2. د نشیی توکو تاوانونه
ترتیب کوونکی : عبد العلی الکو
3. لړ لیک
سریزه
نشه ای توکی څه ش ی دى
د نشه ای توکو توليدوونکی نباتات
نشه ای توکی اودهغوي تاوانونه
نشه ای توکی د داسلام له نظره
نشه ای توکی د روغتیا له نظره
نشه ای توکی د قانون له نظره
په نشه ای توکو اخته کیدل
سپارښتني
4. سریزه
زمونږ په ګران هيواد کي دوامداره جنګونه ددي باعث شو چه
زراعتي توليدات يي په ټيټه سطحه کي واقع کړل،او ددي عمده
علتونه دزراعتي تاسيساتودمينځه وړل،دتحقيق
بطي کيدل ،داصلاح شوو تخمونو او نيا لګيونه Research يا
کرل ،کيمياوي سروکمبود د ابيارۍ نه مراعت کول ،امراض اوآفات
او داسي نور...
دهمدي دلايلوله مخي زمونږ د ګران هيواد بزګرانو دکوکنا رو په
کښت باندي پيل وکړ.
چه د بزګرانو اقتصادي حالت،دکوکنارو دزياتوډولونومينځته راتګ
او د دولت بي غوري دکوکنارو د کښت ساحه يي پراخه کړه..د
ګران هيواد افغانستان په اجتماعي او سياسي اوضاعو کې تغير د
نړيوالو توجو ځان ته راوګرځوله.او د زراعت دوباره احيا يي وکړه
5. نشه ای توکی څه ش ی دى
په حقيقت کې يو جامع او قناعت بښوونکى تعريف چې د هرجانبه وي د نشه ای
توکو لپاره وجود نلري.چې په صحيح ډول يي توصيف او روښانه کړي.نشه ای
توکی دډيرو مختلفو انواعو لرونکي دي.اود بلې خوا هر يو د استعمال بيل بيل تاثيرونه
او خاص خاص داستعمال موارد لري او دهر يو داستعمال نتيجه بيله بيله ده چې يودبل
سره فرق لري چې دهمدې امله يي د دې عمومي او جامع تعريف مشکل کړى دى
.مګر د اوهانود عقيدې په اساس چې يو امريکايي عالم ؤ دنشه ای توکو په باره کې يي
يو تعريف وکړ چې تقريبا يو قناعت ورکوونکى او قبول شوى تعريف دى.
د کوکا پاڼى او يا کوکائن ،نيپکائن ،دبيرول ميدول Opium تعريف:نشه ای توکی د
،ايزو اميدون،ګيتوبيدون د مصنوعي مرکب مشتق دى ددوى د ترکيب سره ددې معنى
ده. او يا د امريکايي په فدرالي قانونه کې د اوبيات په نوم ياديږي چې ددې معنى ده د
استعداد او قابليت او د سزاوارۍ اعتياد او هم مورفين يا کوکائن په شان معنى ارايه
کوي ددې تعريف مقصد د مخدراتو لپاره د ساحې پراخيدل او يا توسعه کيدل دي.او
تعويض د مورفين دمادې په وخت انکشاف ورکړل شي.
6. د نشه ای توکو توليدوونکی نباتات
الف : دخاشخاش بوټى : په غالب نظر سره په اسيا کي پيداشوي دى
اوکښت يي دچين اوهند په هيوادونو کي پر مختګ کړي دي اوپس داتلسم
او تارياک په ډير وسعت سره په شرق کې پرمختګ Opium قرن نه
کړي
ب : دچر س ياخشيش ياشاه دانه : چې علمي نوم
په کورني پوري اړه Cannabinaceae اود Cannabis sativa يي
لري اودهغو نباتاتو دجملي څخه دي چې هغه يوکلن دي چي دچرس ،
شادانه ، باديان ، بنګوچرس اوپداسي نورو نومونو ياديږي
7. د نشه ای توکو توليدوونکی نباتات
نبات چې تاريخي سابقه لري اصلي مبدا يي (Tobacco): ج:تمباکو
د غرب نيمه قاره ده او کرنيز ډولونه يي په مکسيکو او منځنۍ امريکا
دى او Nicotiana tobacum کې منځ ته راغلي دي چې علمي نوم يي
په کورنۍ پورې اړه لري .دتمباکو د علمي نوم اوله Solanaceae د
دنيکوټين فعاله ماده لري چې فرانسې د سفير د Nicotiana برخه
څخه اخيستل شوى دى Nicot کې د Jean Nicot نوم
8. نشه ای توکی اودهغوي تاوانونه
نشه ای توکی زوړ او څوکلن تاريخ لري چې نيژدی د بشر د پيدا کيدو د تاريخ سره
سمون خوري او د هماغه وخت را هيسې د مختلفو مقاصدو لپاره استعماليده په
ځانګړی توګه ددرد او ارامتيا لپاره ،او د ځينو امراضو د تداوۍ لپاره استماليده تر
هغې پورې چې خلک ورسره معتاد شو او په غير قانوني ډول د استفادې وړ
وګرځيده.مخکې تر دې چې نړيوال ددې په مقابل کې مبارزه شروع کړي هغه
هيوادونه چې د تارياکو څخه غني او تارياک په پراخه اندازه پکې کرل کيده دغه
تارياک يي د هغه هيوادونو په مقابل کې چې د تارياکو مخنيوى يي کاوه اسلحى په
ډول وکاراوه او هغه تعداد خلک چې په دغه تارياکو باندې اخته ؤ نه يواځې د هغوۍ
د ژوند مساله بلکه نړيوالو ته لوى ګواښ ؤ.او نه يواځې منفي تاثيرات په هغه
ممالکو کې محدود وو چيرته چې کښت صورت نيوه بلکه نړۍ ته يي هم ډير ضررونه
ورسول. انګلستان په 1840 م کال کې ددغه تاکتيک د استفادې په اساس وتوانيد چې
د چين مهم صادراتي بندرونه د خپل تصرف لاندې راولي.او خپل نفوذ يي په
ټولوشرقي ممالکو کې زيات کړ.
9. نشه ای توکی اودهغوي تاوانونه ادامه
په 1925 م کال يو بين المللي کنفرانس جوړ شو چې د عالم توجه يي ځانته راجلب
کړه او د ټولې نړۍ څخه يي غوښتنه وکړه چې مخدرات د زهرناک او بربادونکي
مادې په صفت وپيژني کښت او تجارت يي بايد بند شي .مګر بدبختانه څرنګه چې
فکر کيده د هغې د کښت او تجارت بنديدل يو اسانه کار نه ؤ.
10. نشه ای توکی د داسلام له نظره
کل مسکر خمر و کل خمر حرام ) حديث صحيح (
ژباړه : هر نشيي توکی لکه شراب داسي دئ او هر ډول شراب
حرام دي.
دا هغه نبوي وينا ده چي که په بشپړ ډول پلې شي ښايي زموږد
ټولنې ډېري ستونزې هواري کړي ، زه چي کله دې حديث ته
وګورم نو د خپل اجتهاد پر بنسټ او ده دی حديث له مخې دا ادعا
کولای شم چي لکه څرنګه د شرابو تجارت حرام دئ همداسي د
نورو نشيي توکو لکه سګرېټ ، افيونو ، نسوارو او ... تجارت ،
راکړه - ورکړه ، جوړول ، خوړل او ان هر څه حرام دي ، ځکه
دلته هر نشيی توکی لکه شراب داسي ګڼل شوي دي يعني کوم حکم
چي شراب لري هماغه حکم د نشيي توکو هم دئ
11. نشه ای توکی د روغتیا له نظره
نشه ای توکی د انسان پر روغتيا باندی ډير بد تاثيرات لری چه هغو
څخه يو څو په لاندی ډول دی
دتارياکو داستعمال خطرونه دانسان په مختلفو سستمونوباندی.
1. دماغ
ښکيل کيدل
دشپي له خوا بي خوبي اودورځي له خوا يي خوبوړي
په شخصيت کي بدلونونه
خپګان اونارامي
جنجالي کيدل
د درد داحساس دکموالي له کبله دخطرناکوناروغيو نه پيژندل يا پټ پاتي
کيدل
دډ ير مقدار داستعمال په صورت کي بي سدي اومړينه
12. نشه ای توکی د روغتیا له نظره ادامه
٢ . هاضمي جهاز:
زړه بدوالي اوکانګي ·
دمعيدي سوزيدل اودخوړوپه هضم کي ستونځي ·
دکوچنيو او غټوکولمو دفعاليت کميدل ·
بي اشتهايي اود وزن کموالي ·
خوارځواکي )سوءيي تغذيه ( ·
اوځنډني قبضيت ·
٢ :زړه:
دزړه ټکان زياتيدل ·
دويني فشار کي بدلونونه ·
دزړ ه دسکتي امکان ·
13. نشه ای توکی د روغتیا له نظره ادامه
٤ :سږي.
دتنفسي لارو پړسوب او بنديدل. ·
دسابندۍ رامنځته کيدل. ·
دمکروبونو ضد مبارزه کې د سږو ناتواني. ·
دتنفسي لارو پړسوب او مکروبي کيدل. ·
دسږوسرطان ·
٥:جنين.
دجنين بدن ته د چرسو دزهرو انتقال. ·
دجنين ناقصه نمو ·
دمورپه شيدو کې اطراح کيدل ·
14. نشه ای توکی د روغتیا له نظره ادامه
ب:دتمباکو خطرونه:
دسږو سرطان. ·
نفس تنګي. ·
دمعدې سوزش ·
دوامداره ټوخى او دسينې زخم. ·
دوريوسرطان. ·
دغاښونو خرابيدل.. ·
15. نشه ای توکی د قانون له نظره
دکوکنارو کښت زمونږ داساسي قانون خلاف دي دافغانستان
اساسي قانون اومه ماده دويم بند داسي صراحت کوي ) دولت
دهر راز تروريستي اعمالو ، دمخدره موادو دکرلو اوقاچاق اود
مسکراتو دتوليد اواستعمال مخنيوي کوي (حکومت دنده لري
چې د قانون دتطبيق په غرض ټولې لارې چارې په کار واچوي
او هغه څه چې د قانون خلاف کيږي مخه ونيسي په لنډ ډول بايد
وويل شي چې هر څوک ددې مادې خلاف کار وکړي نو د
قانوني مجازاتو لاندې به ونيول شي.لکه
بند
نقدي جريمه
کرل شوي کوکنار دحاصل اخيستلو نه مخکې له منځه وړل.
16. په نشه ای توکو اخته کیدل
په نشه ای توکو اخته کيدل تر ټولوغټ خطرناک افت دى چې منفي تاثير
لري چې داپه يو شخص اوڅو نفروپوري مربوط وي بلکي په ټولنه کي يو
شخص اويا يو ګروپ په طرف دنابودي اوبد بختي سره تشويقوي هغه کسان
چې په نشه ای توکو اخته وي دوي هميشه کوشش کوي چې نو رکسان هم
دځان په شان په نشه ای توکو اخته کړي ځکه چې دغه معتادين هميشه
خلکوته ځان زړور معرفي کوي چي ګويا ټولي ښيګڼي اواسانتياوي په
جهاني سطحه د نشه ای توکو څخه لاس ته راځي په داسي حال کي ځان يي
په داسي بدبختي اخته کړي دي چې خلک ورپسي پرو پاګند کوي نودده
لپاره دنجات کومه لاره نشته همدارنګه خراب ژوند لر ي اومصرف يي
دهغي نه چې دايي ګټي زيات دي اوهميشه يي اقتصادي وضعه مخ په تنزل
ده همدا وجه ده چې دخپل مصرف دلاس ته راوړلو پسي دناروا لاروڅخه
لکه غلا ،قتل ، لوټ ماري اوداسي نورولارو نه پيداکوي چه په نتجه کي په
ټولنه کي فساد پيدا کوي اوخپله کورني په ټولنه کي په بدنوم يادوي
17. سپارښتني
۱( زما د سپين ږيرو او د کور د سرپرستا نو څخه دا خواهيش
دي چه خپل ماشومانو ته د خپل لاس لاندي نيکه تربيه ورکړي او
هميشه يي دمکتب په لور وهڅوي چه تر څود خوشي ګرځيدو او
ناوړه کارونو څخه وساتل شي.
۲( دولت بايد دتارياکو په عوض بزګرانو ته د نورو صنعتي
نباتاتو تخمونه ورکړي چه ديو طرفه د بزګرانو اقتصادي حالت
ښه او له بل طرفه دکوکنارو ساحه محدوده کړي.
۳( دولت بايد بزګرانو سره دکريډت په شکل مرسته وکړي.
۴( دولت بايد دمخدره موادو ضررونه دراديو ،تلويزون او دمرکو
او کانفرانسونو له لاري هيواد والو ته وښاي تر څو د ضررونو
نه يي ځانونه وساتي.