Successfully reported this slideshow.
We use your LinkedIn profile and activity data to personalize ads and to show you more relevant ads. You can change your ad preferences anytime.
‫د کلتور مفهموم‬                                                            ‫چمتو کوونکی: سید محمد نعیم خالد – (۲۱/۰۳/۲۱۳۲...
‫کلتور د بشریت میراث دی‬       ‫3.‬                                                         ‫کلتور هر وخت ایدیال په پام کی...
‫دین خو یو واضح خبره ده چی کلتور ۳۰ سلنه برخه تشکیلوی او هغه ډیر متاثره کوی کیدای شی مثبت وی او کیدای‬                    ...
‫۰۲۱ کاله ورسته دنړۍ نفوس ۲ بیلیونو ته ورسید؛ او ۰۰ کله ورسته په ۳۹۹۱ کی نفوس ۰ بیلیونه شو او په ۴۷۹۱‬                ‫کی ...
‫نه‬     ‫هو که چیری ذبح‬     ‫د لنت (مذهبی‬       ‫باید په کوشر‬        ‫ځینی خلک‬      ‫حالل یا کوشر‬    ‫د وری غوښه‬   ...
‫موسیقی او سینما: موسیقی د کلتور هغه برخه بلل شوی ده چی خلکو ته یو خاص هویت ورکوی. کله کله سینما د اوم‬‫هنر په نامه سره یا...
‫جنسیت : جنسیت تنها د تناسلی توپیر په اساس نه بلکه د مینی او محبت، جنسی صمیمیت، جنسی هویت، دمثل تولید او‬‫جنسی روغتیا هم پ...
‫‪ : Acculturated‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک خپل کلتور د یاده وباسی او دقوی کلتور یا بانفوذه کلتور یی د ځان‬‫لپاره غوره کړی ...
‫پای‬
Upcoming SlideShare
Loading in …5
×

Concept of culture - د کلتور مفهوم

786 views

Published on

Concept of culture in Pashto language

د کلتور مفهوم په پښتو ژبه کی

Published in: Education
  • Be the first to comment

Concept of culture - د کلتور مفهوم

  1. 1. ‫د کلتور مفهموم‬ ‫چمتو کوونکی: سید محمد نعیم خالد – (۲۱/۰۳/۲۱۳۲ )‬ ‫تعریف‬ ‫د کلتور مشخصات‬ ‫دکلتور انواع او دهغه برخی‬ ‫کلتورونه تدریجی تکامل کوی‬ ‫اخځونه‬ ‫------------------------------------------------------------------------------------------------------------‬‫کلتور د ژوند یوه الره ده. کلتور د توافق یا عدم توافق ، د خوڅښت او یا عدم خوڅښت څخه منځ ته راځی. د ‪culture‬‬‫کلمه چی د ‪ Herder‬جرمنی پواسطه د خلکو د ارواح یا د مینی د کلمی په نامه استعمال کړی ده ، منځ ته راغلی. د‬‫وخت په تیریدو سره د په امریکایی انتروپولوژی کی د ‪ Adolf Bastian‬پواسطه استعمال شوی ده. ورسته دا کلمی‬ ‫برتانوی انتروپولوژیست ‪ Edward B. Tylor‬پواسطه استعمال شوی ده.‬‫‪ Edward B. Tylor‬د کلتور په هکله وایی چی کلتور د انسان پواسطه د یوی جوړی شوی نړۍ په شان دی، دا نړۍ په‬‫خپل ځان کی ماده ایزه کلتور او زرع شوی نما لری چی د ټولنیزه ساختمانونو (سیاسی، مذهبی، اقتصادی...)، پوهی او‬‫معنی درلودنکی ده. کلتور یا تمدن د اتنو ګرافی په بنسټ یو داسی ترکیب دی چی پوهه، عقیده، هنر، جرعت، قانون،‬ ‫رواج او ټولی هغه توانایی او عادات چی یو فرد د ټولنی د غړی په توګه د توافق په اساس د ځان کوی.‬‫د تاریخ په اوږدو کی د کلتور لپاره بیالبیل تعریفونه شوی دی. مګر دا مهال کلتور ته د دوه اړخه کتل کیږی: (۱) د‬‫ایکولوژیکی انتروپولوژی په اساس چی کلتور د یوی وسیلی (‪ )Tool‬په نامه یاد شوی دی، چی د ټولنو لخوا د خپل‬‫طبیعت او چاپیریال سره د توافق لپاره کارولی دی. دا وسیله د مستحکموفزیکی وسیلو، پوهی، مهارتونو او د سازمانونو‬‫د شکل څخه تشکیل شوی دی. ددی تعریف له مخی محلی خلک خپل ایکوسیستم ته په پام کی نیولو سره په شته مځکو‬‫باندی په ګروپونو باندی ویشل کیږی. (۲) دوهم تعریف چی د نورو انتروپولوژی د علما لخوا شوی دی، ډیره ذهنی بڼه‬‫لری. پدی تعریف کی کلتور په ټولنیز ژوند کی د ډیری ارتباطی معنی په مطلب کارول شوی دی. دا تعریف د کلتور د‬‫ژبی، سمبولونو، خلکو، افعالو او خاص حوادثو څخه تشکیل شوی دی. او داسی هم وایی چی کلتورد انسان د ژوند یو‬‫سمبولیک، ژبنیز، او معنی لرونکی اړخ دی. ددی تر ځنګ د ټولنپوهی یا سوسیالوژۍ په اساس کلتور ته ډیر ټولنیز اړخ‬ ‫په پام کی نیول کیږی، چی د ټولنیزو سازمانونو، او عکس العملونو ... څخه تشکل شوی دی.‬ ‫باوجود ددی چی د کلتور د کلمی لپاره خاص تعریف وجود نلری، بیا دا تعریف په ډیر کتابونو او لیکنو کی استعمالیږی:‬‫کلتور د مشترکو باورنو، ارزښتونو، آدابو، رواجونو، رفتارونو، هنرونو یو ترکیبی نظام دی چی انسانانو د تاریج په‬‫اوږدو کی د د نړۍ سره او یا په خپلو منځونو کی د یو بل سره د مقابلی لپاره استعمال کړي دی او د یو نسل څخه بل‬ ‫نسل ته د زده شوی عمل په توګه انتقال مومی.‬ ‫پورتنی تعریف په څلورو برخو ویشل کیږی:‬ ‫۱.سمبولونه: وسایل، کورونه، هنری کارونه ، فامیل اړیکی، اقتصادی تبادلی، قانونی موانع او عقیده.‬ ‫۲.سیستماتیک جوړښتونه‬ ‫۰.زده کړشوی انتقاالت‬ ‫۴.ټولنیز بنسټونه‬ ‫د کلتور مشخصات‬ ‫1. کلتور زده کیږی‬ ‫2. کلتور د ټولنی د چلنونو مجموعه ده‬
  2. 2. ‫کلتور د بشریت میراث دی‬ ‫3.‬ ‫کلتور هر وخت ایدیال په پام کی نیول شوی دی.‬ ‫4.‬ ‫کلتور د انسان غوښتنی ارضا کوی‬ ‫5.‬ ‫کلتور د انسانی ټولنی تولید دی.‬ ‫6.‬ ‫کلتور د انسان د ظرفیتونو نمایش دی.‬ ‫7.‬ ‫کلتور د وخت په تیریدو سره تغیریږی.‬ ‫8.‬ ‫کلتور د یو نسل څخه بل نسل ته انتقال مومی‬ ‫9.‬ ‫کلتورونو په مختلفو ټولنو کی مختلف رقمونه لری‬ ‫11.‬ ‫دکلتور انواع‬ ‫کلتورونه په دوه برخو ویشل وی دی. لمړی مادی کلتورونه او دوهم غیر مادی کلتورونه .‬ ‫۱.مادی کلتورونه : چوکۍ ، میز، یخچال، تلویزون، آس، کور..‬‫۲.غیر مادی کلتورونه : خلک خبری کوی. خلک مختلف عقاید لری. دین، مذهب،افتخار، اتارزښتونه، عادتونه ، د خت‬‫ارزښت ، نږدی والی د خلکلو تر منځ، شخصی ساحه (‪ )space‬او نفوس ( څکه چی کلتور د خلکو د روش یا کردارونو‬ ‫د مجموعی څخه عبارت ده) ...‬ ‫ددی عالوه کلتورونه کیدای شی نړیوال کلتور، غربی کلتور، اسالمی کلتور، عنعنوی کلتور، قومی کلتور، جنګی کلتور‬ ‫او داسی نورو باندی وویشو.‬‫د کلتور دواړه یاد شوی انواع کله نا کله د پټ او ځرګند کلتور په نوم هم یادیږی. دکلتور کلمه نن ورځ کابو هر ځوک‬‫استعمالوی، او ددی خلکو مطلب د دکلتور دکلمی څخه یوازی د هغه وتلی برخی دی. د ټولنپیژندنی پوهان دا برخی‬‫کلتور د یخ د هغه ټوټی سره مقایسه کوی چی ډیره برخه یی په اوبو کی ننوتی وی او کمه برخه یی د اوبو څخه وتلی‬‫وی، چی هغوی ورته د ‪ cultural iceberg‬انګریزی کلمه استعمالوی. د کلتور وتلی برخی ( یا د یخ هغه برخه چی د‬‫اوبو څخه وتلی وی) عبارت دی له : ژبی، دین، لباس، خواړه، قوانین، موسیقی، فلم... او دکلتور پټی برخی هغه دی چی‬‫څوک یی لیدلی نشی مګر جود لری. د بیلګی په توګه فرانسویان وایی موږ ډیر منطقی یو، افغانان وایی موږ ډیر غیرتی‬ ‫یو، امریکایان وایی موږ ډیر باجرعته یو...‬‫‪ Rousseau‬په ۳۹۹۱ کال کی پورتنی نظر ته ورته یوه نظریه ورکړه او یو ماډل یی جو کړ او کلتور یی د یو پیاز‬‫سره پرتله کړی او د هغه لپاره بیالبیالی طبقی (‪ ) layers‬ورکړی دی. عموما دا طبقی یا حلقی په دوه برخو ویشل شوی‬ ‫دی. لمړی باندنی او دوهم داخلی حلقی.‬‫ژبه : په ۱۱۳۲ کال کی د نړی حقایقو په کتاب کی ننی ژوندۍ ژبی ۹۳۹۹ ښودلی دی. پدی ډله کی ۹۸۰ هغه ژبی دی‬‫چی کابو هره یوه یی د یو ملیون څخه لږ خلک پری خبری کوی. مګر د نړۍ ۴۹ سلنه نفوس تشکیلوی او هغه پاتی ۹‬‫سلنه یی هغه ژبی د چی د نړۍ د ډیری استعمالیدونکی ژبی په نامه سره یادیږی. دا ژبی چنایی ، هسپانوی، انګریزی،‬ ‫عربی، هندی ، بنګالی، پرتګالی ، روسی او جاپانی دی.‬‫دین : نن ورځ په نړۍ کی ډیر دینونه وجود لری مګر دیوی احصایی له مخی چی شوی ده (۸) نن ورځ ۹۱ ډیر تمرین‬‫کیدونکی دی. دا دینونه بیا هر یو په خپل وار سره په نورو ګروپونو ویشل شوی دی چی بیلګه یی عیسویت دی چی په‬‫۳۳۳۱ نورو فرقو ویشل شوی دی او یا هم اسالم دی چی په سنی او شیعه او بیا هر یو په نورو ګروپونو سره ویشل‬‫شوی دی چی هر یو یی خاص تمرینونه کوی او د خاصو کلتورونو درلودونکی دی. ځین وخت داسی هم ویل کیږی چی‬‫دین خپله یو کلتور دی مګر په نړیوالو کتابونو او لیکنو دین هر وخت د کلتور یوه برخه بلل شوی دی. او بل توپیر یی‬‫دادی چی ویل کیږی چی دین د طبیعت نه نور هم لوړ دی مګر کلتور ته یوازی یو طبیعی پدیدی په توګه کتل کیږی.‬‫مثالونه یی خدایان،خلقت، مړه کول ، د روح ورکول، بال ګانی ، کلتوری قهرمانان یا اقسانوی قهرمانان او داسی‬‫نور(۳۱). په ۹۳۳۲ کال کی یوه احصایه اخستل شوی وه چی دهغه د مخی ددینونو په هکله الندی ارقام ارایه شوی وو.‬
  3. 3. ‫دین خو یو واضح خبره ده چی کلتور ۳۰ سلنه برخه تشکیلوی او هغه ډیر متاثره کوی کیدای شی مثبت وی او کیدای‬ ‫شی منفی اړخ ولری.‬ ‫نفوس‬ ‫دین‬ ‫۳۳۳۲۹۴۴۹۲۲‬ ‫عیسویان‬ ‫۳۰۱۲۱۲۰۲۰۱‬ ‫مسلمان‬ ‫۳۳۳۳۹۴۰۰۹‬ ‫هندو‬ ‫۳۳۳۱۲۹۰۸۴‬ ‫بت پرستان‬ ‫۳۳۸۹۷۰۴۰۴‬ ‫چینایی فلکلوری دینونه‬ ‫۳۳۷۲۲۲۴۲‬ ‫سیکان‬ ‫۳۳۳۹۴۰۴۱‬ ‫یهود‬‫او د ۲۰۰۵ د کال یوی احصایی له مخی داسی ویل کیده چی ۵۵ دینونه ډیر تمرین کیږی او دځینی هغه یی چی ډیر تمرین کیږی‬ ‫په الندی ډول سره ښودل شوی وو(۹):‬ ‫دینونه د عقیدی له اړخه چی بیا هم یو کلتوری اغیزه لری په دریو برخو ویشل شوی دی:‬ ‫مونو تیزم – یاد یو خدای عبادت کول. مثال یی اسالم او یهودیت دی.‬ ‫پولی تیزم – د ډیرو خدایانو عبادت کول او عقیده درلودل. هندو او سیکان‬‫دطبیعی قواوو بنسټیز دین - انیمیزم – په طبیعت باندی عقیده درلودل معنی دا چی طبیعت خپله جوړ شوی او خپل ځان‬ ‫کنترولوی. ساینس پوهان . او نور طبیعی بنسټ دینونونه زوراستزیم ، منیشزم او وودو دی.‬‫نفوس: د نفرو تعداد هم یو اغیزناکه فکتور دی چی کلتورونه متاثره کوی. په کومه کچه چی نفوس زیاتیری په همغه‬ ‫اندازه کلتوری مثبت او منفی تغیرات منځ ته راځی.‬‫د فبرووی په دوهمه نیټه د امریکی د نفوس شمیرنی د اداری د یو راپور له مخی نن ورځ په نړۍ کی ۸۴۱۸۹۷۱۹۹۹‬‫ژوند کوی. د یو تخمین له مخی ښودل شوی ده چی د میالد په ۱ کال باندی په نړۍ کی ۳۳۰ ملیونو خلکو ژوند کوو؛ په‬‫۳۰۲۱ عیسوی کال کی ۳۳۴ ملیونه خلک وو ؛ په ۳۳۰۱ عیسوی کال کی ۳۳۰ ملیونه شو. او بیا ورسته د ملګرو‬‫ملتونو د یو تخمین څخه چی په کال کی ۴۳۸۱ کی وشو د نړۍ نفوس ۱ بیلیون شو؛ په ۷۲۹۱ عیسوی کال کی یعنی‬
  4. 4. ‫۰۲۱ کاله ورسته دنړۍ نفوس ۲ بیلیونو ته ورسید؛ او ۰۰ کله ورسته په ۳۹۹۱ کی نفوس ۰ بیلیونه شو او په ۴۷۹۱‬ ‫کی ۴ بیلیونه شو او په ۷۸۹۱ کی ۰ بیلیونو ته ورسید او په ۹۹۹۱ کی یی ۹ بیلیونو خلکو ته ورسید.‬‫دی ته ورته کلتوری معیارونه د تولد او د ژوند اوږدوالی هم متاثره کوی. د بیلګی په توګه نن ورځ په امریکا کی نوی‬‫قانون تصویب شو چی ټول دولتی مامورین کولی شی خپل اوالد سقط کړی. او یا هم په چین کی چی د دوه بچیانو څخه د‬‫زیات اوالد درلودل اجازه نشته ده. بیا هم تولدونه نسبت مرګ ته ډیر دی نو ددی په اساس نفوس زیاتیږی او د نوی‬ ‫کلتورونو د زیږیدو المل کیږی. په ۱۱۳۲ کال کی یوه ډیټا د تولداتو او مړینو په هکله پداسی شکل سره ارایه شوی وه:‬ ‫مړینی‬ ‫تولدات‬ ‫۸ نفر په هرو ۳۳۳۱ نفرو کی مړه کیږی‬ ‫۹۱ تولدات پر هرو ۳۳۳۱ نفرو کی نوی زیږول کیږی‬ ‫۰،۰۰ ملیونه مړینی هر کال‬ ‫۴،۱۰۱ ملیونه تولدات هر کال‬ ‫۳۳۹۱۰۱ مړینی هره ورځ‬ ‫۳۳۳۳۹۰ تولدات هره ورځ‬ ‫۹۱۰۹ مړینی هر ساعت‬ ‫۳۳۳۰۱ تولدات هر ساعت‬ ‫۰۳۱ مړینی هر دقیقه‬ ‫۳۰۲ تولدات هره دقیقه‬‫خواړه: خواړه هم د کلتورونو د ډیرو وتلو برخو څخه شمیرل کیږی او معموال دیر شهرت هم لری. او کله ناکله د‬‫سټریوټایپونو (یا د سوچوونو مثبت یا منفی) المل هم کیدای شی. د بیلګی په توګه فرانسوی خواړه یا فرانسوی غذای‬‫نړیوال شهرت لری. جاپانی سوشی ، افغانی پلو ، هسپانوی خوګ، فرانسوی شراب، بلجیمی بیر، مراکشی کوزکوز او‬‫امریکایی سندیوچ... هر یو یو خاص نوم ځان ته ایستل دی او دهغه په مرسته کله ناکله خلک هم پیژندل کیږی او هغوی‬‫د کلتوری پاسپورت په توګه ورڅخه استفاده کیږی. خواړه عالوه ددی چی موږ ته د ژوند یوه زمینه مساعدوی ، د‬‫مهما ن نوازی یو سمبول بلل کیږی دبیلګی په توګه به افغانستان کی معموال په کلیو او بانډو کی چی د چا کره ورشی نو‬‫چای او ډوډۍ به حتما ورسره خوری که یی ونه خوری نو خفه کیږی. دخوړو مصؤنیت او امنیت هم د کلتور یوه برخه‬‫ګرځیدلی ده نن ورځ هغه هیوادونه چی نستبا ارام دی ښه مغذی او صحی خواړه خوری او په کیفیت پسی یی ګرځی‬‫حال دا چی په د دریمی نړۍ هیوادونه په کافی اندازه څه نلری چی و یی خوری او ژوند پری وکړی. خواړه دینی او‬ ‫مذهبی اړخ هم لری. ځینی خواړه په ځینی دینونو کی ممنوع دی. یوه بیلګه یی الندی جدول کی درته وړاندی کوم(۱۱):‬ ‫بودیزم‬ ‫اسالم‬ ‫عیسویت‬ ‫یهودیت‬ ‫هندویزم‬ ‫سکهیزم‬ ‫خواړه -‬ ‫دینونه‬ ‫ځینی‬ ‫هو ، مګر د وینی‬ ‫هو‬ ‫هو ، مګر د وینی‬ ‫ځینی خلک‬ ‫هو‬ ‫هګۍ‬ ‫خلک‬ ‫څخه پاکه وی‬ ‫څخه پاکه وی‬ ‫هو‬ ‫که چیری د رینت‬ ‫که چیری د رینت هو‬ ‫که چیری د‬ ‫هو‬ ‫لبنیات‬ ‫ورکی استعمال‬ ‫ورکی استعمال‬ ‫رینت ورکی‬ ‫شوی وی ، نه یی‬ ‫شوی وی ، نه یی‬ ‫استعمال شوی‬ ‫استعمالوی‬ ‫استعمالوی او یا هم‬ ‫وی ، نه یی‬ ‫که چیری یی دری‬ ‫استعمالوی‬ ‫ساعته مخکی‬ ‫غوښه خوړلی وی‬ ‫نه‬ ‫هو که چیری ذبح‬ ‫د جمعی په‬ ‫باید په کوشر‬ ‫ځینی خلک‬ ‫حالل یا کوشر‬ ‫د چرګ غوښه‬ ‫یی په اسالمی‬ ‫ورځ یی نه‬ ‫طریقی سره یی‬ ‫باید نه وی؛‬ ‫طریقه شوی وی‬ ‫خوری‬ ‫ذبح شوی وی‬ ‫نور یی خوری‬
  5. 5. ‫نه‬ ‫هو که چیری ذبح‬ ‫د لنت (مذهبی‬ ‫باید په کوشر‬ ‫ځینی خلک‬ ‫حالل یا کوشر‬ ‫د وری غوښه‬ ‫یی په اسالمی‬ ‫ورځ) یی نه‬ ‫طریقی سره یی‬ ‫باید نه وی؛‬ ‫طریقه شوی وی‬ ‫خوری‬ ‫ذبح شوی وی‬ ‫نور یی خوری‬ ‫نه‬ ‫هو که چیری ذبح‬ ‫د جمعی په‬ ‫باید په کوشر‬ ‫نه‬ ‫نه‬ ‫د غوایه غوشه‬ ‫یی په اسالمی‬ ‫ورځ یی نه‬ ‫طریقی سره یی‬ ‫طریقه شوی وی‬ ‫خوری‬ ‫ذبح شوی وی‬ ‫نه‬ ‫نه‬ ‫هو‬ ‫نه‬ ‫ډیر کم‬ ‫نه‬ ‫د خوګ غوښه‬ ‫ځینی‬ ‫هو‬ ‫هو ؛ باید اغزی او‬ ‫هو ؛ باید اغزی‬ ‫ځینی خلک‬ ‫د ماهی غوښه‬ ‫خلک‬ ‫فلسونه اد د شاتیر‬ ‫او فلسونه یی‬ ‫هډوکۍ یی ورسره‬ ‫ورسره وی‬ ‫وی‬ ‫نه‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫نه‬ ‫هو‬ ‫ځینی خلک‬ ‫شیل فیش‬ ‫(دماهی یوه‬ ‫نوعه)‬ ‫نه‬ ‫نه‬ ‫هو‬ ‫کوشر شوی باید‬ ‫ځینی خلک‬ ‫ځینی خلک‬ ‫حیوانی شحم‬ ‫وی‬ ‫نه‬ ‫نه‬ ‫ځینی خلک‬ ‫کوشر شوی باید‬ ‫نه‬ ‫ځینی خلک‬ ‫الکول‬ ‫وی‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫چای او قهوه‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫مغزبات او‬ ‫سبزیجات‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫میوی‬ ‫ځینی‬ ‫هو؛ د روژی په‬ ‫ځینی خلک‬ ‫هو؛ یوازی د‬ ‫ځینی خلک‬ ‫نه‬ ‫روژه‬ ‫خلک‬ ‫میاشت کی‬ ‫‪ Yom Kippur‬په‬ ‫وخت کی‬‫رخصتۍ: رځصتۍ هم د ځینو کلتورونو د خاصی مشخصی څخه ده. ځینی هیوادونه ډیری رخصتۍ او خلک یی راحت‬‫غوښتونکی دی. د مثال په فرانسه کی دری میاشتی د معاش سره رخصتی شته. حال دا چی په جاپان کی په ټول کال کی‬‫یو نفر یوه اونۍ رخصتی لری. بل د رخصتیو ملی اړخ دی. د مثال په توګه د آزادی ورځ، د یو مشهور شخص ورځ او‬ ‫یا هم د ښځی او اطفالو ورځ، چی ټول کلتوروی بنسټونه او ارزښتونه لری.‬‫لباس : لباس هم د کلتور یوه ډیره لیدونکی او لویه برخه تشکیلوی او دا هم کیدای شی چی د کلتوری تذکری یا‬‫پاسپورت په توګه وکارول شی. د بیلګی په توګه پخوا به پښتون د یوی لوی زیړی لونګۍ سره وو او ښځینه وو به لوی‬‫لوی کمیسونه اغوستل. کوچنی کوچنی واستکټونه به هم ورسره وو او یا د افغانستان په شمال کی چپنه او قره قولی‬‫اغوستل دود دی. په هند کی کی د ښځینه وو لپاره ساری لباس ډیر ارزښت لری. په کارو بار او یا هم علمی ساحو کی‬‫معموال دریشی اغوستل کیږی. نظامیان او عسکر خاصی دریشۍ او یونیفرم لری. یهودان کوچنۍ توری او یا سپین‬‫رنګی خولی چی ورته ‪ Kippah‬وایی، په سر ایږدی. مسلمانی ښځی حجاب کوی. عیسوی راهبان یا دینی مشران لباس‬ ‫اغوندی ورته کسوک ‪ cassock‬وایی. کله نا کله لباس ښی وظیفی لری او کله کله سړی ګوانتاناموته هم رسوی.‬‫سمبولونه : سمبولونه هم هغه برخه د کلتور ده چی ډیره لیدل کیږی او د خلکو توجه ورته معطوف کیږی. ښه مثالونه‬‫یی د اسالم به نړۍ کی جماعت دی چی په منارونو باندی سمبال وی او د نیمه سپوږمۍ یا نیمه دایری ته ورته جوړښت‬‫یی په سر باندی واقع وی. او یا هم د هللا لیکل په هر ځای کی او یا هم دشنه بیراغ درلودل، چی د اسالم د وتلیو سمبلونو‬‫څخه دی. د یهودانو ځینی سمبولونه عبارت د له کوچنی خولی، اوږدی ږیری ، دستوری عالمه چی ورته ‪Magen‬‬‫‪ David‬وای، او د غواړکی یا زیوارتو په برخه کی د الس ته ورته ساختمان چی ورته ‪ hamesa hand‬وایی ، لیدل‬‫کیږی. د عیسویانو سمبولونه د بیلګی په توګه د ثلیب عالمه به غواړه کی اچول دی. ښه نمونه یی په الندی تصویر کی‬ ‫ښودل شوی ده(۲۱):‬
  6. 6. ‫موسیقی او سینما: موسیقی د کلتور هغه برخه بلل شوی ده چی خلکو ته یو خاص هویت ورکوی. کله کله سینما د اوم‬‫هنر په نامه سره یادیږی. ښه مثالونه یی شرقی او غربی موسیقی. هالیود او بالیود دی. او یا هم په افغانستان کی یی ښه‬‫مثال د زموږ وطنی موسیقی وه چی په کلیو او بانډو کی به غږول کیده ،بیا ورسته د افغانستان کالسیکه موسیقی وه او نن‬‫ورځ لږ شانته د غربی او شرقی موسقی د ترکیب څخه یوه نوی موسیقی منځ ته په راتلو ده چی یو خاص کیفیت او‬‫خاص مشتریان به لری. د موسیقۍ په برخه کی لوی لوی فیسټیوالونه هم جوړیږی ښه مثالونه یی د کن فیسټیوال ، د‬‫برلین فیسټیوال، د وینیس د موسټرا فیستول، اوسکار او ځینی نور چی هر یو یی د کلتورنو د ښودلو او هنری تاریخ‬ ‫منابع بلل کیږی.‬‫نقاشی: نقاشی د کلتورونو یوه بله برخه ده . دا هغه برخه ده چی واقعا تاریخونه د یو نسل څخه بل نسل ته انتقالوی. مګر‬‫په ځینو ځایونو کی هغه ته اجازه نشته. د مثال په توګه په اسالم کی د انسان او یا د حیوان د رسم اوښکل منع بلل کیږی.‬‫بیا هم د طبیعت د رسامۍ او نقاشی یو لوی هنر دی او خاص کلتوری ا و اقتصادی ارزښت لری. فرضا د مونالیزا نقاشی‬ ‫چی ملیونونه ډالر ارزښت لری.‬‫معماری: معماری هم خاص ارزښت ځانته غوره کړی دی. پدی برخه کی عربی، ایرانی او یا هم اوروپایی کلتورنه د‬‫پام وړ دی. په افغانستان د اطراف خلک لوی لوی کال ګانی جوړوی. په ښارونو خلک په یو کوچنی اپارتمان کی‬‫اوسیږی. د دینی لحاظه په معماری کی ډیر کارونه کیږی او شوی دی. د مثال په ډول مسجدونه او کلیسا ګانی چی ډیر‬ ‫مصرف پری کیږی او په یو خاص هنری شکل سره جوړوی.‬‫ساینس : په معاصره نړۍ کی ساینس هم دیر د اهمیت وړ کلتوری بڼه غوره کړی ده. هغه کلتورونه چی ډیر په مخ تللی‬‫دی نو دیر علمی او ساینسی جایزی یی تر السه کړی دی چی د هغوی یو کلتوری هویت ځرګندوی کیدلی شی. ښه مثال‬‫یی د فزیک ، کیمیا او طبابت په برخه کی د نوبل جایزی دی. مګر دا جایزه کیدای شی چی نورو برخو کی هم وکارول‬ ‫شی د بیلګی په توګه ادبیات، هنرونه، صلح اود بشر حقوق.‬‫سپورت: سپورت هم د کلتورونو یو مهمه برخه بلل کیږی. هر هیواد ځانته سپورت لری او د هغه د منځ ته راتګ قیصه‬‫لری او دهغه د تکامل او یا په هغه کی دنوښتونو تاریخ لری. د مثال په توګه په افغانستان کی ووزلوبه چی اوږد تاریخ‬‫لری او د افغانی کلتور د مهمو شاخصونو څخه ده. دی ته ورته د نیزی او آس د ځغاستی او داسی نوری لوبی. په‬‫امریکی کی د بیلګی په توګه د غوایه لوبه ، په چین کی د رزمی سپورتونه او یا د فیل لوبی. په انګلستان کی ګلف او‬ ‫کریکت چی هغه هیواد کی منځ ته راغلی دی.‬‫داطفالو روزنه : نن ورځ په کلتورونو کی د نوی نسل روزل یو ډیر ارزښتنم ځای غوره کړی دی. د بیلګی په توګه په‬‫افغانی ټولنه کی په نامه د خپل اوالد سالمه روزنه وجود لری مګر په حقیقت کی هیځ هم نه ورته کوی.ښه مثال یی هغه‬‫د یوی هنرمندی میرمن وجیهه رستګار سندره ده چی وایی بچی مو کالن شوه ، والی بامیان شوه... دی ورته نور هم‬‫د اسی خیالی او تصوری کارونه وجود لری مګر نه د دولت په سطحه او نه هم په ټولنه کی دا د افغانی کلتور یوه برخه‬‫بلل کیږی. بلکه په فرانسه کی که چیری د یوی ښځی اوالدونه دریو ته ورسیږی نو مور حق نلری چی نور کار وکړی‬ ‫، هغه باید ټول خبل وخت د خپل اوالد په روزنه تیر کړی او معموال دا روزنه تر ۸۱ کلنۍ پوری دوام مومی.‬
  7. 7. ‫جنسیت : جنسیت تنها د تناسلی توپیر په اساس نه بلکه د مینی او محبت، جنسی صمیمیت، جنسی هویت، دمثل تولید او‬‫جنسی روغتیا هم پکښی شامل دی. دا معموال د ښځینه او نارینه وو یو بل ته کاته دی او د ښایست تعریف دی. په هر‬‫کلتور کی دا تعریف بیال بیل ارزښت لری. د بیلګی په توګه افغانان کیدای داسی نجونو خوښی کړی چی توری سترګی ،‬‫تور ویښته، سپین رنګ او لوړه ونه ولری او افغانی نجونو هم داسی هلکان خوښ کړی چی لوړه ونه ، تور ویښتان، ښه‬‫اخالق او د ښی کورنۍ څخه وی، خوښ کړی. حال دا چی په اوروپا او یا په غربی نړۍ کی خالف د افغانی ذهنیت هغه‬‫نجونو ډیری خوښول کیږی چی شنی ستګر اوکم رنګه زیږ او یا کمرنګه خرمایی ویښتنه ولری. د جنسی هویت په کله‬‫باید ووایو چی په افغانی ټولنه یوازی ښځه ښځه ده او نارینه نارینه دی. مګر په نوره نړۍ کی ښځینه کولی شی د ښځینه‬‫سره او نارینه د نارینه سره واده وکړی یعنی همجنس بازی په قانونی توګه اجازه لری او دی خلکو ته یو خاص کلتوری‬‫پاسپورت ورکوی او هغوی د هغه په مرسته پیژندل کیږی. د اوالد درلودلو په هکله به ووایو چی اکثرا دینونوه پدی‬‫عقیده ده چی سقط جنین باید ونه شی او څومره اوالد چی درلودلی شی باید ویی لری مګر نن ورځ په هغه سیکولر‬‫هیوادونو کی چی دین ته خاص ارزښت نه ورکول کیږی د اوالد د درلودلو لپاره معیار ټاکل شوی دی چی باید یو یا دوه‬‫او یا هم یو محدود تعداد اوالد ولری. ښځه چی د ټولنی کابو ۳۰ سلنه برخه تشکلیلوی او په همغه اندازه او یا د کلتور‬‫په ودی ، ساتنی او هغه ښه ځرګندولو کی برخه اخلی. د اسالم له نظره ښځه خالف د نورو دینونو ډیره لوړه بلل شوی ده‬‫او د اسالمی مفکوری او ذهنیت په پام کی نیولو سره ښځی ته ډیر لوړ مقام ورکړ شوی دی. د ښځو نمونه په قرانکریم‬‫که ځو ځایه ذکر ش وی دی او ورسته د پیامبر صل هللا علیه وسلم په وخت کی ښځو معلمی کوله، ښه بیلګه یی حضرت‬‫بی عایشه رض وه. مګر نن ورځ په اکثریت مسلمانو ټولونو کی د ښځی ځای ډیر ټیټ او ښځی ته په ډیر سپک نظر کتل‬‫کیږی. په افغانی ټولنه کی ښځه معموال هغه رقم معامله ورسره کیږی لکه د حیواناتو سره . په اکثرا ځایونو کی حق‬‫نلری چی لیک لوست وکړی، ددی حق نلری چی په آزاده توګه د خپلی خوښی د ژوند ملګری خوښ کړی، ددی حق‬‫نلری چی د خپلو اساسی حقوقو څخه دفاع وکړی. بیا هم موږ افغانان پری ویاړو چی دا زموږ کلتور دی. په نورو‬‫کلتورونو کی هم ښځه نسبت د نارینه وو کمه بلل کیږی. د بیلګی په توګه په اګثرا اوروپایی ممالکو کی ښځی ته لږ‬‫معاش ورکول کیږی او یا په لوړو اداری پوستونو باندی کار نشی کولی. مګر ځینی هیوادونه لکه سویدن په هغه کی‬‫ښځه تقریا د نارینه په ځیر حق لری. په عمومی توګه په مسلمانه نړۍ کی ښځی ته د دیموکراسۍ په بنسټ حقوق ندی‬ ‫محیا شوی او یا دا آزادۍ تری سلب شوی دی.‬ ‫کلتورونه تدریجی تکامل کوی؟‬‫مخکی مو وویل چی کلتورونه تکامل کوی، دا تکامل کومی برخی احتوای کوی. البته د کلتورونو بیالبیل اړخونه تکامل‬‫مومی. مګر په ډیره لوړه سطح تکامل د ژبی، تعمیراتو، تکنالوژۍ، کورنی ژوندونه ، واده ، اقتصادونه او دولتونو په‬‫برخه کی شوی دی. او ال نور هم تکامل کوی. یوه بیلګه یی داده چی یو وخت چا دا عقیده نه درلوده چی سپوږمۍ ته به‬‫انسان ځی مګر نن ورځ په سپوږمۍ کی ځینی هیوادونه ځمکی ویشی. بل مثال یی دژبو تکامل دی. ژبی په تیرو وختونو‬‫چی ډیره تکنالوژی نه وه، ډیر ساینسی کارونه نه کیدل نو په همغه حالت پاتی وه مګر نن ورځ د نوی وسایلو او نوی‬‫کارونو لپاره نوی کلمی ضرور دی. نو پدی توګه ژبه ډیر تکامل کوی ( البته پدی برخه کی باید ووایو چی پښتو ژبه تر‬ ‫مستثنی ده! )‬ ‫‪ Schein‬په ۰۸۹۱ کی د کلتور مختلفی مرحلی داسی بیانی کړی دی:‬ ‫د زیږیدنی دوره‬ ‫1.‬ ‫د ډیری مخنکنۍ ودی دوره‬ ‫2.‬ ‫د اوسط ژوند دوره - دا هغه دوره ده چی په ټولنه کی ځینی رواجونه یا خاص عادات له منځه ځی.‬ ‫3.‬‫د بلوغ یا تکامل دوره - چی ټولنه نوره وده نشی کولی او مشبوع حالت ته رسیږی او خپلو تیرو کړو یا‬ ‫4.‬ ‫میراثونو ته بیرته مخ اړوی.‬‫کلتورونه کله ناکله کیدای شی ورک شی او یا هم ډیری کمی نښی یی پاتی وی. نو دا مطلب په پام کی نیولو سره د‬ ‫څلورو حاالتو سره مخامخ کیږو:‬
  8. 8. ‫‪ : Acculturated‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک خپل کلتور د یاده وباسی او دقوی کلتور یا بانفوذه کلتور یی د ځان‬‫لپاره غوره کړی وی. مثال یی اکثرا هغه افغانان دی چی بهر ته یی مهاجرت کړی او نن ورځ د هغه ملک په ځیر‬ ‫ګرځیدلی دی او د افغانی کلتور کوم مشخصات نلری.‬‫‪ :Bicultural‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک ۳۰ سلنه خپل کلتوری مشخصات او ۳۰ سلنه دوهمی کلتور د ځان لپاره‬‫غوره کړی وی. پدی حالت کی مثال په افغانستان کی موسسا کیدای شی . کوم بهرنیان چی افغانستان ته راځی نو هغوی‬ ‫خپل کلتور هم لری او په ځنګ کی افغانی کلتور هم څه نا څه زده کوی.‬‫‪ :Traditional‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک یوازی خپل عنعنوی کلتور د ځان لپاره غوره کړی او بل نشی منلی او یا‬‫یی نه غوره کوی. اکثر التین ممالک پدی حالت کی دی لکه فرانسه ، ایتالیا او هسپانیه چی نه غواړی خپله ژبه پریږدی،‬ ‫خپل کلتوری خواړه هیر کړی او یا هم خپل رقصونه او موسیقی هیره کړی.‬‫‪ :Marginal‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک د هر کلتور څخه لږ لږ ځانته غوره کوی او په یو متنوع او مختلف کلتوری‬‫چاپیریال کی ژوند کوی. پدی حالت اکثرا هغه کسان شامل دی چی تجارتی کارونه په مخخ بیایی او یا لوړ پوړی دولتی‬‫چارواکی وی ، ځکه هغوی هر وخت د مختلفو کلتوری ځیرو او خلکو سره ناسته والړه کوی نو دا نوع حالت یی ځانته‬ ‫غوره کړی وی.‬‫اوس خبره داده چی که چیری کلتورونه تکامل کوی او د انکشاف او پرمختګ په حال کی دی نو ولی افغانی ټولنه او‬‫افغانان نشی کولی چی دا پرمختګونو ته غیږه پرانیزه او د هغه سره مرسته وکړی؟ ولی افغانان نه غواړی چی نو خپل‬‫کلتوری هویت ټولو ته مثبت وښی ؟ که چیری دری ژبه انکشاف مومی هم د یو افغان هویت لری او که پښتو پرمختګ‬‫کوی هم د یو افغان هویت ته ګټه رسوی. دعلم په ډګر کی څوک کار نکوی ، ډیر ځوانان په داخل او بهر کی لرو چی‬‫هر یو ددی وړتیا لری چی یو کتاب خپلی ژبی وژباړی او نور تری مستفید شی، مګر ولی هیځ ځوک دا کار نکوی. ددی‬‫تر ځنګ د اطالعاتو او کلتور وزارت په ویب پاڼه کی یوازی د وزیر صاحب معرفی وجود لری. هلته باید د سیاهینو‬‫لپاره دیر معلومات وی ، هغه یوازنی منبع ده چی موږ نوری نړۍ ته ښودلی شو چی موږ ۳۳۳۰ کلن تاریخ او کلتور‬‫لرو. د رئیس جمهور صاحب څخه نیولی تر واړه مامور او بیا هم تر یو معمول افغان پوری تول دا چیغی وهی چی‬‫تاریخ لرو، مګر زموږ په مغزونو کی . راځی چی ټول السونه سره یو کړو او د خپل هویت د ژوند ساتلو په خاطر‬ ‫لیکنی وکړو او تاریخ د قلم په ژبه راوړو تر څو ټولو ته د یو ثبوت په توګه تر ابده پاتی شی.‬ ‫اخځونه:‬ ‫‪1. http://www.managingchange.com/bpr/bprcult/3culture.htm‬‬ ‫‪2. http://www.insticeagestudies.com/library/concepts-of-culture.shtml‬‬ ‫‪3. http://www.umanitoba.ca/faculties/arts/anthropology/courses/122/module1/culture.ht‬‬ ‫‪ml‬‬ ‫‪4. http://www.communityscience.com/pubs/CrossCulturalGuide.r3.pdf‬‬ ‫‪5. http://www.anthrobase.com/Dic/eng/def/culture.htm‬‬ ‫-‪6. http://www.cliffsnotes.com/study_guide/Culture-and-Society-Defined.topicArticleId‬‬ ‫‪26957,articleId-26848.html‬‬ ‫‪7. http://www.wholesomewords.org/missions/greatc.html‬‬ ‫‪8. http://www.religioustolerance.org/worldrel.htm‬‬ ‫‪9. http://www.adherents.com/Religions_By_Adherents.html‬‬ ‫‪10. http://www.mesacc.edu/dept/d10/asb/religion/index.html‬‬ ‫‪11. http://www.cumbria.gov.uk/elibrary/Content/Internet/536/656/3782616656.pdf‬‬ ‫-‪12. http://www.shutterstock.com/pic-31532014/stock-vector-different-cultural-signs-and‬‬ ‫‪symbols-vector-illustration.html‬‬
  9. 9. ‫پای‬

×