ د انکشافی موخو یا ‪ MDG‬د الس ته راوړلو لپاره‬
    ‫ډیره اړینه ښکاری او د نړیوالو تخمیونوو له مخی ویل کیږی چی باید تر ۲۰۱۲ کال پوری لوږه او فقر چی په ټولیز‬
        ‫ډول ورته خواړیزه نا امنی یا ‪ Food Insecurity‬وایی، نیمایی ته راکمولی شی (۰). په افغانستان کی کابو ۲۵‬
       ‫سلنه وکړی په ګرهنه بوخت دی. په ټولیز ډول سره افغانستان یو غرنۍ هیواد دی او کابو ۱،۲۰ سلنه خاوره یی د‬
 ‫کرهنی وړ بلل کیږی (۶). طبیعی زیرمی لکه اوبه ، ځنګلونه ، حیات وحش ، خاوره او داسی نور د مختلفو عواملو له‬
     ‫امله پداسی ډول سره په مصرف رسیږی چی بیا راتګ نلری. بزګر تولید کوی او مصرف کوونکی تولیدی توکی په‬
  ‫مصرف رسوی. تر ننه پوری په هیواد کی د باثباته تولید تیوری هم شتون نلری. نو ددی لپاره چی یو عمومی لیدلور د‬
‫باثباته کرهنی او خواړیزه امنیت په هکله تیار کړم، دا مقاله د باثباته رغونی ، باثباته کرهنی او دهغوی مثبت تاثیرات په‬
                                                        ‫خواړیزه امنیت باندی په نړیواله کچه تر ځیړنی الندی نیسم.‬

                                                                                       ‫۲ - باثباته کرهنه یعنی څه؟‬
‫باثباته کرهنه د کرنی هغه عملیات دی چی د ایکولوژۍ قوانین د تولید لپاره تر استفادی الندی نسی او ایکولوژی هغه علم‬
   ‫چی د ژوندیو موجوداتو اړیکی د هغوی د چاپیریال سره مطالعه او ترځیړنی الندی نیسی. نو باثباته کرهنه د نباتاتو او‬
   ‫حیواناتو د تولید د تلفیقی سیستمونو څخه عبارت دی چی د یوی خاصی ساحی لپاره تر پام الندی نیول کیږی او د اوږد‬
                                                         ‫مهال لپاره دوام مومی او الندی بین البینی اړیکی مشبوع کوی:‬

                                                      ‫۰ - د انسان لپاره د خوړو او فایبرونو تهیه د اوږد مهال لپاره‬
                             ‫۲ - د چاپیریالی کیفیت او طبیعی زیرمو چی د کرهنیز اقتصاد بنسټ تشکیلوی ، زیاتول.‬
‫۱ - د نه نوی کیدونکو منابعو مؤثره استفاده او په کرونده کی د موجودو منابعو تلفیق کول د مناسبو بیولوژیکی دورانونو‬
                                                                                                            ‫سره.‬
                                                                   ‫۴ - د کروندی د اقتصادی موجودیت حفظ کول‬
                                                                 ‫۲ - د کروندګر او د ټولنی د ژوند دسطحی لوړول‬

 ‫نو د پورته تعریف او د هغه د مشخصاتو څخه داسی په ګوته کیږی چی باثباته کرهنه د خوړو د تولید هغه الره ده چی د‬
  ‫انسانی او حیوانی مصرف په موخه کومی خاصی روغتیایی ستونزی منځ ته رانه ولی ، چاپیریال متضرره نکړی ، په‬
   ‫کرونده کی کارکوونکی په اوږد مهال کی د هغه څخه زیانمن نشی، دحیواناتو حقوق په پام کی ونیول شی، د بزګرانو‬
                       ‫لپآره مناسب معاش یا مزد ورکړل شی، او د کلیوالی ژوند او نورو ټولنو د پرمختګ المل شی.‬

                                                             ‫۳ - د باثباته کرهنی د راتګ عوامل او د هغه اړین توب‬
       ‫په کال ۱۹۹۰ کی د لمړی ځل لپاره د یو لیکونکی لخوا چی نیکانور پرالس نومیده، وروسته د ډیرو خبرو اترو،‬
  ‫کنفراسونو ،عملی کار او تجربی د ترالسه کولو وروسته د باثباته کرهنی کلمه منځ ته راوړله. دی دوو کسانو د باثباته‬
 ‫کرهنی نړیواله متفق سازمان یا ‪ IISA‬تهداب کیښود. او دوی د خپل کار په ترځ کی د باثباته کرهنی ۵ اصلونه وړاندی‬
 ‫کړل چی نن ورځ په نړیواله کچه د قبول وړ دی. د باثباته کرهنی سازمان چی د ۱۱۱ نورو سازمانونو څخه جوړ شوی‬
                            ‫دی ، د دی خلکو د وړاندی شویو ټکو څخه استفاده کوی. دا اساسات په الندی ډول دی(۲):‬

‫۰ - د ایکورلوژیکی اړخه سالم توب: یعنی د آفت مړ کوونکو په ځای نن ورځ د ایکولوژیکی مدیریت څخه استفاده کول.‬
           ‫یا د خاوری ښه کیدو په خاطر د خاوری د حاصلخیزۍ مدیریت ، د پولی کلچر رواجول چی د ژوندۍ تنوع یا‬
 ‫بایوډایورستی د زیاتیدو عامل کیږی. د داسی مقاومو سپیشزونو منځ ته راوړل چی د چاپیریال سره توافق وکړلی شی. د‬
      ‫قراردادی یا کتله یی او یا هم په لوړه کچه دیو حیوان یا نبات تولید څخه ډډه کول او د هغه په ځای په مناسب ډول د‬
    ‫مختلفو حیواناتو د حقوقو په پام کی نیولو سره دهغه روزل او داسی نور د ایکولوژیکی سالم توب په نوم سره یادیږی.‬

‫۲ - ټولیز اقتصاد: که چیری اقتصاد په پام کی ونه نیول شی نو تولیدی کارونه به په ټپه ودریږی. نو ددی له امله د تولید‬
‫څخه مخکی او وروسته اود هغه په جریان کی باثباته کرهنه د اقتصادی موضوعاتو لکه نرخ، عرضه او تقاضا، پورونه‬
                                          ‫او داسی نور باید په پام کی ونیول شی او د هغوی سالم مدیریت تر سره شی.‬
‫۱ - په ټولنه کی مساوات : د بزګر ، کور او ټولنی تر منځ باید مساوات موجود وی. کله چی بزګر تولید کوی د هغه څخه‬
‫مستفید شولی شی، ټولنه د هغه څخه مسفیده شی او په مقابل کی د بزګر د امرار لپاره او د هغه د تولیدی کار لپاره مرسته‬
     ‫وکړی چی پدی ډول سره دواړه په عین وخت د یو د بل څخه مستفید کیږی او په همدی ډول د باثباتۍ عامل کیږی.‬

   ‫۴ - د کلتوری اړخه مناسبتوب: کرهنه د کلتورونو د انتقال یوه منبع بلل کیږی. ضمنا په کرهنه کی داسی فعالیتونه تر‬
     ‫سره شی چی د ټولنی د نورمونو او کړونو خالف نه وی. د مثال په ډول د حیواناتو داسی نسل ګیری چی سپرمنو د‬
    ‫مختلفو حیواناتو چی عین سپیشیز نه وی سره یوځای کیږی او نوی حیوان تری منځ ته راځی چی د اخالقی اړخه نا‬
                                                                                              ‫مناسب بلل کیږی.‬

  ‫۲ - هالسټیک ساینس: ساینس باوجود ددی چی نن ورځ خاصی ګټی لری او د بزګرانو سره ډیره مرسته کوی مګر کله‬
      ‫چی د دوی د نبات یا حیوان د بدن څخه غیر معقوله استفاده کوی نو د طبیعت په اساس او ساختمان کی د تغیر سبب‬
    ‫کیږی چی د باثباته کرهنی له نظره مناسب نه دی نو ددی له کبله باید هالسټیک ساینس چی عمومی شیان په نظر کی‬
                                                                             ‫نیسی ، په کار باندی واچول شی.‬

     ‫۶ - مناسبه تکنالوژی: ددی په خاطر چی د بزګز او طبیعت تر منځ اړیکه په مستقیم ډول سره د تکنالوژۍ له الری‬
             ‫صورت نیسی نو تکنالوژی باید مناسب جوړښت ولری او د ژوندیو موجوداتو د له منځه وړلو عامل نشی.‬

      ‫۵ - د انسانی منابعو انکشاف: ټول خلک د انکشاف او ودی حق لری. د هری ټولنی غړی د هغه ټولنی د ودی او‬
 ‫پرمختګ مسؤل بلل کیږی . د باثباته کرهنی موخه همدا ده چی کله یو څوک په یوه ټولنه کرهنیز محصول وړاندی کوی‬
‫د هغه ترځنګ باید د خپلو کارکوونکو یا مزدوران مکرر پرمختګ هم په پام کی ونیسی. هغوی ته باید کورسونه ، درسی‬
       ‫منابع او ځینی وخت د نژدی ښونځی دشتون په صورت هغوی ته اجازه ورکړل شی چی خپلی زده کړی وکړی.‬

    ‫د امریکی په متحده ایاالتو کی د باثباته کرهنه مفهموم د کروندی په قانون کی په ۱۹۹۰ کالی کی ځای په ځای شوله.‬
      ‫پدی نژدی وختونو کی د خوراکی توکو د مصرف کوونکو د غوښتنی په بنسټ د باثباته کرهنیزو تولیداتو لپاره ډیره‬
         ‫تقاضا محسوس کیږی او یو تعداد سازمانونه لکه د خوړو اتحادیه او محفوظ حاصالت ( ‪Food Alliance and‬‬
‫‪ ) Protected Harvest‬دا مهال یو تعداد قابل د اندازی معیاریونه او ځینی تولیدی سندونه د بزګرانو او کروندګرو لپاره‬
                                                     ‫ورکوی او د هغوی د کروندی د باثباتو تولیداتو په موخه تصدیقوی.‬




                                                                                   ‫منبع : ‪)۲( cadi philiphine‬‬
‫باثباته کرهنه په عمومی شکل سره د ژوند یوه مناسبه الره ده او ډیر قانونی بڼه نشو ورکولی. د هر قدم په اخستلو سره‬
                                            ‫موږ د یو بزکر په توګه ځان ، کورنۍ، ټولنی او چاپیریال ته ګټه رسوو.‬

   ‫کرهنه یو مهم سکتور دی او ځینی مهم ټکی او حقیقوتنه چی د هغه د مهم توب څخه داللت کوی د ملل متحد د اوسنی‬
                    ‫مشر له ګفتار څخه چی په ۲۰۱۲ کال کی په برازیل کی ترسره شوی ده ، په الندی ډول دی (۹):‬
     ‫۰ - کرهنه هغه سکتور دی چی په نړۍ کی تروټولو دیر نفر پکښی استخدام شوی دی. او د نړۍ ۱۴ سلنی خلکو ته‬
   ‫حیوانات او د هغه محصوالت تهیه کوی. نو ددی په بنسټ تر ټولو لوی د کلیوال ژوند د عایداتی منبع په توګه پیژندل‬
                                                                                                       ‫شوی دی.‬
 ‫۲ - په نړۍ کی کابو ۱۱۲ میلیونه کوچنی کروندی وجود لری چی د نړۍ پرمختللو هیوادونو کی د ۱۹ سلو خلکو لپاره‬
                                                                                                 ‫خواړه تهیه کوی.‬
                                             ‫۱ - د ۱۱۹۰ کال راپدی خوا تقریبا ۱۵ سلنه ژوندۍ تنوع له منځ تللی ده.‬

         ‫همداشان بانکی مون د صفر لوږی یا ‪ zero hunger‬لپاره ۲ مهم بنسټونه په الندی ډول اعالن کړی دی (۹):‬
                                                      ‫1. ۱۱۰ فیصده الس رسی خوړو د کال په اوږدو کی‬
               ‫2. د دوو کلنو څخه اطفال باید هیځ قدسوزي ونلر ، حامله ښځی او اطفال یی باید سؤتغذی نه وی.‬
                                                                    ‫3. ټول خواړیزه سیستمونه باثباته دی‬
                                ‫4. په کوچنیو فارمونو کی په خاصه توګه ښځی باید ۱۱۰ فیصدی وده وکړی.‬
   ‫5. خواړه باید هیځ بیځایه ضایع نشی او کوم اضافی توکی چی دخوړو د مصرف څخه وروسته پاتی کیږی باید‬
                                     ‫بیرته سیستم ته وارد شی او مسؤل مصرف باید په پام کی ونیول شی.‬

                                                                                 ‫۴ - د باثباته کرهنی مشخصات‬
      ‫د ځان ساتنه د چاپیریال ساتنه: ددی مفهوم دادی چی کوم شیان چی د چاپیریال څخه اخستل کیږی هغه باید بیرته‬
‫چاپیریال ته انتقال شی. لکه خاوره ، اوبه ، هوا چی د راتلونکو نسلونو لپآره پاتی کیدای شی. او کوم اضافه توکی چی په‬
  ‫کرونده کی پاتی کیږی د کروندی په ایکوسیستم کی ځای په ځای کیږی او د چاپیریالی کثافت په توګه نه شمیرل کیږی.‬
‫ددی ترځنګ د ترانسپورت د مایلونو کمول د باثباته کرهنی یو بنسټیز رکن بلل کیږی او د فوسیلی تیلو د کم مصرف او د‬
                                                                         ‫محلی منابعو د مصرف توجیه کول دی.‬

 ‫ژوندۍ تنوع یا بایوډایورسیټی: کروند ګران او بزګران په خپلو کروندو کی بیالبیل حیوانات او نباتات تربیه کوی او په‬
     ‫کرونده کی د هغوی د مناسب تناوبی مدیریت د خاوری د تقویی او نباتی او حیوانی ناروغیو او آفتونو د مخنیوی او‬
         ‫مدیریت په موخه تر سره کوی. د کیمیاوی سرو او دارو ګانو څخه ډیره معمولی یا هیځ استفاده صورت نکیږی.‬

   ‫د حیواناتو رفاه: حیوانات د انسان په ځیر حقونه لری او د انسانی حقونو په ځیر د هغه سره چلند وشی. هغوی ته باید‬
  ‫اجازه ورکړل شی چی ټول خپل طبیعی او جنتیکی عادات وساتی او خپلو نسلونو ته یی انتقال کړی. دا عادات عبارت‬
  ‫دی له ځرودلو، د مورو پالر د مشخصاتو انتقال یعنی عین سپیشزلرونکی باید وی، د مرغانو آزاده تغذیه یا ‪pecking‬‬
 ‫او د طبیعی مناسبی ځیری یا حیوانی غذا تهیه دهغه د اړوند سپیشز لپاره ، د هغوی د اساسی حقوقو د ډلی څخه راځی.‬
‫عالوتا د کار کولو په وخت کی حیوان باید تر ډیر فشار الندی رانشی، مخکی له ذبح څخه تحدید نشی او په هر ډول چی‬
                                                                ‫وی د هغوی د افسردګۍ څخه باید مخنیوی وشی.‬

‫اقتصادی پرمختګ: برګرانو ته باید په مناسبه اندازه معاش ورکړل شی او یا یو مناسب عاید د خپلی کروندی څخه ولری‬
‫چی د دولت بالعوضه پورنو او مرسته ته اړ نه وی. باثباته بزګران او کروند ګران د باثباته او پرمخ تللو کلیوالو ټولنو د‬
                                                                                            ‫منځ ته راتګ عامل کیږی.‬

     ‫په ټولنیز ډول سره مناسب توب: کله چی تولید صورت نیسی نو هغه باید یوازی د ښارونو د خلکو د هوساینی سبب‬
  ‫ونګرځی. هغه باید ددی عامل شی چی په کرونده کی مزدوران، بزرګران او ګروندګران په یو مناسب، محفوظ او سالم‬
    ‫چاپیریال کی د خپل تولید له برکته ښه ژوند وکړی. د هغوی کورنۍ او د کورنۍ غړی وکولی شی چی ښونځۍ ته الړ‬
     ‫شی، په کافی اندازه خوړو ته الس رسۍ ولری ، د څښاک وړ اوبو ته الس راسۍ ولری او په ټولنیز ډول سره هغوی‬
‫محفوظ وی. کوم کرهنیز توکی چی تولیدوی د ټولنی د فاسدلو عامل نشی یعنی نشه ای توکی لکه چرس ، کوکنار او یا د‬
                                                                           ‫نشه ای مشروباتو د تولید عامل نشی.‬
‫۵ - د باثباتی کرهنی عملیات او د هغه اغیزی په خواړیز امنیت‬
 ‫باثباته کرهنه مو مخکی تعریف کړه او دهغه اړیکی او اغیزی په خواړیزه امنیت یا ‪ food security‬باندی باید لمړی‬
  ‫د خواړیز امنیت په مفهوم باندی رڼا واچول شی. د خوړو او کرهنی نړیوال سازمان خواړیز امنیت په کال 6991 کی د‬
   ‫یوی غونډی په ترځ کی چی د خوړو په باره کی جوړه شوی وه ، داسی تعریف کړ: خواړیزه امنیت هغه وخت شتون‬
     ‫لری چی چی ټول خلک ، په ټول وختونو کی په کافی اندازه مناسبو ، صحی او غیر مضره خوړو ته په اقتصادی او‬
      ‫فزیکی ډولسره الس رسۍ ولری او د هغوی ضرورتونه رفع کړی(۵). کله چی د باثباته تولید له تعریف څځه د لږ‬
     ‫کیمیاویسرو او دارو د استعمال څخه یادونه وشوه د هغی موخه همدا وه چی چی خواړه باید محفوظ وی او په نهایی‬
    ‫تولید په ډیر کم مقدار اویا هیځ کیمیاوی مضر مواد مترسب نه وی. د حیواناتو د رفاه څخه مو هم یادونه کړی وه، کله‬
‫چی حیوان باندی ډیر ظلم وشی نو هغه د ښه غذایی موادو د تولید وړتیا نلری، ډیر زر د بکتریا، فنګسونو، ویروسونو او‬
‫نورو پرازیتونو تر حملی الندی راځی. عالتا د هغه غوښه چی حیوان ډیر تر فشار الندی راشی زر فاسدیږی او د انسان‬
   ‫د استعمال څخه وزی. نو ددی په خاطر چی په مفصل ډول سره پدی د باثباته کرهنی او خواړیز امنیت په مطلب باندی‬
                                                                ‫وپوهیږو نو الندی عنوانونه تر ځیړنی الندی نیسو:‬

 ‫کروندګرې او طبیعی زیرمې: باثباتی یا ‪ sustainability‬د کرهنی لپاره د یو ایکوسیستمی میتود په توګه پیژندل شوی‬
        ‫ده. هغه عملیات چی خاوره د اوږد مهال لپاره متضرره کوی عبارت دی له اعظمی یویی کولو یا ‪Excessive‬‬
     ‫‪tillage‬چی د خاوری د تخریب عامل کیږی او دوهم عامل یی اوبه لګول پرته د زهګښی د سیستمونو د جوړولو یا‬
 ‫انکشاف څخه چی د خاوری د مالګین کیدو یا هرزه بوټو دزیاتیدو عامل کیږی. کله چی هرزه بوټی زیات شی نو اصلی‬
  ‫کرهنیز نبات د انقراض سبب کیږی او د حاصل ټولوو په وخت یوازی هرزه بوټی د لید وړ وی چی دا حالت بزګر په‬
  ‫مستقیم ډول سره او ټولنه په غیر مستقیم ډول سره متاثره کوی. څلور ډیر مهم عوامل لکه هوا، خاوره ، اوبه او لمر د‬
 ‫هغو عواملو د ډلی څخه راځی چی د یوی کروندی د تولید لپاره ډیر اړین بلل کیږی او د دوی د ډلی څخه اوبه ، خاوره‬
 ‫او هوا چی د انسان په واسطه متضرره کیږی د بیا جوړیدو او سمون امکان هم لری. دا سمون د وخت، مالی منابعو او‬
                                                                                 ‫انسانی منابعو لپاره اړتیا لری.‬

 ‫مګر باید په پام کی ونیسو چی پرته د خاوری د بیا جوړید، ښه کولو او تقویی څخه هغه ټول مهم عناصر چی په خاوره‬
  ‫کی د نبات د ودی لپاره موجود دی، د خالصیدو المل کیږی چی په پایله کی نبات ډیر او باکیفیته حاصل نه ورکوی. د‬
     ‫خاوری بیا ژوندی کول موږ د نه نوی کیدونکو منابعو د کم استعمال او د طبیعی زیاتو ا نه خالصیدونکو منابعو لکه‬
                                                                             ‫طبیعی یا اتموسفیریک نایتروجن چی‬
           ‫ورڅخه مصنوعیسری جوړیږی ، استعمال شی. د نایتروجن نوری نه خالصیدونکی منابع په الندی ډول دی:‬

                                               ‫۰ - د حیواناتو ،انسانانو او نباتاتو پاتی شونی او مدفوع استعمال کول‬
    ‫۲- د حبوباتو او علوفه وو کښت چی د سیمبایوزیس د عملیی په ترځ کی نایتروجن نصبوونکی بکترا یا ‪ rhizobia‬د‬
                         ‫نایتروجن د تولید او د نبات د ریښو کی د غوټو د تولید او د خاوری دغنی کیدو عامل کیږی.‬
      ‫۱ - په صنعتی ډول سره د نایتروجن تولید د ‪ Haber‬د پروسی په تځ کی چی په طبیعی ډول سره هایدروجن څخه‬
‫استفاده کوی. او یا د ابو د ایلکتروالیزیس څخه د هایدرجن تولید مګر بریښنا ته اړیتا لری چی په خواشینۍ سره په هیواد‬
                                                                                       ‫کی دا ستونزه شتون لری.‬
‫۴ - د جنتکی انجینری په مرسته د غیر حبوباتی نباتاتو تربیه کول چی غیر د میکروبی سیمبایوزیس عملیه تر سره کوی‬
                                                                           ‫او د نایتروجن د نصب عامل کیږی.‬

    ‫نو په خالصه ډول سره ویلی شو چی ښه خاوره د ښه حاصل سبب کیږی او ښه حاصل د ټولنی د احتیاجاتو د مرفوع‬
                                                                                      ‫کولو سبب کیږی.‬

  ‫اوبه : په ځینی ځایونو کی په کافی اندازه بارانونه کیږی او د کښت او تولید لپاره بس بلل کیږی مګر په ډیر ځایونو کی‬
 ‫د اوبو لګولو اړیتا محسوبیږی. د اوبو لګلولو سیستمونه باید ښه سمون او مدیریت لرونکی وی او د خاوری د تخریب او‬
       ‫مالګین کید عامل نشی. ضمنا اوبه باید په اغظمی توګه سره استفاده نشی څکه پدی صورت کی اوبه هم یو نه نوی‬
‫کیدونکی منبع حیثیت غوره کوی. د باثباته اوبو لګولو په موخه نن ورځ د اوبو داسی سیستمونه نه رایج شوی دی چی د‬
  ‫اوبو د کم مصرف سبب کیږی لکه د څاڅکی اوبه لګولو سیستم یا ‪ drip irrigation‬چی د نبات لپاره په منظم ډول سره‬
   ‫په کافی اندازه مناسب رطوبت تهیه کوی او ډیرو ابو د مصرف څخه مخنیوی کوی. دا میتود په اوایلو کی لوړ مصرف‬
     ‫لری مګر په اوږد مهال کی د لوړو حاصالتو ، خاوری د نه تخریب او د خاوری د مالګین کیدو څخه مخنیوی کوی.‬
‫په ټولو ځایونوکی اوبه نه پیدا کیږی نو د اوبو لپاره باید موقتی بندونه جوړ شی او د که چیری ممکن وی په هره منتطقه‬
                                                                                           ‫کی د اوبو تم ځایونه‬
‫یا ‪ cachment‬جوړ شی چی نبات وکولی شی د هغه اوبو څخه خپل ژوند ته دوام ورکړی او د خاوړی د تخریب څخه د‬
                                   ‫باران د راوانو اوبو یا ‪ run off‬او باد په مرسته منځ ته راځی، مخنیوی وکړی.‬

  ‫د وچکالۍ په مقابل کی د مقاومو نباتاتو کرل هم یوه الره ده چی د باثباتۍ خواته مو رهنمایی کوی. او داسی نباتات باید‬
                                                                           ‫وکرل شی چی لږ د تبخیر اندازه ولری.‬

 ‫بله مهمه خبره د اوبو محفوظیت د تولید لپاره دی . اوبه چی کله د کرهنی په موخه انتخابیږی نو هغه باید د کیمیاوی او‬
 ‫بیولوژیکی خطرونو څخه مصؤنی وی. اوبه باید مخکی له کرودندی ته د معرفۍ څخه د هغه د استعمال لپاره سالم توب‬
   ‫یا ‪ potability‬وکتل شی. په ډیره اندازه درانه عناصر ونلری ، مالګینی یا اسیدی نه وی او د یوی پاکی او محفوظی‬
‫منبع لرونکی وی یعنی کوم بیولوژیکی ناروغی زیږونکو عواملو باندی ملوثی شوی نه وی. ددی رکن په کی نیولو سره‬
  ‫د خواړیز امنیت یوه فقره چی محفوظ خواړه دی هم په ځای کیږی او ضمنا د نبات صحت هم د پام څخه نه غورځول‬
                                                                                                         ‫کیږی.‬

 ‫خاوره : د خاوری تخریب نن ورځ یوه ستونزه بلل کیږی. داسی تخمینونه وجود لری چی په جنوبی افریقا کی هر کال‬
‫کابو په میلیونونو ټنه خاوره تخریب کیږی. ځینی متخصصین وایی چی د خاوری د تخریب له کبله د تیرو ۱۱ څخه ۱۲‬
‫کلنو په ترځ کی، تولید کابو نیمایی ته را رسیدلی دی. د خاوری تخریب نه یوازی په افریقا بلکه په ټوله نړۍ کی شتون‬
 ‫لری او د نن ورځی صنعتی کروند ګرۍ له کبله خاوره په ډیره ستره کچه سره متأثره کیږی چی د ډیر تولید او متواتر‬
‫تولید وړتیا یی له السه ورکړی او یی ورکوی. چی د خوړو د نه تولید او یا کم تولید عامل بلل کیږی. ځینی تخنکونه چی‬
                                                          ‫د خاوری د تخریب څخه مخنیوی کوی په الندی ډول دی:‬

                           ‫۰ - د خاوری په سطح د نباتاتو زیاتول چی د باران د اوبو د تخریب څخه مخنیوی وکړی‬
              ‫۲- د کیمیاوی سرو د استعمال څخه مخنیوی کول او د هغه په ځای د کمپوست او یا نباتی سرو استعمالول‬
                                        ‫۱ - د نبات څخه پاتی شونی او نور اورګانیک موادو تلقیح کول په خاوره کی‬
            ‫۴ - د باد نیوونکو یا ‪ windbreak‬کرل او ایجادول چی د باد په واسطه دخاوری د تخریب مخنیوی وکړی.‬
                                                                          ‫۲ - د خطونو په واسطه د نباتاتو کرل‬
                                                                           ‫۶ - د زیاتی یویی څخه مخنیوی کول‬

  ‫اقتصاد : ټولنیز او اقتصادی اړخ هم ډیر مهم رول لری. نن ورځ عالوه ددی چی موږ د ښه تولید، مکرر تولید غوښتنه‬
   ‫کوو باید اقتصادی او ټولنیز اړخونه یی هم په پام کی ونیسو. کروندی په معمولی ډول سره د مارکیټ یا د پلور د ځای‬
  ‫څخه لری موقعیت لری چی کرهنیر محصول انتقال هغه د لوړو اقتصادی مصارفو سبب کیږی او په ضمن د ډیر اوږد‬
     ‫ترانسپورتی څنځیز له کبله د زیات کاربن دای اکساید د تولید سبب کیږی چی چاپیریالی خیرن توب یا کثافت منځ ته‬
   ‫راوړی او ټولنه متضرره کوی. نو ددی لپاره دا ځنځیر لنډ شی نو تولید باید مارکیټ ته نژدی صورت ونیسی او یا هم‬
 ‫دوهمی نه خرځوونکی مارکیتونه ایجاد شی چی د نهایی مارکیت او تولیدونکی تر منځ د یو وصلوونکی په توګه دنده تر‬
 ‫سره کړی. چی د زیاتو اوږدو او مکررو ترانسپورتی انتقاالتو د کمښت سبب کیږی. او یا په ساده ډول سره د هغه ځای‬
            ‫تولید د هغه ځای د خلکو په واسطه باید په مصرف ورسیږی چی د لږ چآپیریالی ستونزو د تولید سبب کیږی.‬

‫نو پدی ډول سره د منطقی محصول د منطقی د خلکو لپاره د خواړیزه امنیت سبب هم کیږی معنی دا چی خواړه د تولید د‬
       ‫ځای څخه فرار نه کوی. او د ترانسپورت په جریان کی د خرابیدو چی یو اقتصادی ضایعه ده ، هم مخنیوی کیږی.‬

                                                          ‫۶ - با ثباته کرهنه د خواړیزه امنیت لپاره څه کولی شی؟‬
  ‫ددی پوښتنی ساده ځواب دادی چی په ثباته کرهنه د هیواد او حتی د نړۍ د وګړو د لوږی د کمښت ، اقتصادی پرمختګ‬
  ‫او ټولنیزی رفاه سبب کیږی. کرهنه د نورو سکتورونو سره په څنګ کی کار کوی او د یو سریع ودی، د فقر د کمښت،‬
‫او چاپیریالی باثباتۍ عامل کیږی. کرهنه د با ثباتی په برخه کی په مختلفو الرو سره مرسته کولی شی، د بیلګی په توګه د‬
‫اقتصادی فعالیتونه منځ ته راوړل، د بدیل معیشت لپاره د فعالیتونو منځ ته راوړل او د چاپیریالی خدماتو وړاندی کول یی‬
      ‫، ښه مثالونه دی. عالوه ددی په مختلفو هیوادونو کی کرهنیز فعالیتونه ډیر تفاوت لری چی ددی توپیرونو په اساس‬
                     ‫هیوادونه د نړیوال بانک د ۹۱۱۲ کال په انکشافی راپور کی ، په دری ډوله ویشل شوی دی(۰):‬
‫۱ - کرهنیز هیوادونه : پدی هیوادونو کی کرهنه د ودی بنسټیزه منبع بلل کیږی او د هیواد ۲۱ سلنه ملی نا خالص عاید‬
    ‫جوړوی او تقریبا ۱۵ سلنه غریب خلک په کلیو او باڼدو کی اوسیږی . پدی هیوادونو کی ۵۰۴ میلیونه کلیوال خلک‬
 ‫اوسیږی چی اکثرا په افریقا کی دی. د دی بانک د راپور له مخی ۲۹ سلنه خلک په کرهنیزو هیوادونو کی اوسیږی. نو‬
    ‫که چیری کرهنه باثبات حالت ته وانړول شی نو ددی ډول خلکو تغذیه د اوږد مهال لپاره ډیره ستونزمنه ده او شدید ،‬
                                                                             ‫مزمن فقر او بی وزلۍ عامل کیږی.‬

‫۲ - انتقالیدونکی هیوادنه: دا هغه هیوادونه دی چی نن ورځ نور په کرهنه ډیره اکتفا نه کوی او کرهنه د دی هیوادونو د‬
  ‫اقتصادی ودی مهمه منبع نه بلل کیږی. پدی هیوادونو کی کرهنه د ملی ناخالص عاید ۵ سلنه برخه جوړوی مګر فقر د‬
  ‫تیر په ځیر ۲۹ سلنه په کلیو کی ده. دا هیوادنه عبارت دی له چین، هند، اندونیزیا ، مراکش او رومانیا چی ۲،۲ بیلیونه‬
‫کلیوال اوسیدونکی دی. پدی ډله کی ۹۹ سلنه په جنوب آسیا ، ۶۹ سلنه په شرقی آسیا او پاسفیک هیوادنو کی او ۲۹ سلنه‬
  ‫خلک په منځنی شرقی هیوادنو او شمالی افریقا کی دی. پدی هیوادونو کی د ستر نفوس او بی ثباته کرهنیزو او یا د کر‬
   ‫څځه الس اخستنی له کبله د غذایی نا امنۍ سبب شوی دی. ضمننا پدی هیوادونو کی کرهنه ډیره میکانیزه شوی ده، او‬
    ‫قراردادی ډول ډیر هغه محصوالت تولیدیږی چی لویو شرکتونو هغه مخکی له تولید څخه اخستی وی نو ددی له کبله‬
                   ‫مهم او اساسی نباتات او حیوانات نه تولیدیږی او په کلیوالی ډول سره د خواړیزه نا امنۍعامل کیږی.‬

  ‫۳ - ښاری هیوادونه یا اربنایزد هیوادونه: دا هغه هیوادونه دی چی کرهنه تقریبا ۲ سلنه د هغه د اقتصادی ودی المل‬
   ‫کیږی او فقر یوازی په ښارونو کی دی. مګر بیا هم ۲۴ سلنه فقر په کلیوالو ساحو کی شتون لری. کرهنیز تجارت، د‬
 ‫خوړو د پروسس صنعت او خدمات د دی ډول هیوادونو ۰ پر ۱ برخی د هیواد ملی ناخالص عاید جوړوی. پدی ډله کی‬
  ‫۲۲۲ میلیونه خلک په کلیو کی ژوند کوی. دا هیوادونه د التین امریکا، کارابین کی پراته هیوادونه ، اروپایی او او په‬
      ‫مرکزی آسیا کی هیوادونه دی. پدی هیوادونو کی د کرهنی د پریښودو په خاطر د کرهنی کلتور له منځه تللی او په‬
‫صنعتی کیدو او یا نورو تولیدی منابعو باندی تمرکز کوی او د هیوادو د خلکو لپاره د خوړو د تمویل په برخه کی مرسته‬
‫کوی. چی دا نوع تمویل معموال د نورو هیوادونو څخه صورت نیسی نو د اوږد ترانسپورت چی چاپیریالی خطرونه لری‬
                                                                      ‫او ضمنا ډیر اقتصادی مصارف هم پری رآځی.‬

                                                                       ‫۷ - د باثباته کرهنی په مقابل کی چلنجونه‬
    ‫دا چلنجونه به د همغه ۵ اساساته لپاره چی د باثباته کرهنی بنسټونه بلل کیږی، په رڼا کی په الندی ډول سره دی(۲):‬

  ‫۱ - ایکولوژیکی سالم توب: پدی برخه کی ستراتیژیک چلنجونه عبارت دی له محفوظو آفت مړکوونکی ، کیمیاوی‬
‫سری، د یو نبات کرل، په کیمیاوی موادو معتادو تخمونو ، د خاوری تخریب ، د اوبو قلت ، قراردادی تولید او میتودیک‬
                                              ‫مټریالیزم چی ټول طبیعت د یو بیولوژیکی ماشین په توګه استعمالوی.‬

        ‫۲ - ټولیز اقتصاد: ددی برخی ستراتیژیک چلنجونه عبارت دی له د نړیوال تجارت د سازمان د کرهنی تړون،‬
        ‫اورګانیک تجارت د محصول په بنسټ پولی کلچر او د جوړښت کموالی هغه لویی ستونزی دی چی پدی برخه‬
                                                                                         ‫محسوسیږی.‬

   ‫۳ - ټولنیز مساوات : عنعنوی سیاسی استثمار او کار کونکو او کروندو نه انکشاف ورکول ددی برخی لویی ستونزی‬
                                                                                                    ‫دی.‬

    ‫۴ - کلتوری حساستوب: د کلیوال او بومی پوهی د پام څخه غورځول او د منځه څخه تګ او د لویو کروندو د سیستم‬
                                                                                             ‫منځ ته راتګ.‬

                                                  ‫۵ - هالیسټیک ساینس: اعظمی ماټریالیزم او ډیر ټوټه ټوټه کول .‬

‫۶ - مناسبه تکنالوژی: د ښه تکنالوژیو نه منځ ته راتګ او نه ترویج کیدل او د چاپیریال سره مناسبی تکنالوژۍ کمبود او‬
                                                                                                      ‫یا نشتون.‬

‫۸ - انسانی منابعو ته انکشاف ورکول: د ژوری باثباتۍ لپاره کار نه کول او د جندر یا جنس په موضوعاتو باندی حاکم‬
                                                                                ‫کیدل لوی ستونزی بلل کیږی.‬
‫۸ - د کلینټن ۷ بنسټونه‬
                   ‫د کلینټن ۵ بنسټونه چی د باثباته کرهنی په موخه یی لکلی او ټولنی ته یی ارایه کړی دی(۴):‬
      ‫۰ – د کرهنیزی حاصلدهی زیاتول د ښه کیفیت لرونکو تخمونو ، کودونو او اوبه لګولو د وسایلو په مرسته‬
‫۲ – د خصوصی سکتور تحریک کول تر څو د ذخیره خانو ، یخوخونو، د خوړو پروسس ، کلیولپاره سړکونه او‬
                                                                             ‫ترانسپورتی سیستم جوړ کړی.‬
                                ‫۱ - د طبیعی زیرمو حفظ کول تر د څخه راتلونکی نسلونه استفاده وکړال شی.‬
   ‫۴ – علم ته توسعه ورکول ، په ځیړنی او انکشاف باندی پانګه اچونه او د راتلونکی نبات پوهانو تعداد زیاتول‬
                    ‫۲ – د تجارت د لمنی لویول تر څو کمکی کروند ګر وکولی شی خپل تولیدات وپلورلی شی.‬
                                                                 ‫۶ – د پالیسی د ریفورم حمایت او ښه اداره‬
                                                                        ‫۵ – د ښخو او فامیلونو حمایت کول.‬

                                                                                  ‫۹ - مآخذونه‬
        ‫1. نړیوال بانګ. (۹۱۱۲). کرهنه د پرمختګ لپاره: نړیوال انکشافی راپور ۹۱۱۲. ص ص ۶۹۱‬
                                 ‫2. ‪http://www.sarep.ucdavis.edu/sarep/about/def‬‬
                                       ‫/‪http://www.sustainabletable.org/intro/whatis‬‬             ‫3.‬
              ‫2634=‪http://www.isaaa.org/kc/cropbiotechupdate/article/default.asp?ID‬‬              ‫4.‬
                                     ‫‪http://www.cadi.ph/sustainable_agriculture.htm‬‬              ‫5.‬
                 ‫‪http://www.nationmaster.com/country/af-afghanistan/agr-agriculture‬‬              ‫6.‬
                                    ‫/‪http://www.who.int/trade/glossary/story028/en‬‬               ‫7.‬
                                ‫/‪http://www.un.org/en/sustainablefuture/food.shtml‬‬               ‫8.‬
                       ‫ټول ویباسیایتونه په ۹ د جوالی باندی چک شوی دی.‬

More Related Content

Featured

PEPSICO Presentation to CAGNY Conference Feb 2024
PEPSICO Presentation to CAGNY Conference Feb 2024PEPSICO Presentation to CAGNY Conference Feb 2024
PEPSICO Presentation to CAGNY Conference Feb 2024Neil Kimberley
 
Content Methodology: A Best Practices Report (Webinar)
Content Methodology: A Best Practices Report (Webinar)Content Methodology: A Best Practices Report (Webinar)
Content Methodology: A Best Practices Report (Webinar)contently
 
How to Prepare For a Successful Job Search for 2024
How to Prepare For a Successful Job Search for 2024How to Prepare For a Successful Job Search for 2024
How to Prepare For a Successful Job Search for 2024Albert Qian
 
Social Media Marketing Trends 2024 // The Global Indie Insights
Social Media Marketing Trends 2024 // The Global Indie InsightsSocial Media Marketing Trends 2024 // The Global Indie Insights
Social Media Marketing Trends 2024 // The Global Indie InsightsKurio // The Social Media Age(ncy)
 
Trends In Paid Search: Navigating The Digital Landscape In 2024
Trends In Paid Search: Navigating The Digital Landscape In 2024Trends In Paid Search: Navigating The Digital Landscape In 2024
Trends In Paid Search: Navigating The Digital Landscape In 2024Search Engine Journal
 
5 Public speaking tips from TED - Visualized summary
5 Public speaking tips from TED - Visualized summary5 Public speaking tips from TED - Visualized summary
5 Public speaking tips from TED - Visualized summarySpeakerHub
 
ChatGPT and the Future of Work - Clark Boyd
ChatGPT and the Future of Work - Clark Boyd ChatGPT and the Future of Work - Clark Boyd
ChatGPT and the Future of Work - Clark Boyd Clark Boyd
 
Getting into the tech field. what next
Getting into the tech field. what next Getting into the tech field. what next
Getting into the tech field. what next Tessa Mero
 
Google's Just Not That Into You: Understanding Core Updates & Search Intent
Google's Just Not That Into You: Understanding Core Updates & Search IntentGoogle's Just Not That Into You: Understanding Core Updates & Search Intent
Google's Just Not That Into You: Understanding Core Updates & Search IntentLily Ray
 
Time Management & Productivity - Best Practices
Time Management & Productivity -  Best PracticesTime Management & Productivity -  Best Practices
Time Management & Productivity - Best PracticesVit Horky
 
The six step guide to practical project management
The six step guide to practical project managementThe six step guide to practical project management
The six step guide to practical project managementMindGenius
 
Beginners Guide to TikTok for Search - Rachel Pearson - We are Tilt __ Bright...
Beginners Guide to TikTok for Search - Rachel Pearson - We are Tilt __ Bright...Beginners Guide to TikTok for Search - Rachel Pearson - We are Tilt __ Bright...
Beginners Guide to TikTok for Search - Rachel Pearson - We are Tilt __ Bright...RachelPearson36
 
Unlocking the Power of ChatGPT and AI in Testing - A Real-World Look, present...
Unlocking the Power of ChatGPT and AI in Testing - A Real-World Look, present...Unlocking the Power of ChatGPT and AI in Testing - A Real-World Look, present...
Unlocking the Power of ChatGPT and AI in Testing - A Real-World Look, present...Applitools
 
12 Ways to Increase Your Influence at Work
12 Ways to Increase Your Influence at Work12 Ways to Increase Your Influence at Work
12 Ways to Increase Your Influence at WorkGetSmarter
 
Ride the Storm: Navigating Through Unstable Periods / Katerina Rudko (Belka G...
Ride the Storm: Navigating Through Unstable Periods / Katerina Rudko (Belka G...Ride the Storm: Navigating Through Unstable Periods / Katerina Rudko (Belka G...
Ride the Storm: Navigating Through Unstable Periods / Katerina Rudko (Belka G...DevGAMM Conference
 
Barbie - Brand Strategy Presentation
Barbie - Brand Strategy PresentationBarbie - Brand Strategy Presentation
Barbie - Brand Strategy PresentationErica Santiago
 

Featured (20)

PEPSICO Presentation to CAGNY Conference Feb 2024
PEPSICO Presentation to CAGNY Conference Feb 2024PEPSICO Presentation to CAGNY Conference Feb 2024
PEPSICO Presentation to CAGNY Conference Feb 2024
 
Content Methodology: A Best Practices Report (Webinar)
Content Methodology: A Best Practices Report (Webinar)Content Methodology: A Best Practices Report (Webinar)
Content Methodology: A Best Practices Report (Webinar)
 
How to Prepare For a Successful Job Search for 2024
How to Prepare For a Successful Job Search for 2024How to Prepare For a Successful Job Search for 2024
How to Prepare For a Successful Job Search for 2024
 
Social Media Marketing Trends 2024 // The Global Indie Insights
Social Media Marketing Trends 2024 // The Global Indie InsightsSocial Media Marketing Trends 2024 // The Global Indie Insights
Social Media Marketing Trends 2024 // The Global Indie Insights
 
Trends In Paid Search: Navigating The Digital Landscape In 2024
Trends In Paid Search: Navigating The Digital Landscape In 2024Trends In Paid Search: Navigating The Digital Landscape In 2024
Trends In Paid Search: Navigating The Digital Landscape In 2024
 
5 Public speaking tips from TED - Visualized summary
5 Public speaking tips from TED - Visualized summary5 Public speaking tips from TED - Visualized summary
5 Public speaking tips from TED - Visualized summary
 
ChatGPT and the Future of Work - Clark Boyd
ChatGPT and the Future of Work - Clark Boyd ChatGPT and the Future of Work - Clark Boyd
ChatGPT and the Future of Work - Clark Boyd
 
Getting into the tech field. what next
Getting into the tech field. what next Getting into the tech field. what next
Getting into the tech field. what next
 
Google's Just Not That Into You: Understanding Core Updates & Search Intent
Google's Just Not That Into You: Understanding Core Updates & Search IntentGoogle's Just Not That Into You: Understanding Core Updates & Search Intent
Google's Just Not That Into You: Understanding Core Updates & Search Intent
 
How to have difficult conversations
How to have difficult conversations How to have difficult conversations
How to have difficult conversations
 
Introduction to Data Science
Introduction to Data ScienceIntroduction to Data Science
Introduction to Data Science
 
Time Management & Productivity - Best Practices
Time Management & Productivity -  Best PracticesTime Management & Productivity -  Best Practices
Time Management & Productivity - Best Practices
 
The six step guide to practical project management
The six step guide to practical project managementThe six step guide to practical project management
The six step guide to practical project management
 
Beginners Guide to TikTok for Search - Rachel Pearson - We are Tilt __ Bright...
Beginners Guide to TikTok for Search - Rachel Pearson - We are Tilt __ Bright...Beginners Guide to TikTok for Search - Rachel Pearson - We are Tilt __ Bright...
Beginners Guide to TikTok for Search - Rachel Pearson - We are Tilt __ Bright...
 
Unlocking the Power of ChatGPT and AI in Testing - A Real-World Look, present...
Unlocking the Power of ChatGPT and AI in Testing - A Real-World Look, present...Unlocking the Power of ChatGPT and AI in Testing - A Real-World Look, present...
Unlocking the Power of ChatGPT and AI in Testing - A Real-World Look, present...
 
12 Ways to Increase Your Influence at Work
12 Ways to Increase Your Influence at Work12 Ways to Increase Your Influence at Work
12 Ways to Increase Your Influence at Work
 
ChatGPT webinar slides
ChatGPT webinar slidesChatGPT webinar slides
ChatGPT webinar slides
 
More than Just Lines on a Map: Best Practices for U.S Bike Routes
More than Just Lines on a Map: Best Practices for U.S Bike RoutesMore than Just Lines on a Map: Best Practices for U.S Bike Routes
More than Just Lines on a Map: Best Practices for U.S Bike Routes
 
Ride the Storm: Navigating Through Unstable Periods / Katerina Rudko (Belka G...
Ride the Storm: Navigating Through Unstable Periods / Katerina Rudko (Belka G...Ride the Storm: Navigating Through Unstable Periods / Katerina Rudko (Belka G...
Ride the Storm: Navigating Through Unstable Periods / Katerina Rudko (Belka G...
 
Barbie - Brand Strategy Presentation
Barbie - Brand Strategy PresentationBarbie - Brand Strategy Presentation
Barbie - Brand Strategy Presentation
 

Sustainable agriculture and food security باثباته کرهنه او خواړه ایز امنیت

  • 1. ‫با ثباته کرهنه او د خواړیزه امنیت ‪Sustainable Agriculture and food security‬‬ ‫مؤلف او ژباړن : سید محمد نعیم خالد - ۹ جوالی ۲۰۱۲‬ ‫۱ - معرفی‬ ‫کرهنه د پرمختګ یو اساسی وسیله ده چی د هغه په مرسته د زرنۍ د انکشافی موخو یا ‪ MDG‬د الس ته راوړلو لپاره‬ ‫ډیره اړینه ښکاری او د نړیوالو تخمیونوو له مخی ویل کیږی چی باید تر ۲۰۱۲ کال پوری لوږه او فقر چی په ټولیز‬ ‫ډول ورته خواړیزه نا امنی یا ‪ Food Insecurity‬وایی، نیمایی ته راکمولی شی (۰). په افغانستان کی کابو ۲۵‬ ‫سلنه وکړی په ګرهنه بوخت دی. په ټولیز ډول سره افغانستان یو غرنۍ هیواد دی او کابو ۱،۲۰ سلنه خاوره یی د‬ ‫کرهنی وړ بلل کیږی (۶). طبیعی زیرمی لکه اوبه ، ځنګلونه ، حیات وحش ، خاوره او داسی نور د مختلفو عواملو له‬ ‫امله پداسی ډول سره په مصرف رسیږی چی بیا راتګ نلری. بزګر تولید کوی او مصرف کوونکی تولیدی توکی په‬ ‫مصرف رسوی. تر ننه پوری په هیواد کی د باثباته تولید تیوری هم شتون نلری. نو ددی لپاره چی یو عمومی لیدلور د‬ ‫باثباته کرهنی او خواړیزه امنیت په هکله تیار کړم، دا مقاله د باثباته رغونی ، باثباته کرهنی او دهغوی مثبت تاثیرات په‬ ‫خواړیزه امنیت باندی په نړیواله کچه تر ځیړنی الندی نیسم.‬ ‫۲ - باثباته کرهنه یعنی څه؟‬ ‫باثباته کرهنه د کرنی هغه عملیات دی چی د ایکولوژۍ قوانین د تولید لپاره تر استفادی الندی نسی او ایکولوژی هغه علم‬ ‫چی د ژوندیو موجوداتو اړیکی د هغوی د چاپیریال سره مطالعه او ترځیړنی الندی نیسی. نو باثباته کرهنه د نباتاتو او‬ ‫حیواناتو د تولید د تلفیقی سیستمونو څخه عبارت دی چی د یوی خاصی ساحی لپاره تر پام الندی نیول کیږی او د اوږد‬ ‫مهال لپاره دوام مومی او الندی بین البینی اړیکی مشبوع کوی:‬ ‫۰ - د انسان لپاره د خوړو او فایبرونو تهیه د اوږد مهال لپاره‬ ‫۲ - د چاپیریالی کیفیت او طبیعی زیرمو چی د کرهنیز اقتصاد بنسټ تشکیلوی ، زیاتول.‬ ‫۱ - د نه نوی کیدونکو منابعو مؤثره استفاده او په کرونده کی د موجودو منابعو تلفیق کول د مناسبو بیولوژیکی دورانونو‬ ‫سره.‬ ‫۴ - د کروندی د اقتصادی موجودیت حفظ کول‬ ‫۲ - د کروندګر او د ټولنی د ژوند دسطحی لوړول‬ ‫نو د پورته تعریف او د هغه د مشخصاتو څخه داسی په ګوته کیږی چی باثباته کرهنه د خوړو د تولید هغه الره ده چی د‬ ‫انسانی او حیوانی مصرف په موخه کومی خاصی روغتیایی ستونزی منځ ته رانه ولی ، چاپیریال متضرره نکړی ، په‬ ‫کرونده کی کارکوونکی په اوږد مهال کی د هغه څخه زیانمن نشی، دحیواناتو حقوق په پام کی ونیول شی، د بزګرانو‬ ‫لپآره مناسب معاش یا مزد ورکړل شی، او د کلیوالی ژوند او نورو ټولنو د پرمختګ المل شی.‬ ‫۳ - د باثباته کرهنی د راتګ عوامل او د هغه اړین توب‬ ‫په کال ۱۹۹۰ کی د لمړی ځل لپاره د یو لیکونکی لخوا چی نیکانور پرالس نومیده، وروسته د ډیرو خبرو اترو،‬ ‫کنفراسونو ،عملی کار او تجربی د ترالسه کولو وروسته د باثباته کرهنی کلمه منځ ته راوړله. دی دوو کسانو د باثباته‬ ‫کرهنی نړیواله متفق سازمان یا ‪ IISA‬تهداب کیښود. او دوی د خپل کار په ترځ کی د باثباته کرهنی ۵ اصلونه وړاندی‬ ‫کړل چی نن ورځ په نړیواله کچه د قبول وړ دی. د باثباته کرهنی سازمان چی د ۱۱۱ نورو سازمانونو څخه جوړ شوی‬ ‫دی ، د دی خلکو د وړاندی شویو ټکو څخه استفاده کوی. دا اساسات په الندی ډول دی(۲):‬ ‫۰ - د ایکورلوژیکی اړخه سالم توب: یعنی د آفت مړ کوونکو په ځای نن ورځ د ایکولوژیکی مدیریت څخه استفاده کول.‬ ‫یا د خاوری ښه کیدو په خاطر د خاوری د حاصلخیزۍ مدیریت ، د پولی کلچر رواجول چی د ژوندۍ تنوع یا‬ ‫بایوډایورستی د زیاتیدو عامل کیږی. د داسی مقاومو سپیشزونو منځ ته راوړل چی د چاپیریال سره توافق وکړلی شی. د‬ ‫قراردادی یا کتله یی او یا هم په لوړه کچه دیو حیوان یا نبات تولید څخه ډډه کول او د هغه په ځای په مناسب ډول د‬ ‫مختلفو حیواناتو د حقوقو په پام کی نیولو سره دهغه روزل او داسی نور د ایکولوژیکی سالم توب په نوم سره یادیږی.‬ ‫۲ - ټولیز اقتصاد: که چیری اقتصاد په پام کی ونه نیول شی نو تولیدی کارونه به په ټپه ودریږی. نو ددی له امله د تولید‬ ‫څخه مخکی او وروسته اود هغه په جریان کی باثباته کرهنه د اقتصادی موضوعاتو لکه نرخ، عرضه او تقاضا، پورونه‬ ‫او داسی نور باید په پام کی ونیول شی او د هغوی سالم مدیریت تر سره شی.‬
  • 2. ‫۱ - په ټولنه کی مساوات : د بزګر ، کور او ټولنی تر منځ باید مساوات موجود وی. کله چی بزګر تولید کوی د هغه څخه‬ ‫مستفید شولی شی، ټولنه د هغه څخه مسفیده شی او په مقابل کی د بزګر د امرار لپاره او د هغه د تولیدی کار لپاره مرسته‬ ‫وکړی چی پدی ډول سره دواړه په عین وخت د یو د بل څخه مستفید کیږی او په همدی ډول د باثباتۍ عامل کیږی.‬ ‫۴ - د کلتوری اړخه مناسبتوب: کرهنه د کلتورونو د انتقال یوه منبع بلل کیږی. ضمنا په کرهنه کی داسی فعالیتونه تر‬ ‫سره شی چی د ټولنی د نورمونو او کړونو خالف نه وی. د مثال په ډول د حیواناتو داسی نسل ګیری چی سپرمنو د‬ ‫مختلفو حیواناتو چی عین سپیشیز نه وی سره یوځای کیږی او نوی حیوان تری منځ ته راځی چی د اخالقی اړخه نا‬ ‫مناسب بلل کیږی.‬ ‫۲ - هالسټیک ساینس: ساینس باوجود ددی چی نن ورځ خاصی ګټی لری او د بزګرانو سره ډیره مرسته کوی مګر کله‬ ‫چی د دوی د نبات یا حیوان د بدن څخه غیر معقوله استفاده کوی نو د طبیعت په اساس او ساختمان کی د تغیر سبب‬ ‫کیږی چی د باثباته کرهنی له نظره مناسب نه دی نو ددی له کبله باید هالسټیک ساینس چی عمومی شیان په نظر کی‬ ‫نیسی ، په کار باندی واچول شی.‬ ‫۶ - مناسبه تکنالوژی: ددی په خاطر چی د بزګز او طبیعت تر منځ اړیکه په مستقیم ډول سره د تکنالوژۍ له الری‬ ‫صورت نیسی نو تکنالوژی باید مناسب جوړښت ولری او د ژوندیو موجوداتو د له منځه وړلو عامل نشی.‬ ‫۵ - د انسانی منابعو انکشاف: ټول خلک د انکشاف او ودی حق لری. د هری ټولنی غړی د هغه ټولنی د ودی او‬ ‫پرمختګ مسؤل بلل کیږی . د باثباته کرهنی موخه همدا ده چی کله یو څوک په یوه ټولنه کرهنیز محصول وړاندی کوی‬ ‫د هغه ترځنګ باید د خپلو کارکوونکو یا مزدوران مکرر پرمختګ هم په پام کی ونیسی. هغوی ته باید کورسونه ، درسی‬ ‫منابع او ځینی وخت د نژدی ښونځی دشتون په صورت هغوی ته اجازه ورکړل شی چی خپلی زده کړی وکړی.‬ ‫د امریکی په متحده ایاالتو کی د باثباته کرهنه مفهموم د کروندی په قانون کی په ۱۹۹۰ کالی کی ځای په ځای شوله.‬ ‫پدی نژدی وختونو کی د خوراکی توکو د مصرف کوونکو د غوښتنی په بنسټ د باثباته کرهنیزو تولیداتو لپاره ډیره‬ ‫تقاضا محسوس کیږی او یو تعداد سازمانونه لکه د خوړو اتحادیه او محفوظ حاصالت ( ‪Food Alliance and‬‬ ‫‪ ) Protected Harvest‬دا مهال یو تعداد قابل د اندازی معیاریونه او ځینی تولیدی سندونه د بزګرانو او کروندګرو لپاره‬ ‫ورکوی او د هغوی د کروندی د باثباتو تولیداتو په موخه تصدیقوی.‬ ‫منبع : ‪)۲( cadi philiphine‬‬
  • 3. ‫باثباته کرهنه په عمومی شکل سره د ژوند یوه مناسبه الره ده او ډیر قانونی بڼه نشو ورکولی. د هر قدم په اخستلو سره‬ ‫موږ د یو بزکر په توګه ځان ، کورنۍ، ټولنی او چاپیریال ته ګټه رسوو.‬ ‫کرهنه یو مهم سکتور دی او ځینی مهم ټکی او حقیقوتنه چی د هغه د مهم توب څخه داللت کوی د ملل متحد د اوسنی‬ ‫مشر له ګفتار څخه چی په ۲۰۱۲ کال کی په برازیل کی ترسره شوی ده ، په الندی ډول دی (۹):‬ ‫۰ - کرهنه هغه سکتور دی چی په نړۍ کی تروټولو دیر نفر پکښی استخدام شوی دی. او د نړۍ ۱۴ سلنی خلکو ته‬ ‫حیوانات او د هغه محصوالت تهیه کوی. نو ددی په بنسټ تر ټولو لوی د کلیوال ژوند د عایداتی منبع په توګه پیژندل‬ ‫شوی دی.‬ ‫۲ - په نړۍ کی کابو ۱۱۲ میلیونه کوچنی کروندی وجود لری چی د نړۍ پرمختللو هیوادونو کی د ۱۹ سلو خلکو لپاره‬ ‫خواړه تهیه کوی.‬ ‫۱ - د ۱۱۹۰ کال راپدی خوا تقریبا ۱۵ سلنه ژوندۍ تنوع له منځ تللی ده.‬ ‫همداشان بانکی مون د صفر لوږی یا ‪ zero hunger‬لپاره ۲ مهم بنسټونه په الندی ډول اعالن کړی دی (۹):‬ ‫1. ۱۱۰ فیصده الس رسی خوړو د کال په اوږدو کی‬ ‫2. د دوو کلنو څخه اطفال باید هیځ قدسوزي ونلر ، حامله ښځی او اطفال یی باید سؤتغذی نه وی.‬ ‫3. ټول خواړیزه سیستمونه باثباته دی‬ ‫4. په کوچنیو فارمونو کی په خاصه توګه ښځی باید ۱۱۰ فیصدی وده وکړی.‬ ‫5. خواړه باید هیځ بیځایه ضایع نشی او کوم اضافی توکی چی دخوړو د مصرف څخه وروسته پاتی کیږی باید‬ ‫بیرته سیستم ته وارد شی او مسؤل مصرف باید په پام کی ونیول شی.‬ ‫۴ - د باثباته کرهنی مشخصات‬ ‫د ځان ساتنه د چاپیریال ساتنه: ددی مفهوم دادی چی کوم شیان چی د چاپیریال څخه اخستل کیږی هغه باید بیرته‬ ‫چاپیریال ته انتقال شی. لکه خاوره ، اوبه ، هوا چی د راتلونکو نسلونو لپآره پاتی کیدای شی. او کوم اضافه توکی چی په‬ ‫کرونده کی پاتی کیږی د کروندی په ایکوسیستم کی ځای په ځای کیږی او د چاپیریالی کثافت په توګه نه شمیرل کیږی.‬ ‫ددی ترځنګ د ترانسپورت د مایلونو کمول د باثباته کرهنی یو بنسټیز رکن بلل کیږی او د فوسیلی تیلو د کم مصرف او د‬ ‫محلی منابعو د مصرف توجیه کول دی.‬ ‫ژوندۍ تنوع یا بایوډایورسیټی: کروند ګران او بزګران په خپلو کروندو کی بیالبیل حیوانات او نباتات تربیه کوی او په‬ ‫کرونده کی د هغوی د مناسب تناوبی مدیریت د خاوری د تقویی او نباتی او حیوانی ناروغیو او آفتونو د مخنیوی او‬ ‫مدیریت په موخه تر سره کوی. د کیمیاوی سرو او دارو ګانو څخه ډیره معمولی یا هیځ استفاده صورت نکیږی.‬ ‫د حیواناتو رفاه: حیوانات د انسان په ځیر حقونه لری او د انسانی حقونو په ځیر د هغه سره چلند وشی. هغوی ته باید‬ ‫اجازه ورکړل شی چی ټول خپل طبیعی او جنتیکی عادات وساتی او خپلو نسلونو ته یی انتقال کړی. دا عادات عبارت‬ ‫دی له ځرودلو، د مورو پالر د مشخصاتو انتقال یعنی عین سپیشزلرونکی باید وی، د مرغانو آزاده تغذیه یا ‪pecking‬‬ ‫او د طبیعی مناسبی ځیری یا حیوانی غذا تهیه دهغه د اړوند سپیشز لپاره ، د هغوی د اساسی حقوقو د ډلی څخه راځی.‬ ‫عالوتا د کار کولو په وخت کی حیوان باید تر ډیر فشار الندی رانشی، مخکی له ذبح څخه تحدید نشی او په هر ډول چی‬ ‫وی د هغوی د افسردګۍ څخه باید مخنیوی وشی.‬ ‫اقتصادی پرمختګ: برګرانو ته باید په مناسبه اندازه معاش ورکړل شی او یا یو مناسب عاید د خپلی کروندی څخه ولری‬ ‫چی د دولت بالعوضه پورنو او مرسته ته اړ نه وی. باثباته بزګران او کروند ګران د باثباته او پرمخ تللو کلیوالو ټولنو د‬ ‫منځ ته راتګ عامل کیږی.‬ ‫په ټولنیز ډول سره مناسب توب: کله چی تولید صورت نیسی نو هغه باید یوازی د ښارونو د خلکو د هوساینی سبب‬ ‫ونګرځی. هغه باید ددی عامل شی چی په کرونده کی مزدوران، بزرګران او ګروندګران په یو مناسب، محفوظ او سالم‬ ‫چاپیریال کی د خپل تولید له برکته ښه ژوند وکړی. د هغوی کورنۍ او د کورنۍ غړی وکولی شی چی ښونځۍ ته الړ‬ ‫شی، په کافی اندازه خوړو ته الس رسۍ ولری ، د څښاک وړ اوبو ته الس راسۍ ولری او په ټولنیز ډول سره هغوی‬ ‫محفوظ وی. کوم کرهنیز توکی چی تولیدوی د ټولنی د فاسدلو عامل نشی یعنی نشه ای توکی لکه چرس ، کوکنار او یا د‬ ‫نشه ای مشروباتو د تولید عامل نشی.‬
  • 4. ‫۵ - د باثباتی کرهنی عملیات او د هغه اغیزی په خواړیز امنیت‬ ‫باثباته کرهنه مو مخکی تعریف کړه او دهغه اړیکی او اغیزی په خواړیزه امنیت یا ‪ food security‬باندی باید لمړی‬ ‫د خواړیز امنیت په مفهوم باندی رڼا واچول شی. د خوړو او کرهنی نړیوال سازمان خواړیز امنیت په کال 6991 کی د‬ ‫یوی غونډی په ترځ کی چی د خوړو په باره کی جوړه شوی وه ، داسی تعریف کړ: خواړیزه امنیت هغه وخت شتون‬ ‫لری چی چی ټول خلک ، په ټول وختونو کی په کافی اندازه مناسبو ، صحی او غیر مضره خوړو ته په اقتصادی او‬ ‫فزیکی ډولسره الس رسۍ ولری او د هغوی ضرورتونه رفع کړی(۵). کله چی د باثباته تولید له تعریف څځه د لږ‬ ‫کیمیاویسرو او دارو د استعمال څخه یادونه وشوه د هغی موخه همدا وه چی چی خواړه باید محفوظ وی او په نهایی‬ ‫تولید په ډیر کم مقدار اویا هیځ کیمیاوی مضر مواد مترسب نه وی. د حیواناتو د رفاه څخه مو هم یادونه کړی وه، کله‬ ‫چی حیوان باندی ډیر ظلم وشی نو هغه د ښه غذایی موادو د تولید وړتیا نلری، ډیر زر د بکتریا، فنګسونو، ویروسونو او‬ ‫نورو پرازیتونو تر حملی الندی راځی. عالتا د هغه غوښه چی حیوان ډیر تر فشار الندی راشی زر فاسدیږی او د انسان‬ ‫د استعمال څخه وزی. نو ددی په خاطر چی په مفصل ډول سره پدی د باثباته کرهنی او خواړیز امنیت په مطلب باندی‬ ‫وپوهیږو نو الندی عنوانونه تر ځیړنی الندی نیسو:‬ ‫کروندګرې او طبیعی زیرمې: باثباتی یا ‪ sustainability‬د کرهنی لپاره د یو ایکوسیستمی میتود په توګه پیژندل شوی‬ ‫ده. هغه عملیات چی خاوره د اوږد مهال لپاره متضرره کوی عبارت دی له اعظمی یویی کولو یا ‪Excessive‬‬ ‫‪tillage‬چی د خاوری د تخریب عامل کیږی او دوهم عامل یی اوبه لګول پرته د زهګښی د سیستمونو د جوړولو یا‬ ‫انکشاف څخه چی د خاوری د مالګین کیدو یا هرزه بوټو دزیاتیدو عامل کیږی. کله چی هرزه بوټی زیات شی نو اصلی‬ ‫کرهنیز نبات د انقراض سبب کیږی او د حاصل ټولوو په وخت یوازی هرزه بوټی د لید وړ وی چی دا حالت بزګر په‬ ‫مستقیم ډول سره او ټولنه په غیر مستقیم ډول سره متاثره کوی. څلور ډیر مهم عوامل لکه هوا، خاوره ، اوبه او لمر د‬ ‫هغو عواملو د ډلی څخه راځی چی د یوی کروندی د تولید لپاره ډیر اړین بلل کیږی او د دوی د ډلی څخه اوبه ، خاوره‬ ‫او هوا چی د انسان په واسطه متضرره کیږی د بیا جوړیدو او سمون امکان هم لری. دا سمون د وخت، مالی منابعو او‬ ‫انسانی منابعو لپاره اړتیا لری.‬ ‫مګر باید په پام کی ونیسو چی پرته د خاوری د بیا جوړید، ښه کولو او تقویی څخه هغه ټول مهم عناصر چی په خاوره‬ ‫کی د نبات د ودی لپاره موجود دی، د خالصیدو المل کیږی چی په پایله کی نبات ډیر او باکیفیته حاصل نه ورکوی. د‬ ‫خاوری بیا ژوندی کول موږ د نه نوی کیدونکو منابعو د کم استعمال او د طبیعی زیاتو ا نه خالصیدونکو منابعو لکه‬ ‫طبیعی یا اتموسفیریک نایتروجن چی‬ ‫ورڅخه مصنوعیسری جوړیږی ، استعمال شی. د نایتروجن نوری نه خالصیدونکی منابع په الندی ډول دی:‬ ‫۰ - د حیواناتو ،انسانانو او نباتاتو پاتی شونی او مدفوع استعمال کول‬ ‫۲- د حبوباتو او علوفه وو کښت چی د سیمبایوزیس د عملیی په ترځ کی نایتروجن نصبوونکی بکترا یا ‪ rhizobia‬د‬ ‫نایتروجن د تولید او د نبات د ریښو کی د غوټو د تولید او د خاوری دغنی کیدو عامل کیږی.‬ ‫۱ - په صنعتی ډول سره د نایتروجن تولید د ‪ Haber‬د پروسی په تځ کی چی په طبیعی ډول سره هایدروجن څخه‬ ‫استفاده کوی. او یا د ابو د ایلکتروالیزیس څخه د هایدرجن تولید مګر بریښنا ته اړیتا لری چی په خواشینۍ سره په هیواد‬ ‫کی دا ستونزه شتون لری.‬ ‫۴ - د جنتکی انجینری په مرسته د غیر حبوباتی نباتاتو تربیه کول چی غیر د میکروبی سیمبایوزیس عملیه تر سره کوی‬ ‫او د نایتروجن د نصب عامل کیږی.‬ ‫نو په خالصه ډول سره ویلی شو چی ښه خاوره د ښه حاصل سبب کیږی او ښه حاصل د ټولنی د احتیاجاتو د مرفوع‬ ‫کولو سبب کیږی.‬ ‫اوبه : په ځینی ځایونو کی په کافی اندازه بارانونه کیږی او د کښت او تولید لپاره بس بلل کیږی مګر په ډیر ځایونو کی‬ ‫د اوبو لګولو اړیتا محسوبیږی. د اوبو لګلولو سیستمونه باید ښه سمون او مدیریت لرونکی وی او د خاوری د تخریب او‬ ‫مالګین کید عامل نشی. ضمنا اوبه باید په اغظمی توګه سره استفاده نشی څکه پدی صورت کی اوبه هم یو نه نوی‬ ‫کیدونکی منبع حیثیت غوره کوی. د باثباته اوبو لګولو په موخه نن ورځ د اوبو داسی سیستمونه نه رایج شوی دی چی د‬ ‫اوبو د کم مصرف سبب کیږی لکه د څاڅکی اوبه لګولو سیستم یا ‪ drip irrigation‬چی د نبات لپاره په منظم ډول سره‬ ‫په کافی اندازه مناسب رطوبت تهیه کوی او ډیرو ابو د مصرف څخه مخنیوی کوی. دا میتود په اوایلو کی لوړ مصرف‬ ‫لری مګر په اوږد مهال کی د لوړو حاصالتو ، خاوری د نه تخریب او د خاوری د مالګین کیدو څخه مخنیوی کوی.‬
  • 5. ‫په ټولو ځایونوکی اوبه نه پیدا کیږی نو د اوبو لپاره باید موقتی بندونه جوړ شی او د که چیری ممکن وی په هره منتطقه‬ ‫کی د اوبو تم ځایونه‬ ‫یا ‪ cachment‬جوړ شی چی نبات وکولی شی د هغه اوبو څخه خپل ژوند ته دوام ورکړی او د خاوړی د تخریب څخه د‬ ‫باران د راوانو اوبو یا ‪ run off‬او باد په مرسته منځ ته راځی، مخنیوی وکړی.‬ ‫د وچکالۍ په مقابل کی د مقاومو نباتاتو کرل هم یوه الره ده چی د باثباتۍ خواته مو رهنمایی کوی. او داسی نباتات باید‬ ‫وکرل شی چی لږ د تبخیر اندازه ولری.‬ ‫بله مهمه خبره د اوبو محفوظیت د تولید لپاره دی . اوبه چی کله د کرهنی په موخه انتخابیږی نو هغه باید د کیمیاوی او‬ ‫بیولوژیکی خطرونو څخه مصؤنی وی. اوبه باید مخکی له کرودندی ته د معرفۍ څخه د هغه د استعمال لپاره سالم توب‬ ‫یا ‪ potability‬وکتل شی. په ډیره اندازه درانه عناصر ونلری ، مالګینی یا اسیدی نه وی او د یوی پاکی او محفوظی‬ ‫منبع لرونکی وی یعنی کوم بیولوژیکی ناروغی زیږونکو عواملو باندی ملوثی شوی نه وی. ددی رکن په کی نیولو سره‬ ‫د خواړیز امنیت یوه فقره چی محفوظ خواړه دی هم په ځای کیږی او ضمنا د نبات صحت هم د پام څخه نه غورځول‬ ‫کیږی.‬ ‫خاوره : د خاوری تخریب نن ورځ یوه ستونزه بلل کیږی. داسی تخمینونه وجود لری چی په جنوبی افریقا کی هر کال‬ ‫کابو په میلیونونو ټنه خاوره تخریب کیږی. ځینی متخصصین وایی چی د خاوری د تخریب له کبله د تیرو ۱۱ څخه ۱۲‬ ‫کلنو په ترځ کی، تولید کابو نیمایی ته را رسیدلی دی. د خاوری تخریب نه یوازی په افریقا بلکه په ټوله نړۍ کی شتون‬ ‫لری او د نن ورځی صنعتی کروند ګرۍ له کبله خاوره په ډیره ستره کچه سره متأثره کیږی چی د ډیر تولید او متواتر‬ ‫تولید وړتیا یی له السه ورکړی او یی ورکوی. چی د خوړو د نه تولید او یا کم تولید عامل بلل کیږی. ځینی تخنکونه چی‬ ‫د خاوری د تخریب څخه مخنیوی کوی په الندی ډول دی:‬ ‫۰ - د خاوری په سطح د نباتاتو زیاتول چی د باران د اوبو د تخریب څخه مخنیوی وکړی‬ ‫۲- د کیمیاوی سرو د استعمال څخه مخنیوی کول او د هغه په ځای د کمپوست او یا نباتی سرو استعمالول‬ ‫۱ - د نبات څخه پاتی شونی او نور اورګانیک موادو تلقیح کول په خاوره کی‬ ‫۴ - د باد نیوونکو یا ‪ windbreak‬کرل او ایجادول چی د باد په واسطه دخاوری د تخریب مخنیوی وکړی.‬ ‫۲ - د خطونو په واسطه د نباتاتو کرل‬ ‫۶ - د زیاتی یویی څخه مخنیوی کول‬ ‫اقتصاد : ټولنیز او اقتصادی اړخ هم ډیر مهم رول لری. نن ورځ عالوه ددی چی موږ د ښه تولید، مکرر تولید غوښتنه‬ ‫کوو باید اقتصادی او ټولنیز اړخونه یی هم په پام کی ونیسو. کروندی په معمولی ډول سره د مارکیټ یا د پلور د ځای‬ ‫څخه لری موقعیت لری چی کرهنیر محصول انتقال هغه د لوړو اقتصادی مصارفو سبب کیږی او په ضمن د ډیر اوږد‬ ‫ترانسپورتی څنځیز له کبله د زیات کاربن دای اکساید د تولید سبب کیږی چی چاپیریالی خیرن توب یا کثافت منځ ته‬ ‫راوړی او ټولنه متضرره کوی. نو ددی لپاره دا ځنځیر لنډ شی نو تولید باید مارکیټ ته نژدی صورت ونیسی او یا هم‬ ‫دوهمی نه خرځوونکی مارکیتونه ایجاد شی چی د نهایی مارکیت او تولیدونکی تر منځ د یو وصلوونکی په توګه دنده تر‬ ‫سره کړی. چی د زیاتو اوږدو او مکررو ترانسپورتی انتقاالتو د کمښت سبب کیږی. او یا په ساده ډول سره د هغه ځای‬ ‫تولید د هغه ځای د خلکو په واسطه باید په مصرف ورسیږی چی د لږ چآپیریالی ستونزو د تولید سبب کیږی.‬ ‫نو پدی ډول سره د منطقی محصول د منطقی د خلکو لپاره د خواړیزه امنیت سبب هم کیږی معنی دا چی خواړه د تولید د‬ ‫ځای څخه فرار نه کوی. او د ترانسپورت په جریان کی د خرابیدو چی یو اقتصادی ضایعه ده ، هم مخنیوی کیږی.‬ ‫۶ - با ثباته کرهنه د خواړیزه امنیت لپاره څه کولی شی؟‬ ‫ددی پوښتنی ساده ځواب دادی چی په ثباته کرهنه د هیواد او حتی د نړۍ د وګړو د لوږی د کمښت ، اقتصادی پرمختګ‬ ‫او ټولنیزی رفاه سبب کیږی. کرهنه د نورو سکتورونو سره په څنګ کی کار کوی او د یو سریع ودی، د فقر د کمښت،‬ ‫او چاپیریالی باثباتۍ عامل کیږی. کرهنه د با ثباتی په برخه کی په مختلفو الرو سره مرسته کولی شی، د بیلګی په توګه د‬ ‫اقتصادی فعالیتونه منځ ته راوړل، د بدیل معیشت لپاره د فعالیتونو منځ ته راوړل او د چاپیریالی خدماتو وړاندی کول یی‬ ‫، ښه مثالونه دی. عالوه ددی په مختلفو هیوادونو کی کرهنیز فعالیتونه ډیر تفاوت لری چی ددی توپیرونو په اساس‬ ‫هیوادونه د نړیوال بانک د ۹۱۱۲ کال په انکشافی راپور کی ، په دری ډوله ویشل شوی دی(۰):‬
  • 6. ‫۱ - کرهنیز هیوادونه : پدی هیوادونو کی کرهنه د ودی بنسټیزه منبع بلل کیږی او د هیواد ۲۱ سلنه ملی نا خالص عاید‬ ‫جوړوی او تقریبا ۱۵ سلنه غریب خلک په کلیو او باڼدو کی اوسیږی . پدی هیوادونو کی ۵۰۴ میلیونه کلیوال خلک‬ ‫اوسیږی چی اکثرا په افریقا کی دی. د دی بانک د راپور له مخی ۲۹ سلنه خلک په کرهنیزو هیوادونو کی اوسیږی. نو‬ ‫که چیری کرهنه باثبات حالت ته وانړول شی نو ددی ډول خلکو تغذیه د اوږد مهال لپاره ډیره ستونزمنه ده او شدید ،‬ ‫مزمن فقر او بی وزلۍ عامل کیږی.‬ ‫۲ - انتقالیدونکی هیوادنه: دا هغه هیوادونه دی چی نن ورځ نور په کرهنه ډیره اکتفا نه کوی او کرهنه د دی هیوادونو د‬ ‫اقتصادی ودی مهمه منبع نه بلل کیږی. پدی هیوادونو کی کرهنه د ملی ناخالص عاید ۵ سلنه برخه جوړوی مګر فقر د‬ ‫تیر په ځیر ۲۹ سلنه په کلیو کی ده. دا هیوادنه عبارت دی له چین، هند، اندونیزیا ، مراکش او رومانیا چی ۲،۲ بیلیونه‬ ‫کلیوال اوسیدونکی دی. پدی ډله کی ۹۹ سلنه په جنوب آسیا ، ۶۹ سلنه په شرقی آسیا او پاسفیک هیوادنو کی او ۲۹ سلنه‬ ‫خلک په منځنی شرقی هیوادنو او شمالی افریقا کی دی. پدی هیوادونو کی د ستر نفوس او بی ثباته کرهنیزو او یا د کر‬ ‫څځه الس اخستنی له کبله د غذایی نا امنۍ سبب شوی دی. ضمننا پدی هیوادونو کی کرهنه ډیره میکانیزه شوی ده، او‬ ‫قراردادی ډول ډیر هغه محصوالت تولیدیږی چی لویو شرکتونو هغه مخکی له تولید څخه اخستی وی نو ددی له کبله‬ ‫مهم او اساسی نباتات او حیوانات نه تولیدیږی او په کلیوالی ډول سره د خواړیزه نا امنۍعامل کیږی.‬ ‫۳ - ښاری هیوادونه یا اربنایزد هیوادونه: دا هغه هیوادونه دی چی کرهنه تقریبا ۲ سلنه د هغه د اقتصادی ودی المل‬ ‫کیږی او فقر یوازی په ښارونو کی دی. مګر بیا هم ۲۴ سلنه فقر په کلیوالو ساحو کی شتون لری. کرهنیز تجارت، د‬ ‫خوړو د پروسس صنعت او خدمات د دی ډول هیوادونو ۰ پر ۱ برخی د هیواد ملی ناخالص عاید جوړوی. پدی ډله کی‬ ‫۲۲۲ میلیونه خلک په کلیو کی ژوند کوی. دا هیوادونه د التین امریکا، کارابین کی پراته هیوادونه ، اروپایی او او په‬ ‫مرکزی آسیا کی هیوادونه دی. پدی هیوادونو کی د کرهنی د پریښودو په خاطر د کرهنی کلتور له منځه تللی او په‬ ‫صنعتی کیدو او یا نورو تولیدی منابعو باندی تمرکز کوی او د هیوادو د خلکو لپاره د خوړو د تمویل په برخه کی مرسته‬ ‫کوی. چی دا نوع تمویل معموال د نورو هیوادونو څخه صورت نیسی نو د اوږد ترانسپورت چی چاپیریالی خطرونه لری‬ ‫او ضمنا ډیر اقتصادی مصارف هم پری رآځی.‬ ‫۷ - د باثباته کرهنی په مقابل کی چلنجونه‬ ‫دا چلنجونه به د همغه ۵ اساساته لپاره چی د باثباته کرهنی بنسټونه بلل کیږی، په رڼا کی په الندی ډول سره دی(۲):‬ ‫۱ - ایکولوژیکی سالم توب: پدی برخه کی ستراتیژیک چلنجونه عبارت دی له محفوظو آفت مړکوونکی ، کیمیاوی‬ ‫سری، د یو نبات کرل، په کیمیاوی موادو معتادو تخمونو ، د خاوری تخریب ، د اوبو قلت ، قراردادی تولید او میتودیک‬ ‫مټریالیزم چی ټول طبیعت د یو بیولوژیکی ماشین په توګه استعمالوی.‬ ‫۲ - ټولیز اقتصاد: ددی برخی ستراتیژیک چلنجونه عبارت دی له د نړیوال تجارت د سازمان د کرهنی تړون،‬ ‫اورګانیک تجارت د محصول په بنسټ پولی کلچر او د جوړښت کموالی هغه لویی ستونزی دی چی پدی برخه‬ ‫محسوسیږی.‬ ‫۳ - ټولنیز مساوات : عنعنوی سیاسی استثمار او کار کونکو او کروندو نه انکشاف ورکول ددی برخی لویی ستونزی‬ ‫دی.‬ ‫۴ - کلتوری حساستوب: د کلیوال او بومی پوهی د پام څخه غورځول او د منځه څخه تګ او د لویو کروندو د سیستم‬ ‫منځ ته راتګ.‬ ‫۵ - هالیسټیک ساینس: اعظمی ماټریالیزم او ډیر ټوټه ټوټه کول .‬ ‫۶ - مناسبه تکنالوژی: د ښه تکنالوژیو نه منځ ته راتګ او نه ترویج کیدل او د چاپیریال سره مناسبی تکنالوژۍ کمبود او‬ ‫یا نشتون.‬ ‫۸ - انسانی منابعو ته انکشاف ورکول: د ژوری باثباتۍ لپاره کار نه کول او د جندر یا جنس په موضوعاتو باندی حاکم‬ ‫کیدل لوی ستونزی بلل کیږی.‬
  • 7. ‫۸ - د کلینټن ۷ بنسټونه‬ ‫د کلینټن ۵ بنسټونه چی د باثباته کرهنی په موخه یی لکلی او ټولنی ته یی ارایه کړی دی(۴):‬ ‫۰ – د کرهنیزی حاصلدهی زیاتول د ښه کیفیت لرونکو تخمونو ، کودونو او اوبه لګولو د وسایلو په مرسته‬ ‫۲ – د خصوصی سکتور تحریک کول تر څو د ذخیره خانو ، یخوخونو، د خوړو پروسس ، کلیولپاره سړکونه او‬ ‫ترانسپورتی سیستم جوړ کړی.‬ ‫۱ - د طبیعی زیرمو حفظ کول تر د څخه راتلونکی نسلونه استفاده وکړال شی.‬ ‫۴ – علم ته توسعه ورکول ، په ځیړنی او انکشاف باندی پانګه اچونه او د راتلونکی نبات پوهانو تعداد زیاتول‬ ‫۲ – د تجارت د لمنی لویول تر څو کمکی کروند ګر وکولی شی خپل تولیدات وپلورلی شی.‬ ‫۶ – د پالیسی د ریفورم حمایت او ښه اداره‬ ‫۵ – د ښخو او فامیلونو حمایت کول.‬ ‫۹ - مآخذونه‬ ‫1. نړیوال بانګ. (۹۱۱۲). کرهنه د پرمختګ لپاره: نړیوال انکشافی راپور ۹۱۱۲. ص ص ۶۹۱‬ ‫2. ‪http://www.sarep.ucdavis.edu/sarep/about/def‬‬ ‫/‪http://www.sustainabletable.org/intro/whatis‬‬ ‫3.‬ ‫2634=‪http://www.isaaa.org/kc/cropbiotechupdate/article/default.asp?ID‬‬ ‫4.‬ ‫‪http://www.cadi.ph/sustainable_agriculture.htm‬‬ ‫5.‬ ‫‪http://www.nationmaster.com/country/af-afghanistan/agr-agriculture‬‬ ‫6.‬ ‫/‪http://www.who.int/trade/glossary/story028/en‬‬ ‫7.‬ ‫/‪http://www.un.org/en/sustainablefuture/food.shtml‬‬ ‫8.‬ ‫ټول ویباسیایتونه په ۹ د جوالی باندی چک شوی دی.‬