• Share
  • Email
  • Embed
  • Like
  • Save
  • Private Content
 

د کیفیت د مدیریت نامتو ځیری

on

  • 75 views

 

Statistics

Views

Total Views
75
Views on SlideShare
75
Embed Views
0

Actions

Likes
0
Downloads
0
Comments
0

0 Embeds 0

No embeds

Accessibility

Categories

Upload Details

Uploaded via as Adobe PDF

Usage Rights

© All Rights Reserved

Report content

Flagged as inappropriate Flag as inappropriate
Flag as inappropriate

Select your reason for flagging this presentation as inappropriate.

Cancel
  • Full Name Full Name Comment goes here.
    Are you sure you want to
    Your message goes here
    Processing…
Post Comment
Edit your comment

    د کیفیت د مدیریت نامتو ځیری د کیفیت د مدیریت نامتو ځیری Document Transcript

    • ‫د کیفیت د مدیریت نامتو ځیری‬ ‫لیکنه : سید محمد خالد - ۷ جون ۲۰۱۲‬ ‫ددی له کبله چی افغانستان ورسته له جنګونو څخه په یو بحرانی حالت کی واقع دی، او د ځوانو استعدادونو څخه د کار‬ ‫اخستلو زمینه کمه مساعده ده ، او د هغو ځوانانو چی مشتاق ذهنونه یی له منځه ځی او یا هغه کسان چی ورڅخه په دولت‬ ‫کی او یا هم نوروځایونو کی کار اخستل کیږی، انکشاف نه ورکول کیږی .نو ددی له کبله په خپلو دندو کی یی کیفیت په‬ ‫پام کی نه نیسی او یوازی په مقدار باندی تمرکز کوی .نن ورځ ددی فرصت په پیدا کولو سره چی دا د ځوان نسل د‬ ‫نوښت په مجله کی چی د سید کرم په ولسوالۍ کی په نشر رسیږی، مفیده او مؤثره استفاده وکړم .یوه ساده لیلکنه چی د‬ ‫کیفیت د مدیریت تهداب ایښودونکی او د هغوی دمهمو کارونو څخه پکښی یادونه شوی ده، د ځوان نسل د رفاه او‬ ‫پرمختګ په هیله ولیکم .دا مقاله د ټولو کسانو لپاره مفیده واقع کیږی مګر دهغو کسانو لپاره چی په تولیدی یا مدیریتی‬ ‫پوستونو کی کار کوی، ډیره مرسته کولی شی.‬ ‫په نړۍ کی د تیرو کلونو په ترځ کی ډیر داسی کسان پیدا شوی چی د کیفیت په برخه کی یی ستر کارونه کړی دی او پدی‬ ‫برخه خاص نوم لری .باوجود ددی چی هغوی نن ورځ نشته دی مګر د هغوی د علم څخه په لوړه اندازه استفاده کیږی او‬ ‫د دوی دا تحفه زموږ سره د یوی خاطری په توګه پاتی ده.‬ ‫ددی په خاطر چی د دی موضوع څخه ښه مطلب واخلو، لمړی غواړم چی کیفیت تعریف کړم:‬ ‫کیفیت بیال بیل تعریفونه لری ، مګر موږ یو معیاری تعریف چی د معیارونو د نړیوال سازمان لخوا شوی دی، په‬ ‫الندی ډول بیانوو:‬ ‫کیفیت دیو مشتری په ذهن کی د هغه محصول غوښتل دی چی د هغه د قناعت وړ وی. یا کیفیت د یو محصول یا‬ ‫خدمت ټول هغه مشخصات دی چی د مشتری د تقاضا د قناعت وړ وګرځی او یا په ساده ډول سره کیفیت د محصول د‬ ‫تعین شویو مشخصاتو درلودل دی.‬ ‫ډاکټر والټر شوهارټ : دا یو جاپانی متخصص دی چی د لمړی څل لپاره یی د پالن کولو، دهغه عملی کول ، دهغه کتل یا‬ ‫نطارت او بیا سمول او عمل کولو یا ) ‪ act & check , do ,Plan‬د پروسی د عالم دی ورسته .کړ جوړ یی دوران‬ ‫.راوړله ته منځ تیوری دپروسی تغیر د شوهارټ د یی کی آخر په او کړه ) ته رامنځ تیوری کنترول‬ ‫ډاکټر اډوارډ ډیمنګ :یو امریکایی عالم دی چی ورسته د نړیوالی جګړی څخه جاپان ته د بیا رغونی په موخه لیګل شوی‬ ‫وو .خپله ډاکټری یی په مدیریت کی اخیستی ده او هغه ۱۰ د مدیریت اساسات ، د مدیریت ۷ مړه کوونکی ناروغۍ او د‬ ‫کنترول چارټونه یی موږ ته د علم په ډګر کی پریښی دی .تر ټولو مهم کار یی داوو چی ده د شوهارټ دوران یی مشهور‬ ‫کړ او نن ورځ د ‪ Deming cycle‬یا ‪ Deming wheel‬په نوم سره یادیږی .‬
    • ‫پالن کول‬ ‫د ډیمنګ‬ ‫دوران یا‬ ‫ځرخ‬ ‫اجرأ کول‬ ‫بیا سمول‬ ‫یا تصحح‬ ‫کول‬ ‫لیدنه کول‬ ‫ډاکټر یوسف یوران : د کیفیت درییزه یا ‪ quality triology‬یی منځ ته راوړه .دا درییزه د کیفیت د پالن ، د کیفیت‬ ‫انکشاف ورکول او د کیفیت د کنترول څخه عبارت دی .د کیفیت مدیریت د کیفیت د بهبود او ښه توب په خاطر باید پالن‬ ‫شی تر څو د هغه په مرسته د کارونو او فعالیتونو کیفی کچه لوړه شی، دا پالن شوی کارونه باید تر نژدی لید الندی‬ ‫وساتل شی تر څو د پالن شوو موخو یا اهدافو څخه انحراف ونکړی او باید دا دوران په همدی ډول سره ادامه پیدا کړی .‬ ‫د کیفیت‬ ‫پالن کول‬ ‫د کیفیت درییزه‬ ‫د کیفیت‬ ‫ښه کول‬ ‫د کیفیت‬ ‫کنترول‬ ‫آرمانډ فیګن بن : دا هغه څوک دی چی د لمړی څل لپاره یی د ټولیز کیفی کنترول یا ‪ Total quality control‬په دریو‬ ‫مرحلو کی منځ ته راوړ .دا مرحلی یی عبارت دی د کیفی رهبرۍ ، معاصره کیفی تکنالوژی او د کیفیت په وړاندی‬ ‫سازمانی تعهد یا قول.‬
    • ‫ډاکټر کاورو ایشیکاوا :دا ډاکټر یو جاپانۍ مدیر وو .او د لمړی څل لپاره یی د ایشیکاوا ډیاګرام منځ ته راوړ .او ورسته‬ ‫یی د کیفیت اوه اساسی ابزار یا وسیلی منځ ته راوړلی .ضمننآ ایشیکاوا د ټولیزکیفیت یا ‪ Total Quality‬فلسفه هم منځ ته‬ ‫راوړه.‬ ‫ډاکټر جنی چی تګوچی :دا ډاکټر هم د جاپان وو .دی ډاکټر یوه میتودولوژی منځ ته رواړه چی د تګوچی د میتودولوژۍ‬ ‫په نامه سره یادیږی او نن ورځ د) ډیزان په کیفیت کی(اصطالح ورته کاریږی.‬ ‫شیګوشینګو :هغه څوک دی چی د لمړی څل لپاره یی هغه سیستم منځ ته راوړ چی د هغه په اساس په فابریکه کی‬ ‫کثافات او ټول هغه وسایل چی په کار نه وی، لیری کیږی چی دا سیستم یی د ‪ Poka yoke‬په نوم یاد کړ او د اشتباه د د‬ ‫تصحح معنی ورکوی .یعنی کله چی کثافات او هغه شیان چی د استفاده وړ نه وی په کاری چاپیلایر کی زیات شی، نو د‬ ‫باکیفیته کار او د محصول نهایی کیفیت زیانمن کوی .دی عالم او مدیر د یو بل جاپانی سره چی ټای چیانو نومیده هم کار‬ ‫وکړ چی پدی وخت کی یی د ټویوټا موټرونو د تولید سیستم یا ‪ Toyota production system‬منځ ته راوړ .ددی‬ ‫سیستم ښه توب دادی چی تولید یوازی هغه وخت صورت نیسی چی کله مشتری څخه غوښتنه ترالسه کړی نو پدی ډول‬ ‫سره دوی د ډیر مصرف څخه مخنیوی کوی او دی سیستم ته یی بل نوم ورکړ چی د)‪ Just In Time (JIT‬یادیږی.‬ ‫فلیف کروسبای :یو امریکایی عالم وو .هغه د) کیفیت پاک دی) یا) کیفیت خالی دی (، تیوری یی منځ ته راوړه چی ورته‬ ‫‪Quality is free‬کلمه استعمالیده .دی عالم ویل چی کله د محصول کیفیت ښه وی نو هغه په لوړه بیه خرځیږی او‬ ‫مشتری به هم راضی وی .کروسبای یوه بله تیوری هم منځ ته راوړه چی ویل یی ‪ Zero defect‬یا هیځ خساره یا خراب‬ ‫محصول باید وجود نلری .معنی دا چی دخراب محصول کچه باید کمه نشی بلکه هغه په بشپړه توګه له منځه یوړل شی .‬ ‫تای چیانو :هغه جاپانی مدیری دی چی دلمړی ځل لپاره یی د ۷ کثافتونو یا اضافی او نه غوښتونکو کارونو، فعالیتونو او‬ ‫وسایلو نوم لړ یی جوړ کړ او وی ویل چی دا ټول هغه فعالیتونه دی چی نهایی محصول ته خاص اقتصادی ارزښت نشی‬ ‫ورکولی .ده په هغه وخت کی کثافت د ‪ Muda‬په نامه سره یاد کړی وو .پدی نوم لړ کی اضافی تولید ، په ګودام کی شته‬ ‫محصوالت ، منظره محصوالت، حرکت ، ترانسپورت، د محصول بیا ترمیم یا کارول او زیات پروسس کول، شامل وو.‬