دخوړو لیبل
- 1. دخوړو لیبل ( )Food Label
چمتو کوونکی : سید محمد نعیم خالد ( دسمبر ، ۳۰ ، ۲۲۳۱ )
د خوړو مصؤنیت ( )Food Safetyنن ورځ په نړۍ کی یو تر ټولو لوی ګواښ بلل کیږی. د امریکی په متحده ایاالتو
کی هر کال کابو ۴۸ میلیونه د خوړو څخه پیښدونکی نارغۍ او ستونزی ثبتیږی. معموال دا ستونزی او ناروغۍ د
تولیدونکی کمپنیو لخواد ناسمه او یا نا مکمله معلوماتو له کبله منځ ته راځی. ددی تر څنګ کله ناکله مصرف کوونکی یا
مستهلکین هم خپل خواړه ښه نه پیژنی، د خوراک لپاره یی چمتو کولی نشی، ذخیره کولی یی نشی، صحی معلومات او
ځینی نور اړوند م وارد په پام کی نه نیسی نو د هغوی د ناروغیو او حتی تر روغتونو پوری د رسیدو المل هم کیږی.
نن ورځ زه غواړم چی ددی ستونزی په پام کی نیولو سره یوه مقاله د خوړو د لیبل په هلکه برابره کړم ترڅو محترم
لوستونکی د ددی ټکو په پام کی نیولو سره خپل ځان او کورنۍ د ځینی خوړو پوری اړوند ستونزو څخه مصؤن وساتی.
لیبل څه ته وایی؟ لیبل عبارت د هغه معلوماتی ټوټی څخه دی چی د محصول په هکله د هغه په بسته یا packageباندی
قانون ته په پام کی لګیری. په بل عبارت لیبل د مستهلک او تولیدونکی تر منځ یو ارتباطی پل دی چی د هغه په بنسټ
مستهلک کولی شی د محصول په ارزښت ، د استعمال په طریقه او دساتنی په الرو چارو باندی وپوهیږی.
دنړۍ په اکثر هیوادونو کی په بسته بندی شویو خوړو باندی لیبل لګول اجباری دی، او د لیبل لګولو لپاره یوه خاصه
اداره وجود لری. د امریکی په متحده ایاالتو کی د خوړو لیبل د 101 21 CFR partقانون په مرسته کنترولیږی. هغه
هیوادونه چی خپله کومه خاصه قانونی مرجیع ونلری بیا د FAOاو WHOپه مرسته تهیه شوی الرښود چی د
Codex Alimentationsپه نامه یادیږی، مراجعه کوی او د اړتیا وړ معلومات تری اخلی. د اوروپایی اتحادیی لخوا
هم یو قانون د Directive 90/496/EECپه نامه سره چمتو شوی وو چی بیا په ۴۳۳۱ کال کی دیو نوی قانون په
چوکاټ کی د ځینو تغیراتو سره په تصویب ورسید چی ورته Directive 2008/100/ECویل کیږی.
په افغانستان کی په خواشینۍ سره داسی معینه اداره نشته چی دخوړو صحی او کیفی کنترول لپاره کار وکړی او نویو
قوانینو په طرح کولو سره په هیواد کی د خوړو د مصروفونکو صحت څخه پاملرنه وکړی. نن ورځ د روغتیا وزارت
او د کرنی وزارت ځینی جزیی کارونه پدی برخه کی کوی مګر په واقعی توګه سره د یو دولت په شان د خوړو د
مصؤنیت په هکله یی کوم ګام ندی پورته کړی. نورو برخو ته ورته چی تر اوسه کوم قانونوه او رهنما ګانی ندی ورته
ندی جوړی شوی ، د لیبل کولو برخه هم همغه شانته پاتی ده.
د لیبل دندی (:)functions of label
د محصول نوم ښودنه )a
دمحصول انرژیکی ارزښت په ګوته کول )b
د محصول د تولید او د انقضا نیټه ښودنه )c
د محصول د استعمال الرښونه )d
د محصول د خوړو ورځنی مقدار ښودنه ( )daily intake )e
د محصول په هکله د صحی معلوماتو ورکول )f
د محصول د ذخیری کولو معلومات )g
د لیبل ځای:
دلیبل ځای په بسته یا packageباندی په دوه طریقو سره ممکن دی :
1. ټول د لیبل اړوند معلومات د بستی په مخ یا )PDP( principal display panelچی معموال د مصروف
کوونکی لخوا لمړۍ د لیدو وړ منبع ده، باندی ځای په ځای کړی او یا
2. ځینی خاص د لیبل اړوند معلومات ورباندی ځای په ځای کړی او نور فرعی معلومات د هغه تر څنګ په
معلوماتی برخه یا information panel labellingچی د PDPپه ښۍ برخه کی قرار لری ، ځای په ځای
شی. په information panel labellingکی معموال د تولیدی کمپنۍ نوم، انګریدینت ، آدرس ورپکښی
شامل وی.
- 2. د لیبل ساختمان او دهغه اجزا:
نوم ( –)Nameپدی بره کی باید د محصول نوم ولیل شی، تر څو مستهلک ورڅخه په اسانی سره استفاده وکړی. د
بیلګی په توګه د یو محصول نوم ( افغان جوس ) ایږدو. دا نوم دوه معنی ګانی ورکوی یو خو د افغان کلمه ده چی جوس
د نړی یوی خاصی ساحی ته راجع کوی . ضمننا د جوس کله د میوی او یا هم د سبو باندی داللت کوی. نو مستهلک په
آسانۍ سره کولی شی د خپلی خوښی محصول انتخاب کړی.
انګریدینت یا عالوه شوی توکی ( – )Ingredients and additivesخوړو ته ټول عالوه شوی توکی (رنګونه ،
ساتونکی یا ، preservativesغلیظ کوونکی مواد یا ) thickening agentباید د انګریدینیت تر عنوان الندی ذکر
شی. کله چی په یو محصول کی د ۲۱ څخه زیات وی نو د وزن په اساس باید په نزولی توګه سره ولیکل شی. او که
چیری تر ۲۱ څخه یی مقدار کم وی نو په سعودی او یا نزولی توګه یی لیکل ممکن دی. په ځینی هیوادونو کی د ځینی
عالوه کیدونکی موادو لپاره یو نمبر جوړ کړی د بیلګی په توګه په اورپایی اتحادیه کی ورته Eنمبر وایی. چی په
آسانۍ سره د تعقیب وی. د بیلګی په تو ګه سوربیک اسید چی یو خوړو ته د ساتونکی یا preservativeپه توګه استفاده
کیږی د 002 Eنمبر لری.
الرجی لرونکی مواد یا محصوالت ( – )Allergensنن ورځ د علمی ځیړنو په بنسټ یو تعداد خواړیزه محصوالت او
یا هم عالوه کیدونکی مواد الرجی منځ ته راوړی. ددی په خاطر چی زموږ مستهلک د الرجی د ستونزی څخه په امن
کی وی نو باید ټول الرجی راوړونکی یا پیښوونکی محصوالت او یا مواد باید په لیبل باندی په ځرګنده توګه ولیکل شی.
په اوروپایی اتحادیه کی ۸۲ الرجی لرونکی محصوالت په ګوته شوی دی او د هغه لیکل په لیبل حتمی دی. الرجی
راوړنکی مواد چی په اروپا کی یی لیکل حتمی دی عبارت د د حګییو ، سلیری، مغرباب، شیدی، بحری خواړه ، سویا
بین او ځینی نور.
تغذیوی معلوما ( –)Nutritional infoحال دا چی دا برخه په قوانینو کی حتمی نده مګر بیا هم د مستهلک لپاره د
محصول په انتخاب کی خورا ګټه رسولی شی. دا معلومات کیدای شی چی د انرژی غوندی ورته مواردو په هکله
معلومات ورکړی.
صحی تغذیوی معلومات ( - )Medicinal Nutritional claimsدا هغه برخه ده چی په ډیره دقیقه توګه سره تر
ځارنی الندی نیول کیږی . څکه دا هغه برخه ده چی یو مستهلک کیدای شی د هغه د غلطو معلوماتو په تر السه کولی
سره له منځه والړ شی. دبیلګی په توګه که چیری په یو لیبل باندی لیکل شوی وی چی د دی ناروغۍ مخه نیسه ، شکر
ته ګټه لری، یا د چاغښت المل کیږی او په حقیقت که په هغه شکل سره نه وی او یا هم ناوړه اغیزه ولری نو د خطرناکو
پایلو المل کیدای شی.
تاریخ ( – )Dateتاریخ عموما په دوه طریقو سره لیکل کیږی:
الف : د انقضا د تاریخ څخه د مخه استعمال ( – )Use by dateپدی صورت کی باید کوشش وشی چی محصول مخکی
د انقضا د تاریخ څخه استعمال شی.
ب: د انقضا د تاریخ څخ مخکی استعمال توصیه کیږی یا ) – ) Best before dateدا هغه حالت دی چی څینی
محصوالت ډیر خطرناک نه وی نو پدی صورت کی کولی شو چی هغه ورسته د انقضا د تاریخ څخه هم استعمال کړو
مګر د هغه څخه مخکی استعمال یی توصیه کیږی.
د ذخیری شرایط ( – ) storage conditionsپه هغه صورت کی چی د ذخیری لپاره خاص شرایط موجود وی نو
باید په لیبل باندی په صراحت سره ولیکل شی.
تجارتی نوم او آدرس ( – )business name and addressځینی محصوالت وی چی تجارتی نمونه یی توپیر لری
نو هغه هم باید په لیبل باندی ذکر شوی وی. ددی تر څنګ د تولیدونکی کمپنۍ نوم د هغه د آدرس سره په ګوته شی.
د محصول منشأ ( – ) Place of originد محصول او یا د هغه د ترکیبی مواد منشأ باید لیکل شوی. معموال Bar
codeپه شکل سره ښودل کیږی چی دمحصول د خرابیدو او یا هم کومی صحی ستونزی په صورت کی پا آسانۍ سره
تعقیبریږی. عالوتا منشأ محصول ته یو ځایی ارزښت ورکوی. د بیلګی په توګه د وردګو مڼی، د قندهار انار، د تخار
خربوزی چی هر یو یی خاص ځایی ارزښت لری.
- 3. د استعمال لپاره هدایات ( – )Instruction for useدا په هغه صورت کی حتمی ده چی د محصول استعمال خلکو ته
ښه نه وی معلوم او یا نوی محصول مارکیت ته وړاندی کیږی او یا هم یو خاص مصرفی ګروپ ته لکه YOPIچی
ځوانان ( ، )Youngزاړه ( ، )Oldحامله داری ښځی ( )Pregnantاو یا هم هغه خلک چی معافیتی سیستم چی ضعیف
( )Immuno-compromisedوی.
د لیبل ظاهری بڼه ( – )presentationلیبل باید په ټولنه کی قابل قبول وی. کوم خاص دینی ، مذهبی او یا قومی
ستونزی منځ ته رانه وړی. ددی ترڅنګ لیبل باید جذاب او ښه رنګ ورته انتخاب شی او په بسته کی د لیدو وړ وی.
مذهبی مثالونه یی د مسلمانانو لپاره په لیبل باندی په غربی نړۍ کی د حالل کلمه لیکل کیږی او دی ته ورته د یهودو
لپاره په لیبل باندی د Kحرف چی د Kosherدکلمی څخه اخستل شوی دی او د تقریبا عین د حالل د کلمی غوندی په
یهودی نړۍ کی ورڅخه استفاده کیږی.
سمبولونه ( – )symbolesځینی وخت کمپنۍ نه غواړی چی د هغوی د ډیزاین ، شعار او یا نورو معلوماتو څخه بل
څوک یا تولیدی ځیرمه استفاده وکړی نو دوی ځینی سمبولونه لکه © چی د کاپی کولو د حق څخه محفوظ معنی ورکوی
او یا هم ® چی د محصول د په تجارتی توګه راجستریدو معنی ورکوی.
د تولیدی دوری نښان ( – )Batch identifierدا کود یا نښان ددی لپاره مهم دی که چیری یو محصول چی تولید شوی
او په مارکیت ته وړاندی شوی دی او یا هم په ګودامونو کی دی مګر د هغه د خراب جوړښت او یا هم کوم بلی صحی او
یا کیفی ستونزی په منځ ته رتلو سره د محصول پیژندنه آسانه کوی. که چیری وغواړو چی خپل محصوالت د مارکیت
څخه راټول ( )product recallکړو نو دا به ډیره آسانه وی چی ددی کود په شتون سره هغه په اسانۍ سره پیدا کړو.
خالص مقدار ( – )Net quantityد لیبل په آخری برخه کی باید د محصول خالص مقدار ذکر شوی وی. کیدای شی
چی وزن او یا حجم وی.
عالوه د پورته ذکر شویو مواردو سره نور کیمیاوی ، مایکروبیولوژیکی خواص هم پکښی په ګوته شی. هیره د نه وی
چی کله نا کله د تولیدونکی څخه رانیولی آن د مصرفونکی تر دروازی پوری ټولو اړونده خلکو ته پکښی اشاره کیږی،
مګر معمول ندی.
د سمپل په توګه الندی تصویر کی ځینی برخی ښودل شوی دی:
- 4. : اخځنی
1. http://www.bedford.gov.uk/environment_and_planning/env_health__trading_standards/fo
od/food_labelling__composition/food_labelling.aspx
2. http://www.fda.gov/downloads/Food/GuidanceComplianceRegulatoryInformation/Guidance
Documents/FoodLabelingNutrition/FoodLabelingGuide/UCM265446.pdf
3. http://www.ext.colostate.edu/pubs/foodnut/09365.html
4. http://www.cfs.gov.hk/english/programme/programme_nifl/programme_nifl_02.html
5. http://www.cspinet.org/new/pdf/global.pdf