څرنګه چې د تنفسي سېستم د توبرکلوز ناروغي يوه ډېره ساري ، وژونکي او ژوند تحديد کوونکي ناروغي ده چې د انسانانو ژوند ېې د ګواښ سره مخامخ کړی او په ټوله نړۍ کې خاصتاً په وروسته پاتې هېوادونوکې ېې پېښې مخ په زياتېدو دي په دې کې يو هم زمونږ ګران هېواد افغانستان د هغو دوه ويشت هېوادونو له جملې څخه شمېرل کېږي چې په هرو سل زرو تنو کې ېې يونيم سل تنه د توبرکلوز بلغم مثبت پېژندل شوي دي ، او دتوبرکلوز ټول واقعات په هرو سل زرو نفوسو کې درې سوه دري ديرشت تنه ښودل شوي دي ،نو په همدې خاطر که چيرې په چټک ډول تشخيص او تداوي نه شي نو د ټولنې يوه زياته برخه به ددې ناروغۍ دخطر سره لاس او ګرېوان شي.
دغه څېړنه د پنځو فصلونو او ( 51 ) مخونو درلودونکې ده.