د افغانستان د کریکټ د ۲۰ اوریزه سیا لیو راپور
Upcoming SlideShare
Loading in...5
×
 

د افغانستان د کریکټ د ۲۰ اوریزه سیا لیو راپور

on

  • 538 views

Afghan cricket 20 overs results 2012

Afghan cricket 20 overs results 2012

Statistics

Views

Total Views
538
Slideshare-icon Views on SlideShare
538
Embed Views
0

Actions

Likes
0
Downloads
0
Comments
0

0 Embeds 0

No embeds

Accessibility

Upload Details

Uploaded via as Adobe PDF

Usage Rights

© All Rights Reserved

Report content

Flagged as inappropriate Flag as inappropriate
Flag as inappropriate

Select your reason for flagging this presentation as inappropriate.

Cancel
  • Full Name Full Name Comment goes here.
    Are you sure you want to
    Your message goes here
    Processing…
Post Comment
Edit your comment

    د افغانستان د کریکټ د ۲۰ اوریزه سیا لیو راپور د افغانستان د کریکټ د ۲۰ اوریزه سیا لیو راپور Document Transcript

    • ‫د کریکټ ۲۰ اوریزه لوبو راپورونو خالصه‬ ‫ټولوونکی : سید محمد نعیم خالد‬ ‫د افغانستان د کریکټ د ملی لوبډلی عکس‬
    • ‫پاڼه‬ ‫عنوانونه‬‫3‬ ‫افغانستان اتل شو- مبارک مو شه‬‫5‬ ‫افغانستان د نړيوالو کريکټ شل اوريزو اتلولیو ته الر ومونده‬‫6‬ ‫د شل اوريزو سیالیو د غوراوي په پايلوبه کې افغانستان او نامیبیا‬‫7‬ ‫افغانستان برموډا ته په ۱۵ منډو ماته ورکړه‬‫8‬ ‫افغان کرکټ ټیم هانګ کانګ ته تاريخي ماته ورکړه‬‫9‬ ‫خبري اژانسونه: د کاناډا په وړاندې د سمیع هللا شینواري لوبه بې ساري وه‬‫10‬ ‫افغانستان کاناډا ته په ۵۱ منډو ماته ورکړه‬‫10‬ ‫افغانستان، نیپال ته په ۱۴ منډو ماته ورکړه‬‫30‬ ‫افغانستان ډنمارک ته په ۸۹ منډو ماته ورکړه‬‫30‬ ‫افغانستان هالینډ کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه‬
    • ‫افغانستان اتل شو- مبارک مو شه‬ ‫)‪Thursday, 03.22.2012, 09:54am (GMT‬‬ ‫تاند(پنجشنبه/مارچ۲۲) د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د شل‬ ‫اوريزو نړيوالو اتلولیو د غوراوي په پايلوبه کې نامیبیا ته‬ ‫په ۴۱ منډو ماته ورکړه او د قهرمانۍ مقام يې ترالسه کړ.‬ ‫افغان لوبغاړو، چې سیال ټیم ته يې ۴۱۵ منډې هدف ټاکلی‬ ‫و، په داسي حال کې نامیبیايي لوبغاړي وسوځول چې‬ ‫نامیبیا ټولتال ۸۸ منډې جوړې کړې وې او دوه اورونه يې‬ ‫ال پاتې و.‬ ‫دولت ځدراڼ په لومړي توپ د نامیبیايي ټیم لومړنی‬ ‫لوبغاړی وسوځاوه او په دې ډول يې د هغوی روحیه‬ ‫خرابه کړه.‬ ‫افتاب عالم هم څلور لوبغاړي وسوځول. او يوتن د عزت‬ ‫هللا ځدراڼ له لوري وسوځول شو.‬ ‫دې قهرمانۍ افغانستان د شل اوريزو نړيوالو سیالیو کپ‬ ‫ته، چې د روان میالدي کال په پای کې په سريالنکا کې‬ ‫کېږي، ورساوه.‬ ‫دلوبې شېبه په شېبه حال‬ ‫نامیبیا د ګټلولپاره ۹۱ منډو ته اړتیا لرله.۵۵ توپونه يې ال پاتې وو چې ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.‬ ‫دولت ځدراڼ او افتاب عالم توره وکړه.‬ ‫نامیبیا لوبه پیل کړه‬ ‫منډې:۸۸‬ ‫اورونه:۹۵۵‬ ‫سوځېدلي:۱۵‬ ‫که نامیبیا په ۲۵ توپونو ۹۱ منډې وکړې، بال به يې کړې وي.‬ ‫افرين دې وي په افتاب عالم. ۱ لوبغاړي يې وسوځول‬ ‫افتاب عالم درې لوبغاړي سوځولي.‬ ‫۵۲ توپونه پاتې دي‬ ‫نامیبیا اوس درې ويکټونه(لوبغاړي) لري.‬ ‫د افتاب عالم په توپ نامیبیايي لوبغاړی وسوځېد‬ ‫نامیبیا په ۲۲ توپونو او ۱ ويکټونو ۹۱ منډو ته اړتیا لري‬ ‫بورګر د عزت هللا ځدراڼ له لوري وسوخېد‬ ‫نامیبیايي لوبغاړی د محمد نبي له خوا رن اوټ شو‬ ‫نامیبیايي لوبغاړو لوبه تېزه کړه. د منډو اوسط يې هم لوړ شو‬‫که څه هم د نامیبیا وروستي لوبغاړي ښه کلک شوي خو د منډو اوسط ته په کتو یې باید ځان ترفشار الندې احساس‬ ‫کړي‬ ‫د نامیبیا ساريل برګز چې ډېر افغان لوبغاړي يې وسوځول اوس ښه بیټنګ کوي‬ ‫د نامیبیا د منډو اوسط څه باندې درې دی خو د افغانستان څه باندې ۴ دی‬
    • ‫که هر چا نن لوبه وبايلله سبا سهار به له آيرلنډ سره مسابقه کوي‬ ‫پاکستان د بنګله دېش لپاره په ۱۱ اورونو کې ۴۴۲ منډې هدف وټاکه‬ ‫محمد شهزاد توپ کچ کړ‬ ‫نامیبیايي لوبغاړی د افتاب عالم په توپ وسوځېد.‬ ‫بل نامیبیايي لوبغړی وسوځول شو- توپ يې کچ شو‬ ‫درې واړه نامیبیايي لوبغاړي د دولت ځدراڼ په توپونو سوځېدلي‬ ‫محمد نبي توپ کچ کړ‬ ‫افغانستان په وايډ توپونو کې زياتې منډې بايلي‬ ‫د نامیبیا د دوهم لوبغاړي توپ کچ شو‬ ‫افرين دولت ځدراڼ په دې توپ يې د نامیبیا روحیه خرابه کړه‬ ‫افغانستان په اول توپ اول نامیبیايي لوبغاړی وسوځاوه‬ ‫افغانستان غوره وګڼله چې په خپله لوبه پیل کړي:‬ ‫منډې :۱۴۶‬ ‫اورونه: ۱۶‬ ‫سوځېدلي:۱‬ ‫دولت ځدران رن اوټ شو‬ ‫دولت ځدران راووتـ ګلبدين نايب ژر وسوځېد‬ ‫اصغر ستانکزی وسوځېد. - ګلبدين نايب راووت‬ ‫اتلسم اور په پیلېدو دی‬ ‫افغان لوبغاړي درې نور اورونه لري . که دوی توره وکړي نو ښايي د خپلو منډو شمېر۱۱۵ ته ورسوي‬ ‫د پاکستان په ټیم کې شاهد افريدی ښه لوبېږي. ده تراوسه د خپل ټیم لپاره ۲۴ منډې په ۲۲ توپونو جوړې کړي‬ ‫داسي ښکاري چې د نامیبیا بالران ډېر تکړه وي. د افغانستان لپاره د لوبې نتیجه ښه نه ښکاري‬ ‫محمد نبي میدان ته راووت. افغانستان تر دې دمه په ښه موقف کې نه دی‬ ‫سمیع هللا شینواری هم وسوځېد‬ ‫پاکستان ۱ لوبغاړي او ۵۵ اورونه لري. د منډو شمېر يې ۱۴۵ دی‬‫افغانستان لوبه خورا ښه پیل کړه خو وروسته يې خونده الړه. ګوندي سمیع هللا شینواری او اصغر ستانکزی بېرته د‬ ‫افغانستان موقعیت ښه کړي.‬ ‫اصغر ستانکزی میدان ته راووت‬ ‫بیا هم ساريل بولګر وتوانېد چې افغان لوبغاړی وسوځوی. ده درې افغان لوبغاړي سوځولي‬ ‫محمد شهزاد وسوځېد‬ ‫سمیع هللا شینواري په ۸ توپونو ۹ او شهزاد په ۱۵ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړي‬ ‫د پاکستان شپږم لوبغاړی وسوځېد او شاهد اپرېدی میدان ته شو‬ ‫پاکستان د بنګله دېش په وړاندې په ۲۴ اور کې ۸۴۵ منډې جوړي کړي‬ ‫سمیع هللا شینواری میدان ته راووت‬ ‫نوروز منګل وسوځېد‬ ‫نوروز منګل په ۲ توپونو ۲ او محمد شهزاد په ۴ توپونو ۴ منډې جوړې کړي‬ ‫د پاکستان پنځم لوبغاړی( حمید اعظم) وسوځېد. اوس د پاکستان منډې ۸۲۵ دي. ۴۴ اور روان دی‬ ‫جاويد احمدي هم د ساريل بوګر له لوري وسوځول شو‬ ‫نوروزمنګل میدان ته راووت‬ ‫جاويد احمدي وسوځېد‬ ‫کريم صادق ۹۲ منډې جوړې کړې‬
    • ‫دا شېبه چې افغانستان ۸۱ منډې کړي ، د رنزونو اوسط يې ۹ اعشاريه ۱۴ دی‬ ‫محمد شهزاد میدان ته راووت‬ ‫مريم صادق د ساريل بورګل له لوري وسوځول شو‬ ‫کريم صادق وسوځېد‬ ‫پاکستان د ۱ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۵۴ اور کې ۴۵۵ منډې جوړي کړي‬ ‫د پاکستان په لوبه کې عمر اکمل او حمید اعظم ځان ټینګ کړ، د مخکنیو لوبغاړو په شان ژر ژر ونه سوځېدل‬ ‫جاويد احمدي هم لوبه تېزه کړه ، منډې يې په ۴۵ توپونو ۱۵ ته ورسولې‬‫د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ په ډاکه کې د اسیايي کب پايلوبه روانه ده. پاکستان ۵۵۵ منډې جوړي کړي، ۱ لوبغاړي‬ ‫يې سوځېدلي او دېرشم اور يې روان دی‬ ‫افغان لوبغاړو فوقا العاده لوبه کوي‬ ‫کريم صادق ۱ څلوريزې وهلي‬ ‫کريم صادق په ۴۵ توپونو۱۱ منډې جوړي کړي‬ ‫جاويد احمدي په ۸ توپونو۲ منډې کړي‬ ‫د افغانستان د منډو اوسط ۱۵ دی‬ ‫جاويد احمدي او کريم صادق لوبه کوي‬ ‫ايرلنډ کاناډا ته په لسو ويکټونو ماته ورکړه.‬ ‫تاند(پنجشنبه/مارچ۲۲) د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د شل اوريزو‬ ‫نړيوالو اتلولیو د غوراوي په پايلوبه کې د نامیبیا له ملي ټیم سره د‬ ‫دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې لوبه کوي.‬ ‫د شل اوريزو نړيوالې اتلولۍ د روان کال په پای کې په سريالنکا کې‬ ‫کېږي.‬ ‫د افغانستان او نامیبیا ترمنځ د نننۍ پايلوبې ګټونکی مستقیماً د‬ ‫سريالنکا په اتلولیو کې د ګډون چانس مومي.‬ ‫بله پايلوبه د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ روانه ده.‬ ‫د اسیايي کپ په دې وروستۍ مسابقه کې پچه بنګله دېش وګټله خو غوره يې وګڼله يې لوبه يا بیټنګ پاکستان وکړي.‬ ‫تر دې شېبې د پاکستان څلور لوبغاړي سوځېدلي. او داسي ښکاري چې پاکستان ترفشار الندې وي. د دې خبر د‬ ‫خپرېدو تر شېبې پوري پاکستان په څلرويشتم اور کې د څلورو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۹ منډې جوړې کړي‬ ‫دي.‬ ‫تاند د دې په څنګ کې چې د افغانستان او نامیبیا د پايلوبې شېبه په شېبه حال درکوي. د پاکستان او بنګله دېش د‬ ‫مسابقې له وروستي حاله مو هم خبروي.‬‫دا لومړی ځل دی چې بنګله دېش د اسیايي کپ پايلوبې ته رسېږي. دغه ټیم په روان تورنمنټ کې د سريالنکا او هند په‬ ‫شان غښتلي ټیمونه سوځولي دي.‬ ‫46223=‪http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand8&article‬‬ ‫افغانستان د نړیوالو کریکټ شل اوریزو اتلولیو ته الر ومونده‬ ‫د خپريدو وخت 70:21 :گرينويچ - پنجشنبه 11 مارچ 1011 - 31 وری 0930‬
    • ‫افغانستان د کريکټ د نړيوالو شل اوريزو اتلولیو د غوراوي په لومړۍ پايلوبه کې اووه لوبې کړې وې او ټولې يې گټلې‬ ‫وې.‬ ‫خو اصلي برى به د پايلوبې گټل و چې نړيوالو اتلولیو ته يې رسول.‬ ‫همدا کار وشو.‬ ‫د بري اصلي ستورى دولت ځدراڼ و.‬ ‫دۀ په داسې وهخت کې بالینگ کاوۀ چې د نمېبیا لوبغاړيو مورال خورا لوړ و.‬ ‫هغوى افغان لوبغاړي يوازې ١٤۵ منډو پورې ايسار کړي و او د دوى بېټینگ په دې سیالیو کې خورا ښه روان و.‬ ‫خو دولت ځدراڼ په لومړني توپ يو کس بولډ اوټ کړ او د افغان لوبغاړو هوډ يې څرگند کړ.‬ ‫د لومړي اوور په وروستیو توپونو د نمېبیا دويم کس هم وسوځید.‬ ‫په دريم اوور کې دولت ځدراڼ دريم کس وسوځاوۀ او ورسره يې د بري بنسټ کېښود.‬ ‫پچه نوروز منگل وگټله، خپله يې منډو ته مال وتړله خو د کريم صادق او جاويد احمدي د تیزو منډو په سر هم نورو‬ ‫لوبغاړو داسې منډې ونه کړې چې هیله ترې کیده.‬ ‫کريم صادق ۹۲ او جاويد احمدي ٤۲ مندې وکړې خو نورو لوبغاړو د نمېبیا د ورو بالرانو په وړاندې تیزه لوبه ونه‬ ‫کړاى شوه.‬ ‫١٤۵ منډې د نمېبیا پیاوړو منډه جوړونکو ته ډيرې نه ښکاريدې.‬ ‫دوى په دغو سیالیو کې سلیزې کړې وې او په يوه لوبه کې يې تر ۱۱۲ هم ډيرې منډې درلودې.‬ ‫خو په پاى کې دا دولت ځدراڼ ، افتاب عالم او عزت هللا دولتزى وو چې د نېمیبیا پیاوړې لوبډله يې داسې ايساره کړه‬ ‫لکه د شگو په ډيري چې سیالب ورغلى وي.‬ ‫افتاب عالم څلور کسه وسوځول خو د دولت ځدراڼ لومړنیو درو سوځونو ، د دۀ يو کیچ او د دۀ له لورې يو رن اوټ د‬ ‫نمېبیا مال ماته کړه.‬ ‫افغانستان به په دويم پرله پسې ځل نه يوازې د شل اوريزو نړيوالو اتلولیو د غوراوي اتل وي بلکې په دويم وار به په‬ ‫نړيوالو اتلولیو کې هم د کريکټ له تر ټولو پیاوړو هیوادونو سره بخت ازمويي.‬ ‫تیر ځل هم روزونکى کبیر خان و دا ځل هم د کبیر خان په الرښونه افغانستان نړيوالو اتلولیو ته الر ومونده.‬‫‪http://www.bbc.co.uk/pashto/sport/2012/03/120322_im_afghan_namibia_qualifier_final.shtm‬‬ ‫‪l‬‬ ‫د شل اوریزو سیالیو د غوراوي په پایلوبه کې افغانستان او نامیبیا‬ ‫)‪Thursday, 03.22.2012, 12:00am (GMT‬‬ ‫تاند(پنجشنبه/مارچ۴۲) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله‬ ‫نن د نامیبیا له ملي ټیم سره د متحده عربي اماراتو د‬ ‫دوبۍ په لوبغالي کې د شل اوريزو نړيوالو اتلولیو د‬ ‫سیالیو د غوراوي په پايلوبه کې مخامخ کېږي.‬ ‫د افغانستان او نامیبیا ټیمونه په دې مسابقو کې، چې په‬ ‫متحده عربي اماراتو کې د شپاړس هیوادونو ترمنځ‬
    • ‫روانې دي، يوازيني دوه لوبډلې دي چې هیڅ ماته يې نه ده کړې او دواړو اووه – اووه لوبډلې ماتې کړي دي.‬ ‫نن د افغانستان او نامیبیا ترمنځ په سیالۍ کې بايلونکی ټیم به د سږکال په سپټمبر میاشت کې له کاناډا، ايرلنډ، هالنډ او‬ ‫سکاټلنډ سره مسابقه کوي او د ګټلو په صورت کې به په شلو اوريزو نړيوالو سیالیو کې د ګډون چانس ترالسه کوي.‬ ‫ګڼ خبري اژانسونه، لکه رويټرز اټکل کوي چې په نننۍ سیالۍ کې افغانستان د بريالیتوب زيات چانس لري. افغانستان‬ ‫تر روان تورنمنټ مخکې نامیبیا ته په يوه دوستانه لوبه کې ماته ورکړې وه.‬ ‫نامیبیا په ۴۱۱۲ میالدي کال په نړيوالو شل اوريزو سیالیو کې د ګډون چانس ترالسه کړی و خو شپږ واړه مسابقې يې‬ ‫وبايللې.‬‫د نامیبیا تر ټولو تکړه اوپینر رايموند وان سکور دی چې ۴۲۴ منډې يې جوړې کړي دي. د افغانستان محمد شهزاد ۵۲۲‬ ‫منډې ثبت کړي دي.‬ ‫د نامیبیا لپاره، چې ډېر لوبغاړي يې د جنوبي افريقا په شان هیواد په کلبونو کې لوبېږي، د افغانستان تېز باولران يا‬ ‫توپ ويشتونکي ډېر خطرناک دي.‬ ‫سره له دې چې ويل کېږي، نامیبیايي لوبغاړي د افغانستان له لوري د ماتې تجربه لري د دغه هیواد د ټیم کیپتان وايي‬ ‫چې نن به د افغانستان په وړاندې ښه لوبه وکړي.‬ ‫ويل کېږي چې د افغانستان د ټیم يو ښه چانس دا دی چې کبیرخان يې بیا کوچ يا روزونکی دی. ده تېر ځل هم‬ ‫افغانستان په شل اوريزو سیالیو کې نړيوالو اتلولیو ته ورساوه. د افغانستان له لوبډلې د کبیر خان له تلو سره د دغه ټیم‬ ‫پرله پسې بري کم شوي ول.‬ ‫د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان نوروز منګل د کبیرخان د هلوځلو د ستايلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې له‬ ‫سکاټلنډ، هالنډ، کاناډا او آيرلنډ ټیمونو سره بیاځلي سیالیو ته اړتیا پېښه نه شي.‬ ‫که افغانستان نننۍ مسابقه وګټله په اتومات ډول نړيوالو شل اوريزو سیالیو ته، چې د روان کال په وروستیو کې په‬ ‫سريالنکا کې کېږي، الر مومي.‬ ‫افغانستان به نن په پايلوبه کې له خپلو څو مهمو لوبغاړو بې برخې وي. حمید حسن، چې د افغانستان او نړۍ يو تر ټولو‬ ‫تېز توپ ويشتونکی يا باولر دی، همداراز شاهپور ځدراڼ او نور علي ژوبل دي. دوی به په نننۍ مسابقه کې برخه نه‬ ‫لري.‬ ‫تاند هڅه کوي چې د دې مسابقې شېبه په شېبه حال درکړي.‬ ‫65223=‪http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand8&article‬‬ ‫افغانستان برموډا ته په ۱۶ منډو ماته ورکړه‬ ‫)‪Tuesday, 03.20.2012, 04:53am (GMT‬‬
    • ‫تاند(سې شنبه/مارچ۱۲) د‬ ‫افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د‬ ‫نړيوالو شل اوريزو اتلولیو د‬ ‫غوراوي په سالیو کې اوومه سوبه‬ ‫وکړه خو د نن ورځې سیالي يې له‬ ‫يوه نسبتا ً کمزوري ټیم سره وه.‬ ‫پچه افغان لوبډلې وګټله او پرېکړه‬ ‫يې وکړه چې په خپله د برموډا په‬ ‫وړاندې لوبه(بیټنګ) پیل کړي.‬ ‫افغان لوبغاړو په خپلو شلو اورونو‬ ‫کې يې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو‬ ‫په بدل کې ۴۴۵ منډې جوړې‬ ‫کړې.‬ ‫سره له دې چې د برمودا په شان‬ ‫نسبتا ً کمزوري ټیم ته ۹۴۵ منډې‬ ‫لوی هدف و خو دې لوبډلې بده‬ ‫لوبه ونه کړه. برمودايي لوبغاړو افتاب عالم‬‫په شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۲۵ منډې جوړې کړای شوې چې له هدف څخه زياتې کمې نه‬ ‫وې.‬ ‫د افغانستان په لوبډله کې نن يوشمېر داسي لوبغاړي ولوبېدل چې په تېرو سیالیو کې میدان ته نه ول راوتلي.‬‫د برموډا په وړاندې محمد شهزاد ښه وځلېد. ده په ۹۴ توپونو۱۲ منډې جوړې کړې او تر پايه ونه سوځېد.ګلبدين نايب‬ ‫هم ونه سوځېد. ده په ۹ توپونو ۲۲ منډې جوړې کړې. محمد نبي افغانستان ته په ۴۵ توپونو ۲۲ منډې وګټلې، کريم‬ ‫صادق په ۹۵توپونو۲۲، جاويد احمدي په ۱۵ توپونو۴۵ او اصغر ستانکزي په ۲۴ توپونو ۲۲ منډې جوړې کړې.‬ ‫افتاب عالم، چې په تېرو مسابقو کې نه و لوبېدلی، درې برمودايي لوبغاړي وسوځول. درې نور د میرويس‬ ‫اشرف،ضمیر خان او سمیع هللا شینواري وسوځول.‬ ‫‪http://taand.co‬‬ ‫?‪m/index.php‬‬ ‫‪mod=article&c‬‬ ‫‪at=taand8&arti‬‬ ‫53223=‪cle‬‬ ‫افغان کرکټ ټیم‬ ‫هانګ کانګ ته‬ ‫تاریخي ماته ورکړه‬ ‫,‪Monday‬‬ ‫,2102.91.30‬ ‫‪01:32pm‬‬ ‫)‪(GMT‬‬ ‫تاند(پنجشنبه/مارچ‬ ‫۲۲) د افغانستان د‬ ‫کرکټ ملي لوبډلې‬ ‫د نړيوالو شل‬ ‫اوريزو اتلولیو د‬ ‫غوراوي په سیالیو‬ ‫کې د پرله پسې‬
    • ‫بريالیتوبونو په دوام کې نن د هانګ کانګ ټیم ته تاريخي ماته ورکړه.‬‫لوبه هانګ کانګ پیل کړه. خو افغان لوبغاړو نهه تنه هانګ کانګي لوبغاړي يو په بل پسې وسوځول. هانګ کانګ په خپلو‬ ‫ټولو شلو اورونو کې ټولټال ۴۱۵ منډې جوړې کړای شوې خو افغان لوبغاړو د هانګ کانګ له لوري ۱۱۵ ټاکل شوی‬ ‫هدف د يوه لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په يوولسم اور کې پوره کړ.‬ ‫د افغانستان له لوري نن دولت ځدراڼ پنځه هانګ کانګي لوبغاړي وسوځول، عزت هللا دولتزي دوه، او دوه نور‬ ‫هانکانګي لوږبغاړي د کريم صادق او محمد نبي له خوا وسوځول شول.‬ ‫په دې لوبه کې د افغانستان يوازينی سوځېدلی لوبغاړی کريم صادق و چې په لسو توپونو يې ۲۲ منډې جوړې کړې‬ ‫وې.‬ ‫جاويد احمدي ۹۴ او محمد شهزاد ۴۱ منډې جوړې کړې. شهزاد اووه څلوريزې ووهلې. جاويد احمدي ۱ څلوريزې او‬ ‫يوه شپږيزه ووهله. کريم صادق هم څلور څلوريزې وهلې وې.‬ ‫هانګ کانګ ته د افغانستان نننۍ ماتې به د افغان لوبغاړو روحیه ال پیاوړې کړي وي او ممکن د نامیبیا لوبغاړو ته د‬ ‫افغانستان خطر ال جدي ښکاره شوی وي.‬ ‫نننۍ سوبه د افغانستان د ټیم لپاره شپږم پر له پسې بری دی.‬ ‫افغانستان او نامیبیا د روان ټورنمنټ يوازيني دوه ټیمونه دي چې هیڅ ماته يې نه ده کړې. نامیبیا نن خپله شپږمه مسابقه‬ ‫له عمان څخه په ۲۴ منډو وګټله.‬ ‫سبا، چې د مارچ شلمه، د نوي لمريز کال لومړۍ ورځ ده، د افغانستان ملي لوبډله د برمودا له نسبتا ً کمزوري ټیم سره‬ ‫مخامخ کېږي.‬ ‫12223=‪http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand8&article‬‬ ‫خبري اژانسونه: د کاناډا په وړاندې د سمیع هللا شینواري لوبه بې ساري وه‬ ‫)‪Monday, 03.19.2012, 08:59am (GMT‬‬ ‫تاند(دوشنبه/مارچ۸۵) د نړۍ خبري رسنیو د کاناډا په وړاندې د‬ ‫افغانستان د کرکټ ټیم په پرونۍ مسابقه کې د سمیع هللا شینواري ښه‬ ‫لوبه ستايلې او ويلي يې دي چې د شل اوريزو نړيوالو اتلولیو د‬ ‫غوراوي په روان ټورنمنټ کې د سمیع هللا شینواري د يکشنبې د‬ ‫ورځې لوبه بې ساري وه.‬ ‫فرانس پريس خبري اژانس په يوه راپور کې لیکلي، ده ۵۲ منډې په‬ ‫۱۴ توپونو جوړې کړې. شینواري شپږ څلوريزې او ۴ شپږيزې‬ ‫ووهلې. ده همداراز څلور کاناډايي لوبغاړي وسوځول.‬ ‫اسوشیتید پريس خبري اژانس هم د سمیع هللا شینواري لوبه ستايلې‬ ‫او ويلي يې دي چې سمیع هللا شینواري دومره ښه لوبه وکړه چې‬ ‫کاناډا ته هغه هدف، چې د ده په مرسته افغان لوبغاړو کاناډايي سیال‬ ‫ته وټاکه، رسېدل خورا ګرانه او ناممکنه شو.‬ ‫په روان تورنمنټ کې شپاړس هیوادونه برخه لري چې د دوی په‬ ‫منځ کې يوازې افغانستان او نامیبیا هغه لوبډلې دي چې هیڅ ماته يې‬ ‫نه ده کړې او هر يو په خپل ګروپ کې لومړی ځای لري.‬ ‫سمیع هللا شینواری‬ ‫افغانستان نن به اې ګروپ کې له هانګ کانګ سره لوبه کوي. د دې‬‫لوبې ګټل د افغانستان لپاره زيات اهمیت نه لري ځکه چې افغانستان پرونۍ کامیابۍ د روان تورنمنټ بل پړاو ته ورساوه.‬
    • ‫51223=‪http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand8&article‬‬ ‫افغانستان کاناډا ته په ۶۴ منډو ماته ورکړه‬ ‫)‪Sunday, 03.18.2012, 09:53am (GMT‬‬ ‫تاند(یکشنبه/‬ ‫مارچ۱۶) د شل‬ ‫اوریزو نړیوالو‬ ‫سیالیو د غوراوي‬ ‫لپاره د متحده‬ ‫عربي اماراتو په‬ ‫مسابقو کې د‬ ‫افغانستان د کرکټ‬ ‫ملي لوبډلې نن‬ ‫کاناډا ته هم ماته‬ ‫ورکړه. دا په روان‬ ‫تورنمنټ کې د‬ ‫افغانستان پنځمه پر‬ ‫له پسې کامیابي ده.‬ ‫کاناډا یې نن په ۶۴‬ ‫منډو مات کړ.دا‬ ‫مسابقه د دوبۍ د‬ ‫کرکټ د ګلوبل‬ ‫اکاډیمي په لوبغالي‬ ‫کې وشوه.‬ ‫د کاناډا لوبه(بټنګ)‬ ‫منډې؛ ۴۴۵‬ ‫اورونه ؛ ۱۲‬ ‫سوځېدلي: ۸‬ ‫د افغانستان لوبه:‬ ‫منډې :۱۴۵‬ ‫اور: ۱۲‬ ‫سوځېدلي ۹‬ ‫د افغانستان لپاره کاناډا ته ۱۴۵ منډې هدف ډېر لوی هدف دی چې تراوسه په روانو سیالیو کې ټاکل کېږي.‬ ‫تاند(يکشنبه/مارچ۹۵) د شل اوريزو نړيوالو سیالیو د غوراوي لپاره د متحده عربي اماراتو په مسابقو کې د افغانستان د‬ ‫کرکټ ملي لوبډله د کاناډا له لوبډلې سره مخامخ شوه. پچه افغانستان وګټله او پرېکړه يې وکړه چې په خپله لوبه پیل‬ ‫کړي‬‫د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تر دې مخکې څلورو ټیمونو ته ماته ورکړې او په خپل ګروپ کې اول ځای لري. کاناډا تر‬ ‫دې دمه يوه ماته لري او په اې ګروپ کې له افغانستان وروسته دوهم مقام لري.‬ ‫که نننۍ مسابقه افغانستان وګټله افغان ټیم به په بل پړاو کې نامیبیا سره مخامخ شي خو که يې وبايلله ښايي له کینیا سره‬ ‫مخامخ شي.‬ ‫د دې لوبې جال بله دلته بیا بیا تازه شي.‬
    • ‫افغانستان بیټنګ(لوبه) کوي:‬‫افغان لوبغاړو بیټینګ ډېر ښه پیل کړ. په تېره بیا کريم صادق. تر دې دمه ده په ۴۵ توپونو ۵۲ منډې جوړې کړي دي.‬ ‫ده په اول اور کې ۸ منډې جوړې کړې. له کريم صادق سره شبیر نوري لوبېږي. په څلورو اورونو کې ۴۲ منډې ښه‬ ‫نتیجه ده.‬ ‫کريم صادق په ۵۲ توپونو ۵۴ منډې جوړې کړي. اوس د افغانستان منډې ۵۱ته ورسېدې.‬ ‫شپږم اور پیل کېدونکی دی د افغانستان په ۱۱ منډو کې د شبیر نوري برخه ۲۵ ده.‬ ‫۲ اور پیل شو افغانستان ۹۱ منډې جوړې کړي‬ ‫شبیر نوري چې په احتیاط لوبه کوله ، چټک شو. په ۲۵ توپونو ۲۵ منډې يې جوړې کړې‬ ‫د افغانستان منډې ۲۱ شوې- اووم اور پیلېدونکی دی‬ ‫کريم صادق ۱ او شبیر نوري ۵ څلوريزه وهلې ده.متاسفانه کريم نوري وسوځېد‬ ‫د کريم صادق پر ځای محمد شهزاد میدان ته راووت‬ ‫شبیر نوري هم وسوځېد. نوروز منګل میدان ته راووت‬ ‫کريم صادق ته افرين چې بیا يې هم ډېره ښه لوبه وکړه‬ ‫نوروز منګل هم ژر وسوځېد.سمیع هللا شینواري رامیدان ته شو‬ ‫درې واړه افغان لوبغاړي د کاناډا زاهد حسین وسوځول،.‬ ‫اوس د افغانستان منډې ۱۱ دي - اتم اور روان دی‬ ‫سمیع هللا شینواری او شهزاد د خپلو درو ملګروله پر له پسې سوځېدو وروسته په احتیاط لوبه کوي. دواړو په ګډه تر‬ ‫دې دمهپه ۱۲ توپونو ۸ منډې جوړي کړي دي.‬ ‫د زاهد حسین په ځای رضوان چیمه بالینګ ته راووت ، ورسره افغان لوبغاړو هم منډې جوړې کړای شوې‬ ‫شهزاد او محم نبي دواړو ۴۵ - ۴۵ منډې جوړې کړي‬ ‫په اول او دوهم اور کې د افغانستان د منډو اوسط ۸ و خو اوس ۲ اشاريه ۱۱ دی‬ ‫اوس د کاناډا له لوري رضوان چیمه بالینګ کوي. نوموړي که څه هم تر اوسه کوم لوبغاړی نه دی سوځولی خو منډې‬ ‫کمې ورکوي.‬‫افغان لوبغاړي نور مجبوره دي چې لوبه تېزه کړي - سمیع هللا شینواري په ۲۵ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړي او محمد‬ ‫نبي په ۴۵ توپونو ۲۵ منډې کړي دي.‬ ‫سمیع هللا شینواري لومړني شپږيزه د افغانستان لپاره ووهله‬ ‫افغان لوبغاړي فکر کوي چې لوبغاړي يې زيات پاتې دي خو اورونه يې کم دي ځکه هڅه کوي چې لوبه تېزه کړي‬ ‫سمیع هللا شینواري او محمد شهزاد ښه لوبه وکړه. دواړو تراوسه په ګډه د افغانستان لپاره ۲۲ منډې کړي دي.‬ ‫سمیع هللا شینواري دوهمه شپږيزه ووهله‬ ‫شهزاد وسوځېد.ده هم ښه لوبه وکړه.‬ ‫محمد نبي ژر وسوځېد. په ځای يې ګلبدين نايب راووت‬
    • ‫ګلبدين نايب شپږيزه ووهله‬ ‫سمیع هللا شینواری وسوځېد. ده ډېره ښه لوبه وکړه. په ۱۴ توپونو۵۲ منډې جوړې کړې‬ ‫څلور توپونه راووتل. میرويس اشرف راووت‬ ‫يو توپ پاتي دی ګلبدين نايب وسوځېد. د يوه توپ لپاره دولت ځدراڼ راووت - اورونه ختم شول‬ ‫اوس کاناډایي لوبغاړي بټنګ یا لوبه کوي:‬ ‫دولت ځدراڼ يو او کريم صادق هم يو کاناډايي لوبغاړي سوځولي.‬ ‫دې ته په پام سره چې شپږم اور تازه پیل شوی ۱۱ منډې د کاناډا لپاره ډېره ښه نتیجه ده.‬ ‫د افغانستان د منډو اوسط يا رنز رېټ ۹ اعشاريه ۱۴ دی خو اوس د کاناډا ۸ دی.‬ ‫اوس د کاناډا د منډو اوسط تر افغانستان ټیټ دی. اتم اور پیل شوی او د کاناډا منډې ۸۲ دي.‬ ‫سمیع هللا شینواري نه يوازې دا چې دوه کاناډايي لوبغاړي تراوسه سوځولي، ډېرې کمې منډې يې ورکړي دي.‬ ‫ضمیر خان هم يو کاناډايي لوبغاړی سوځولی. دوه نور دولت ځدراڼ او کريم صادق سوځولي.‬‫کاناتډا بايد فشار احساس کړي ځکه نیمايي لوبغاړي يې سوځېدلي او نیمايي اورونه يې پوره شوي. د کاناډا د منډو اوسط‬ ‫څه باندې اووه دی حال دا چې د افغانستان اوسط نژدې ۸ دی‬ ‫سمیع هللا شینواري ته دې افرين وي ۱ کاناډايي لوبغاړي يې وسوځول‬ ‫دولت ځدراڼ دوهم ويکټ واخیست‬ ‫کاناډا په ۱۴ توپونو ۵۴ منډو ته اړتیا لري حال دا چې يوازې درې لوبغاړي لري‬ ‫کاناډا بايد په دوولس توپونو ۸۱ منډې جوړې کړي‬ ‫کاناډا ۱ توپونه لري‬ ‫59123=‪http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand8&article‬‬ ‫افغانستان، نیپال ته په ۴۴ منډو ماته ورکړه‬ ‫)‪Friday, 03.16.2012, 10:50am (GMT‬‬ ‫تاند(جمعه/مارچ۲۵) د شل اوريزو نړيوالو سیالیو د‬ ‫غوراوي لپاره په متحده عربي اماراتو کې د روانو سیالیو په‬ ‫دوام کې نن د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د نیپال د نسبتا ً‬ ‫پیاوړي ټیم په مقابل کې میدان ته راووت. پچه افغانستان‬ ‫وګټله او کیپتان نوروز منګل غوره وبلله چې لوبه يا بیټنګ‬ ‫په خپله وکړي. افغان لوبغاړو په خپلو شلو اورونو کې د ۲‬ ‫لوبغاړو د سوځېدذو په بدل کې ۴۱۵ منډې جوړې کړې خو‬ ‫نیپالي لوبغاړو په داسي حال کې چې ۲ لوبغاړي يې‬ ‫سوځېدلي وو په ټولو شلو اورونو کې ۴۲۵ منډې جوړې‬ ‫کړای شوې. په دې ترتیب دا لوبه افغانستان د ۱۴ منډو په‬ ‫تفاوت وګټله.‬ ‫د افغانستان د لوبډلې له لوري کريم صادق او شبیر نوري میدان ته د اوپنرانو په توګه راووتل. خو شبیر نوري ډېر ژر‬ ‫وسوځېد مګر کريم صادق له محمد شهزاد سره ښه لوبه پرمخ يووړه.‬
    • ‫کريم صادق ۲۱ منډې جوړې کړې. د ده پر ځای نوروز منګل میدان ته راووت. دا مسابقه ال روانه ده.محمد شهزاد هم‬ ‫ښه لوبه وکړه. ده په ۴۱ توپونو ۲۱ منډې جوړې کړې.‬ ‫د نیپال لومړی لوبغاړی بې له دې چې کوم رنز جوړ کړي وسوځېد.‬ ‫د افغانستان لپاره دا لوبه په دې مهمه ده چې نیپال د دې تورنمنټ يو مهم ټیم دی. افغانستان په ټولو شلو اورونو کې د‬ ‫شپږو لوبغاړو د سوځېدو په ۴۱۵ منډې جوړې کړې.‬‫له دې مسابقې سره په يووخت هانګ کانګ له پاپو نیو ګینې سره، آيرلنډ له امريکا سره او ايټالیا له کینیا سره سیالي لري.‬ ‫افغانستان تر اوسه پوري په دې سیالیو کې ډنمارک، پاپو نیوګینې، هالنډ ته ماته ورکړې ده.‬ ‫76123=‪http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand8&article‬‬ ‫افغانستان ډنمارک ته په ۱۱ منډو ماته ورکړه‬ ‫)‪Thursday, 03.15.2012, 08:35am (GMT‬‬ ‫تاند(پنجشنبه/مارچ۱۵) د افغانستان د کرکټ ملي ټیم، د نړيوالو شل‬ ‫اوريزو اتلولیو د غوراوي په لوبو کې نن پر له پسې درېمه لوبه هم‬ ‫وګټله.‬ ‫نن افغان لوبډله د ډنماکر په وړاندې میدان ته راووته. لوبه افغان‬ ‫لوبغاړو پیل کړه، ډنمارک ته يې ۴۴۵ منډې هدف په داسي حال کې‬ ‫وټاکه چې پنځه لوبغاړي يې سوځېدلي وو.‬ ‫خو ډنمارک د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۴۹ منډې جوړې‬ ‫کړې او په دې توګه يې دا لوبه په ۸۹ منډو وبايلله چې ډېر زيات‬ ‫تفاوت دی.‬ ‫نن د افغانستان له لوري کرين صادق ډېر ښه وځلېد. ده په ۲ه توپونو ۱۸ منډې جوړې کړې. کیپتان نوروز منګل په‬ ‫اتلس توپونو۲۲ او محمد نبي په ۹ توپونو ۱۵ منډې وکړې.‬ ‫په بالینګ يا توپ اچونه کې هم کريم صادق توره وکړه، ده ۱ ډنمارکي لوبغاړي وسوځول. نوروز منګل دوه، میرويس‬ ‫اشرف ، سمیع هللا شینواري او ضمیر خان هر يوه، و- يو لوبغاړی وسوځاوه.‬ ‫ټاکل شوې ده چې افغان ټیم سبا د کاناډا له پیاوړي ټیم سره مخامخ شي.‬ ‫54123=‪http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand8&article‬‬ ‫افغانستان هالینډ کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه‬ ‫پنجشنبه, 50 مارچ 1011 00:10‬ ‫افغان کرکټ ملی لوبډلې په خپله دوهمه سیالۍ کی پرون هالینډ ته په 4 ويکټو ماتې ورکړه او دوه‬ ‫کاله وړاندی دهمدی سیالیو د ماتې غچ يی ترې واخیسته .‬
    • ‫دتیری ورځې سیالۍ چې ددوبۍ په سپورټس سیټی نړيوال لوبغالي کی ترسره شوه پکښی د هالینډ کپتان دټاس يا پچې په‬‫ګټلو سره لومړې بیټینګ غوره کړ او د ايلیکسي کیرويزي دنه سوځیدونکو 85 منډو په مټ يی په پوره 11 اورونو کې 6‬ ‫لوبغاړو په سوځیدو 940 مندې جوړې کړې .‬‫که څه هم افغان بالر عزت هللا دولتزي په لومړي سر کی ښکلی بالینګ وکړ او 3 ويکټې يی ترالسه کړې خو په وروستي‬ ‫اور کی يی هالینډي لوبغاړوته 90 منډې ورکړې چی دسیالۍ زياتې منډه ورکوونکی اور وو .‬ ‫ددی په ځواب کی دافغانستان بیټینګ په لومړي سر کی هغه وخت ناکامه ثابت شو کله چی کريم صادق په 00 او ګلبدين‬ ‫نايب په 5 مڼډو خپلې ويکټې وبايللې.‬‫خو دلوبی په پیل کی شهزاد محمدي ښکلې لوبه نندارې ته وړاندی کړه چی ورسره کپتان نوروزمنګل او نبی عیسی خیل‬ ‫ښکلې ملګرتیا وکړه او افغانستان په وروستیو کی د نورعلي ځدران د 1 څلوريزو په مټ دلوبی د 11 م اور په 4 م بال‬ ‫هدف د 6 لوبغاړو په سوځیدو ترالسه کړ .‬ ‫افغان کرکټ ملي لوبډله 1011 کال شل اوريزه نړيوال جام ته د ورتګ په موخه په ټاکنیزپړاو سیالیو کی د 1 سرپه سر‬ ‫سیالیو ګټلو سره په خپل ګروپ کی له نیپال څخه وروسته دوهم مقام لري .‬ ‫دسیالۍ غوره لوبغاړې شهزاد محمدي ونومول شو چی د 94 بالونو په مټ يی 45 منډې جوړې کړې.‬ ‫همدارنګه په نورو لوبغاړو کی کپتان نوروزمنګل 61 او نبی عیسی خیل په 30 بالونو بريد کوونکي 11 منډې ترالسه‬ ‫کړې .‬ ‫نن ددی سیالیو په ترڅ کی افغان لوبډله په خپله دريمه سیالۍ کی له ډنمارک سره سیالۍ ترسره کوي چی دغه سیالۍ به‬ ‫دافغانستان په وخت 10 بجې او 13 دقیقی دعربی اماراتو په شارجه کرکټ نړيوال لوبغالي کی ترسره شي .‬‫‪http://www.salamwatandar.com/index.php?option=com_content&view=article&id=5656%3A‬‬ ‫17=‪2012-03-15-05-43-25&catid=44%3A2010-07-26-06-16-32&Itemid‬‬ ‫پای‬